عاجل خبرونه

د زعفرانو یو ورځنی ملي کنفرانس پیل شو

(Last Updated On: نوومبر 6, 2017)

د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د زعفرانو یو ورځنی کنفرانس پیل شو، چې په کې به د هېواد په کچه د زعفرانو د کښت، تولید او بازارموندنې په اړه بحث وشي.

په دغه کنفرانس کې د هېواد له بېلا بېلو برخو د زعفرانو تولیدونکي او سوداګر راغلي، چې خپلي ستونزې د کرنې وزارت له مسوولینو سره شریکي کړي.

د زعفرانو کروندګر سید عبد الوهاب وایي، تر یوې ا ندازه مو کارو نه سم شوي او تولید مو هم ډېر شوی؛ خو باید زعفرانو ته بشپړه پاملرنه رامنځته شي.

د زعفرانو کروندګر عبدالرزاق وایي، له تېرو پېنځه لس کلونو مونږ د زعفرانو پر کښت او سوداګري لګیا یو؛ خو په دې برخه کې هیڅ کار ندی شوی.

د کرني او مالدارۍ وزارت سرپرست نصیراحمد درانی وايي، هڅه کوو، چې د زعفرانو کښت ته پراخیتا او په نړیوالو معیارونو خپل تولیدات برابرکړو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ تېر کال مو شپږ اعشاریه ۲ ټنه د زعفرانو تولید درلوده، چې  درې ټنه یی پلورل شوي او نور پاتي دي. باید تو لیدات مو ستندرد او د نړۍ د بازار د غوښتنو له مخې وي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی هم وايي، چې باید تولیدات مو د نړیوال مارکیټ د غوښتنو سره سم تولید او پروسس شي.

دی زیاتوي؛ باید خپل تولیدات معیاري کړو، چې په نړیوال مارکیت کي ځان ته ځای ولرو. باید هڅه وکړو د سیمې له بازارونو څخه د نړۍ بازارو نو ته لار ومومو.

په دغه یو ورځيني کنفرانس کي به د افغانستان د زعفرانو د معیاري تولید، بسته بندۍ او پر بازار موندني بحث تر سره شي.

خبریال: اسلم حجاب 

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …