Connect with us

تازه خبرونه

د آریانا نیوز د ۱۳۹۶ کال د زمری ۲۴ مه

خپور شوی

د

Advertisement

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.

وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینه‌وو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونه‌تپي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!