د زابل د ديني عالمانو شورا مرستيال مولوی حکمت وژل شوی

(Last Updated On: اګست 27, 2017)

ناڅرګندو وسلوالو د زابل د ديني عالمانو شورا مرستيال مولوی عبدالحکيم حکمت وژلی او مړی یې نن سهار د شاه جوی ولسوالۍ اړوند په بره خان سيمه کې پیدا شوی دی.

د زابل والي ویاند په ډاګه کړې، چې، مولوی عبدالحکيم حکمت تل رسنيو ته پر پاکستان سختي نيوکې کولې او پاکستان يي د افغانستان په ټولو بدبختيو کې ښکېل باله؛ نو، ځکه د دولت وسلوالو مخالفینو تر برید لاندې راغلی دی.

 تراوسه د وسلوالو مخالفینو کومې ډلي د دې پېښې مسووليت په غاړه ندی اخيستی.

About Ariana News

Check Also

د ناتو پر هوایي ملاتړ دغزني او روزګان په ګډون په ټول هېواد کې عملیات روان دي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د …