د تاشکند غونډه به په افغانستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي- عبدالله

(Last Updated On: March 26, 2018 7:48 pm)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د تاشکند غونډه به په افغانستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي.

د سولې لپاره د کورنیو او سیمه ییزو هڅو په لړ کې دا ځل د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې غونډه جوړیږي. ولسمشر د کابل په غونډه کې وسلوالو طالبانو ته د سولې د خبرو لپاره ځينې وړاندیزونه وکړل، چې اوس به له نړیوالو او د سیمې له هېوادونو سره په دغو وړاندیزونو خبرې کوي.

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله ویلي؛ د تاشکند په غونډه کې به پر هغو وړاندیزونو خبرې وشي، چې افغان دولت وسلوالو طالبانو ته وړاندې کړي دي.

ولسمشر غني نن له غرمې وروسته د تاشکند په غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند سفر وکړ.

د تاشکند په غونډه کې هڅه کیږي، چې د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیان وهڅول شي، چې د افغانستان د سولې او ثبات سره همکاري وکړي.

د تاشکند غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه؛ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میر ضیایوف لخوا رهبري کیږي.

تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، امریکا، روسیه، چین، جرمني ، فرانسه، ایتالیا، بریتانیا، هند، پاکستان ترکیه ایران، عربستان، او عربي متحده امارت د افغانستان د سولې په اړه د غونډې په پای کې اعلامیه خپروي.

د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي؛  د سیمې د شرایطو غوښتنه داده، چې د سولې، سوداګریزې همکارۍ او امنیت په برخه کې ګډه همکاري ولرو.

د ازبکستان د ولسمشرۍ ویاند کامل علم جانوف ویلي، چې ازبکستان غواړي د افغانستان د سولې او سیاسي ثبات لپاره یوازې د تاشکند په غونډه بسنه ونه کړي، بلکې غواړي دغه هڅې څو اړخیزې کړي او روانې یې وساتي.

واشنګټن هم په تمه دی، چې د تاشکند غونډه به د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هدر ناورت وایي: په خواشینۍ، چې تر اوسه طالبانو د سولي د خبرو اترو لپاره چمتوالی نه دی ښودلی، مونږ تمه لرو، چې هغوی به سولې ته راشي؛ ځکه دا یوه ډېره ښه لار ده، چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

یو شمېر لویدیځو رسنیو په کابل کې د امریکا د سفیر له قوله لیکلي، چې د تاشکند په غونډه کې به یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو غوښتنه وشي، چې د افغان دولت د سولې وړاندیزونو ته هرکلی ووايي.

خبریال: علی اصغري 

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …