د آلمان او افغانستان اقتصادي شورا پرانستل شوه

(Last Updated On: جولای 3, 2018)

په کابل ښار کې د سې شنبې پر ورځ(د چنګاښ ۱۲) د افغانستان او آلمان اقتصادي شورا پرانستل شوه.

مسوولین وایي، د دغې شورا د پرانستې موخه د آلمان او افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د آلمان او افغانستان د شورا بنسټوال محمد الیاس عمر وایي؛ مونږ هیله لرو، چې په دې شورا کې ټول اړوند بنسټونه برخه ولري او په ټول هېواد کې پراخه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، دا شورا په افغانستان کې د آلمان د پانګونې لپاره ګټوره ده.

دوی د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د آلمان د پانګونې غوښتونکي دي.

 

About Ariana News

Check Also

بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې اړو کورنیو ته مرستې ووېشلې

(Last Updated On: جنوري 21, 2019) بیات بنیاد د کابل په لومړۍ ناحیه کې پر …