عاجل خبرونه

د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو

(Last Updated On: July 16, 2018 5:23 pm)

شاهین ۲۰۹  قول اردو مسوولینو ویلي؛ د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو، چې له درندې مرګ و ژوبلې سره هم مخ شوي دي.

د یادې قول اردو چارواکو ویلي؛ له بریدګرو سره په نښته کې، چې ۵ ساعته روانه وه د دوه تاجکستانیانو او دوه سرګروپانو په ګډون ۲۵ وسلوال مخالفان وژل شوي او د اته بهرنیانو په ګډون، چې ډېري یې تاجکستانیان دي ۲۸ طالبان ټپیان شوي دي.

د قول اردو چارواکو دا هم ویلي، چې په دې نښتو کې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …