Connect with us

تازه خبرونه

د شخصي ګټې وټې لپاره د کابل لومړنۍ پایلې ځنډول شوي- کارپوهان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د چارو کارپوهانو تور لګولی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو له قانوني وخت اووه شپېته ورځې وروسته هم د کابل لومړنۍ پایلې د شخصي ګټې وټې لپاره ځنډولې دي.

د ولسي جرګې له ټاکنو اووه شپېته ورځې تېریږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس هم ندی بریالی شوی، چې د کابل ولایت لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې؛ په پام کې وه، چې د لړم میاشتې پر نولسمه لومړنۍ پایلې اعلان شي؛ خو اوس هم دغه پایلې اعلان شوې ندي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د لیندۍ پر پېنځلسمه د کابل رایې باطلې اعلان کړي؛ خو بیا وروسته له خپلې پرېکړې پر شا شو.  

د کمیسیون مسوولین وايي، چې دوی غواړي رڼې او د قناعت وړ لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، چې مونږ د ټاکنو د غوره او رڼو پایلو د اعلام لپاره هڅه کړې، چې تورې رایې له سپینو هغو بېلې کړو.

د کابل په ۵۵۸ مرکزونو او درې زره درې سوه محلونو کې ټاکنې تر سره شوې. ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د یو سل و اتیا مرکزونو او درې سوه محلونو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د کابل اتیا په سلو کې رایې یې په معلوماتي مرکز کې ځای پر ځای کړي؛ خو اوس هم د کابل د ټولو رایو شمېر څرګند ندی.

له همدې کبله پر ټاکنو کمیسیون نیوکې مخ پر زیاتیدو دي، چې په خپلو چارو کې پاتې راغلی دی.

یو شمېر سیاسي ډلې وايي، چې کمیشنرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د کابل لومړنۍ پایلې ځنډولې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ویاند نور محمد نور وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کاري وړتیا نلري؛ د ځانګړې ګټې وټې لپاره غواړي ټاکنې وځنډوي او دا کار به سترې ستونزې رامنځته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني رييس نجیب الله احمدزي څرګنده کړې، چې په ټاکنو کمیسیون کې ناست کسان مسلکي ندي او ان د ټاکنې پر ارزښت هم نه پوهیږي. دوی د ټاکنو په مارکیت کې کار ندی کړی او زما په اند دا به ډېره مشکله وي، چې څلور واړه ټاکنې تر سره کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر احتمالي نوماندان وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په جوړښت کې باید بدلون رامنځته شي.

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شیدا محمد ابدالي د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر اوسني ترکیب باور نلري او وایي؛ هغه وخت رارسیدلی، چې د ولسي جرګې د ټاکنو، د کمیسیون له غړیو او سیستمه ناپېیلې پلټنې تر سره او دا ښکاره شي، چې ستونزه چرته ده.

له درغلیو او ګڼو نیمګړتیاوو سره د ولسي جرګې د ټاکنو له تر سره کیدو وروسته پر ټاکنو کمیسیون نیوکې مخ پر ډېریدو دي او کمیسیون هم مني، چې په ځينو برخو کې د دوی چارې نیمګړې وې.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!