عاجل خبرونه

د بدخشان پوهنتون د لیلیې په انګړ کي یوې ۱۹ کلنې نجلې ځان ځندۍ کړی

(Last Updated On: اکتوبر 9, 2017)

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، شکریه نومې نجلۍ، چې د بدخشان د شغنان ولسوالۍ اوسیدونکې او د یاد پوهنتون د ټولنیزو علومو د لومړي کال محصله وه؛ د دوشنبې په شپه یې ځان وژنه کړې ده.

 د بدخشان د امنیه قومندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیرسید محي الدین انوري وايي،  څېړنې روانې دي؛ خو تراوسه یي د وژلو لامل نه دی روښانه شوی.

د شکریې د کوټې ملګرې او خپلوان وايي، تر نیمې شپې یي درس وایه؛ خو له څملاستو لږ وروسته له ځایه پاځیدلې ا و د لیلیې په انګړ کې یي ځان ځندۍ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په بدخشان کې یوه نجلې ځان وژنه کوي، بلکې دوه میاشتې مخکې هم یوې اتلس کلنې نجلې، چې شبانه نومیده د فیض آباد ښار په دوه یمه ناحیه کې پر ډزو ځان وژلی و.

په بدخشان کې د ښځو چارو ریاست وايي، د روان کال له پیله تراوسه په دغه ولایت کې د ښځو د ځان وژنې پېنځه پېښې ثبت شوې دي.

د بدخشان د پولیسو په وینا؛ تراوسه د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل روښانه نه دی؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …