Connect with us

تازه خبرونه

د آسیا پراختیایي بانک په اقتصادي برخه کې پانګونه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مسوولین وایي، د آسیا پراختیایي بانک غواړي په افغانستان کې د دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وکړي.

په کابل کې د آسیا پرمختیايي بانک مسوولین وايي، چې تر راتلونکيو درې کلونو پورې به په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې تر دوه میلیارد دالرو پورې پانګونه ترسره شي.

دوی وايي؛ په افغانستان کې د لويي پانګونې لپاره خورا زیات فرصتونه شته، چې د کرني، کانونو، ترانسپورت او انرژۍ د تولید په برخه کې به پانګونه تر سره شي، چې له دې سره به په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو ماشین په منظم ډول په حرکت راشي.

په کابل کې د آسیا پرا ختیايي بانک رییس سمویل تومیوا وایي؛ مونږ به په راتلونکیو درې کلونو کې  د کرنې، د انرژۍ د تولید او پر طبیعي سرچینو پانګونه ترسره شي.

د خصوصي سکتورغړي وايي، که په افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک لخوا پانګونه ترسره شي؛ نو دا به هم په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه او هم به له دې سره نورې بهرنۍ  کمپنۍ هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره لیوا له شي.

د افغان او جرمن د سوداګرو شورا رییس جلال الدین سعید وایي؛ د آسیا پراختیايي بانک دغه پانګونه مهمه ده او ډېره پر لویو پروژو پلې کیږي. لکه د کندهار دهلې بند او تر څنګ يی که په کرنه کې هم وشي، یو لړ چارې به راسمې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د آسیا پرمختیايی بانک لخوا په افغانستان کې پانګونه تر سره شي؛ دا به نورې نړیوالې کمپنۍ په هیواد کې پانګونې ته وهڅوي، چې د لته په نور برخو کې هم پانګونه تر سره شي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!