عاجل خبرونه

د ستایش قریشي قاتل اعدام شو

(Last Updated On: جنوري 4, 2018)

د شپږ کلنې افغان نجلۍ ستایش قریشي قاتل اعدام شو.

هغه تنکی ځوان، چې په ایران کې  پر ۶ کلنې افغان نجلۍ ستایش قریشي د جنسي تېري پر تور نیول شوی و؛ نن سهار پر دار وځړول شو.

د دغه تنکي ځوان د اعدام حکم د کرج ښار په زندان کې تر سره شوی دی.  

افغان کډواله ستایش قریشي، چې د تهران په ورامین سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده؛ تېر کال د یو ایراني تنکي ځوان امیر حسین لخوا تښتول شوې وه او بیا له جنسي تېري او وژلو وروسته یې مړی پر اسیدو سوځول شوی و. د دغې افغان نجلۍ مړی یوه ورځ وروسته له تښتولو د ګاونډ په کور کې پیدا شو.

د بښنې نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو حقوقي سازمان کارپوهانو د ایران له قضایي ارګان څخه د دغه تنکي ځوان د اعدام د مخنیوي غوښتنه کړې وه؛ ځکه، چې نوموړی له ۱۸ کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکی و.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …