د شاتو تولیدات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي

(Last Updated On: July 20, 2017 4:17 pm)

په هېواد کې د شاتو تولیدات ډېر شوي او له دې سره په یوه وخت د شاتو مچیو ساتنې ته علاقه هم زیاته شوې ده.

د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد وایي؛ په ۲۰۱۶ کال کې د شاتو تولیدات ۲۱۴۴ټنو ته ورسیدل، چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه کچه ۱۵۰۰ ټنه وه.

اوس د هېواد په کچه د شاتو د مچیو۲۳۷ زره صندوقونه شته دی.

د کرنې وزارت وایي، مونږ په هېواد کې د یو میلیون صندوقونو د ساتنې ظرفیت لرو

د کابل په قرغه کې د شاتو د مچیو د ساتنې او پالنې لپاره یو مرکز جوړشوی، چې د هېواد په کچه د شاتو د مچیو وړو مرکزونو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د شاتو مچیو د ترویج  د پراختیا د پروژې مسوول عبدالباقي حبیبي وایي، د قرغې د مچیو د ساتنې، پالنې  او څېړنې په دې مرکز کې د مچیو ساتونکیو ته روزنه ورکول کیږي او له نوي تخنیک سره بلدیږي.           

د نوموړي په وینا؛ اوس، چې د شاتو تولیدات ډېر شوي، واردات یې کم شوي دي.

هغه له کروندګرو وغوښتل، چې د  کرکیلې تر څنګ د شاتو مچیو پالنه او ساتنه هم وکړي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …