عاجل خبرونه

د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي

(Last Updated On: اپریل 28, 2018)

د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ۵ جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په بابه غایب کلي کې دغې ولسوالۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي سیف الدین ۵  جګیالي وژلي دي. 

په دې نښته کې ۱۱ نور طالبان ټپیان شوي او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو تر دې دمه د یادې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د بغلان ولایت لیرې پرتې سیمې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د ورته نښتو شاهدې دي، چې تل ورسره د عامو خلکو اندېښنې هم راپاریدلې دي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …