عاجل خبرونه

د اسلام آباد ناسته د م.م له پرېکړې ښکاره سرغړونه ده- احمدي

(Last Updated On: فبروري 17, 2019)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان کیدونکې غونډې ته تند غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې اسلام آباد لدې کار سره وسلوالو طالبانو ته رسمیت ور په برخه کوي.

ټاکل شوې، چې اسلام آباد به د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۹/ د فبرورۍ ۱۸) د طالب استازیو د څوارلس کسیز پلاوی کوربتوب وکړي او طالب استازي به له زلمي خلیلزاد، د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.

افغان حکومت وايي، چې په اسلام اباد کې د طالب استازیو د غونډې په اړه له دوی سره هیڅ سلا مشوره ندې شوې؛ نو، ځکه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

دوی باوري دي، چې په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره غونډه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ کال له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه او د افغان دولت پر ملي حاکمیت ښاره تېری بلل کیدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې دغه ناسته طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او رسمیت پېژندلو لپاره ده، چې دا کار له ټولو نړیوالو پرېکړو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون د طالب پلاوي نهه کسان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بندیزونو کې شامل دي او د سفر اجازه نلري. 

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالب استازي به په اسلام آباد کې  له زلمي خلیلزاد سره د طالب زندانیانو پر تبادله او د سولې په خبرو کې د افغان دولت پر را ګډولو خبرې وکړي. سیاسي کارپوه وحید مژده وایي، چې په دې ناسته کې به د سعودي استازی د سولې په خبرو کې د افغان حکومت وردننه کیدل وغواړي.    

طالبانو هم ویلي، چې پلاوی به یې د پاکستان له لومړي وزیر سره په دوه اړخیزو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون رييس زمرک پادخوابي وایي؛ پاکستان پرته لدې، چې له افغانستان سره مشوره وکړي؛ طالبان اسلام آباد ته غوښتي او ورسره دوه اړخیزې خبرې کوي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته له سفر مخکې د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې پر ۲۸/ د فبرورۍ پر ۱۷) له اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

اجرائيه رييس ویلي، چې خلیلزاد د سولې د خبرو له پرمختګونو خبر کړی او دواړو د افغانانو پر مالکیت د سولې پر خبرو ټينګار کړی دی.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به د ورسره پلاوي پر ملتیا د روانې میاشتې پر ۲۵مه په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې ولري او د تېرې جنورۍ ناستې په پایله کې د رامنځته شویو کمیتو ترسره شوې چارې به سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني خبریال سميع يوسفزي، چې د طالبانو کړنې څاري رسنیو ته ويلي، چې په اسلام آباد کې له پاکستانيو چارواکو سره د طالبانو د دوشنبې ورځې ناسته لغوه شوې؛ خو طالب سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې د نوروزي جام لس آوریزې سیالۍ تر سره شوې

(Last Updated On: مارچ 21, 2019)د کابل په ختیځ کې د کرکت ملي لوبډلو تر …