د بدخشان ولایت د پولیسو منتظره قطعې قومندان وژل شوی

(Last Updated On: June 24, 2019)

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دغه ولایت د پولیسو منتظره قطعې قومندان سید محمد د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳) د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله وژل شوی دی.

ویل کیږي ، چې په دې پېښه کې د نوموړي یو ساتونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري د پېښې د منلو تر څنګ وایي، چې دغه ماین چاودنه له غرمې مخکې ۱۱ بجې رامنځته شوې ده.

تر دې دمه هیچا د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه کې دوه وروڼه وژلي

(Last Updated On: October 22, 2019)د هسکې مېنې د نرۍ اوبو شینوارو ویلي، افغان ځانګړي …