عاجل خبرونه

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو عمري ښارګوټی بشپړ ړنګ شو

(Last Updated On: February 13, 2018)

امنیتي ځواکونو د تخار ولایت  په درقد ولسوالۍ کې عمري ښارګوټی، چې د طالبانو لخوا جوړ شوی و  بشپړ ړنګ او ویجاړ کړی دی.

امنیتي سرچینو ویلي؛ دغه ښارګوټی په ۴ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، چې ۱۲۰۰ پلورنځيو یې د طالبانو سیمه ییز جنګي لګښتونه پوره کول.

د استخباراتي سرچینو د خبرو له مخې؛ طالبانو دغه ښار د ډاډمن ژوندانه په هیله جوړ کړی و؛ خو دغه فکر او خیال یې د امنیتي ځواکونو لخوا ګډوډ او ښارګوټی یې په پامیر ۱۸ عملیاتو کې ویجاړ او ړنګ شو.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري وایي؛ دغه ښارګوټی، چې په څلور سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی و؛ پېریدونکي او ونډوال یې هم طالبان ول.

د تخار ولایت د ملي امنیت رییس داکتر ګلستان صدیق وایي، د کورنیو طالبانو تر څنګ بهرنیو هغو هم  د ښار ساتنه کوله او له امنیتي ځواکونو سره به جنګیدل.

د نوموړي په وینا؛ ډېرو بهرنیو په ښارګوټي کې د طالبانو د روزلو چارې تر سره کولې.

له تېرو څو کلونو راهیسې درقد ولسوالي د طالبانو ځواکمنه پوځي اډه وه.

د درقد ولسوالۍ د پولیسو قومندان عمر عمر وایي، یوازې د دې ولسوالۍ مرکز مو په واک کې و؛ نورې ټولې سیمې د وسلوالو مخالفانو تر واک لاندې وې.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د عمري ښارګوټي د ویجاړولو ترڅنګ د ینګي قلعه او درقد ولسوالیو څو کلي هم د طالبانو له شتون پاک شوي او  د پامیر ۱۸ عملیات به د ټول درقد تر پاکولو روان وي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره مخ شوې

(Last Updated On: December 13, 2019)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، …