د خبریالانو ۱۷۲ قضیې په محاکمو کې له څېړلو پاتې دي- نی

(Last Updated On: نوومبر 2, 2017)

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۱۷۲ قضیو تر اوسه هیڅ یوه یې محکمې ته نه ده رسیدلې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د راپور له مخې؛ له ۲۰۰۱  تر ۲۰۱۴ کلونو په افغانستان کې اویا خبریالان وژل شوي، چې له دې ډلې لس خبریالان د ۲۰۱۷ کال په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او له یو سل و دوه اویا ډېرې قضیې ثبت دي، چې تر اوسه نه دي څېړل شوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړی صدیق الله توحیدي په تمه دی، چې د خبریالانو اړوند قضیې به په محاکمو کې وڅېړل شي؛ خو په اند یې یوه هم څېړل شوې. هغه زیاتوي، چې مونږ له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مجرمانو د ښکاره محکمې غوښتونکي یو؛ ځکه خلک باید وپوهیږي، چې یو تورن هم له مجازاتو پرته پاتې کیدی نشي.           

یوناما وایي؛ افغان خبریالانو په خپلو دندو کې ډېرې قرباني ګاللي او له قضایي بنسټونو غوښتل کیږي، چې مجرمینو ته د بښنې فرهنګ  پای ته ورسوي او د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي قضیې وڅېړي.

په کابل کې د یوناما استازی رینودیټلي ویلي، چې د خبریالانو په وړاندې دې د تاوتریخوالي قضیې  وڅېړل شي او چا، چې تاوتریخوالی کړی، باید محاکمه او قوانین پرې پلي شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او وایي، چې د خبریالانو او مدني ټولنو کار په حکومتدارۍ کې ارزښت زېوونکی دی او مونږ پرې سترګې پټولی نشو.

له وسلوالو مخالفینو وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي نور عوامل د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې لخوا امنیتي ځواکونه، حکومتي مسوولین، د  ملي شورا غړي او زورواکي ګڼل کیږي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ …