عاجل خبرونه

د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی

(Last Updated On: فبروري 5, 2018)

د (هشت صبح) ورځپاڼې نننۍ ګڼې(د سلواغې ۱۶) د افغانستان د لويې څارنوالۍ د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی دی.

دغې ورځپاڼې د لويې څارنوالۍ د کورني او باندني امینت د جرایمو پر وړاندې د مبارزې له ریاست څخه داسې اسناد تر لاسه کړي، چې په کې د مرغومي میاشتې په ۱۶مه نېټه د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر شوی؛ خو لس ورځې وروسته بېرته اخیستل شوی دی.

د سرچينې په حواله له نن شل ورځې مخکې لویې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت ته د یو مکتوب په واسطه خبر ورکړی او لیکلي يې دي، چې رحمت الله نبیل نور ممنوع الخروج نه دی.

(د افغانستان د خلکو محور) تېره ورځ ویلي وه، چې رحمت الله نبیل د ځينو استخباراتي هڅو د افشا کولو له کبله ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان د خلکو محور، په نوم سیاسي بنسټ، چې رحمت الله نبیل يې د رهبري شورا غړی دی، تر اوسه د دې تازه معلوماتو په تړاو څه نه دي ويلي.

د یادونې وړده، چې لویې څارنوالۍ تر دې دمه د نوموړي د ممنوع الجروجۍ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …