عاجل خبرونه

د تخار د کوچې سیند د غاړې په ولسوالیو کې پوځې عملیات پيل شول

(Last Updated On: فبروري 6, 2018)

مسوولین وایې،  د دوشنبې په ورځ د تخار د کوچې سیند د غاړې په درې ولسوالیو کې پوځې عملیات پيل شول، چې په کې دولس وسلوال وژل شوي، اته نور ټپیان او پېنځه کلي هم د وسلوالو له شتون پاک شوي دي.

د تخار اوسیدونکيو هیله درلوده، چې افغان ځواکونه به د تخار په ۵ ولسوالیو کې عملیات پيل کړي؛ خو داسې ونشوه.

په شمال ختیځ کې د پوځ د لومړۍ لوا د ارکان رییس دګروال سلطان وایي  افغان ځواکونو دغه عملیات په درقد، خواجه بهاوالدین او ینګې قلعه ولسوالیو کې پر لار اچولي دي او مونږ د ټولو درندو وسلو ملاتړ لرو.

د تخار امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري وایي، پامیر ۱۸ عملیات د افغان ګډو ځواکونو له ګډې همغږۍ سره پيل شوي او وسلوالو ته هم درانده تلفات اوښتې دي.

د درقد ولسوالی امنیه قومندان دګروال عمر وایي، طالبان له د مخامخ جګړې ځواک نلري؛ نو، ځکه  د خلکو له کورنو د سنګر په توګه کار اخلي.

په تخار کې د کمانډو کنډک قومندان سیف الدین وایي، پامیر ۱۸ عملیات به د دښمن تر له منځه وړلو پورې روان وي.  

د مسوولینو په وینا؛ له دغو ولسوالیو له پاکولو وروسته به روان عملیات په خواجه غار او دشت قلعه ولسوالیو کې هم پیل شي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …