عاجل خبرونه

د عراق او سوریې داعشیان کیدی شي افغانستان ته راشي- روسیه

(Last Updated On: February 6, 2018)

په کابل کې د روسیې سفیر وايي، ممکن داعشیان په عراق او سوریه کې له ماتې وروسته افغانستان ته راشي.

د ملي امنیت د لوی رییس د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتسکي وایي، چې د طالبانو په واک کې زمونږ هیڅ ډول مرسته نشته؛ خو ځینې چارواکي د جګړې ناکامي د روسیې په غاړه اچوي او یو ځل بیا وایم، چې له طالبانو ملاتړ نه کوو او زمونږ دریځ  نیونه روښانه ده.

دغه روسی دیپلومات ټینګار کوي؛ د دې امکان شته، چې په سوریه او عراق کې د داعشیانو له ماتې وروسته دغه اورپکي افغانستان ته راشي او روسیې هم له افغانستان سره په پولو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي دي.

نوموړی په ډاګه کړې، چې روسیه له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمنه ده او د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخو کې هم همکاري وکړي.

دغه راز په کابل کې د روسیې سفارت د ملي اردو ۳۰ سرتېرو ته په  روسیه کې د زدکړو ۶ کلنه زمینه هم برابره کړې ده.

د پرسونل او تعلیماتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال اقبال علي نادري وایي؛ په داسې حال کې، چې د افغانستان پوځ ځوان دی او له نړیوال تروریزم سره یې جګړه روانه ساتلې؛ خو مسلکي پوځي زدکړې یوه اړتیا ده او زمونږ ځوانان به په روسیه کې له زدکړو وروسته د کدرونو په توګه له ملي پوځ سره د چارو په ترسره کولو کې بشپړه ونډه اخلي.                

له هغې وروسته، چې په افغانستان کې د داعشیانو فعالیت پیل شو؛ په مسکو کې د خطر زنګ ووهل شو، خو د افغانستان په شمال کې د داعشیانو د فعالیت پراختیا روسیه اړه کړه، چې خپل ځواکونه له افغانستان سره په پوله کې ځای پر ځای او په دې توګه پرینږدي، چې داعشیان د مرکزي آسیا هېواودنو ته ورواوړي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …