د آزادې مبارزې اتلانو هوتک او مبارز خپلمنځۍ سیالۍ رد کړې

(Last Updated On: April 06, 2017 6:13 pm)

vlcsnap-2017-04-06-18h10m15s234

له څو ورځو راهیسې د آزادې مبارزې د اتلانو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز  د وري د دېرشمې د سیالۍ خبرې تودې وې، چې دواړو په دې نېټه کې خپلمنځۍ سیالۍ ته ټټر وهلی و؛ د ولسي جرګې د ورزش او روغتیا کمیسیون له اته ورځو وروسته دواړه اتلان پخلا کړل او له حکومت یې وغوښتل، چې ژر د المپیک ملي کمیتې او د فوټبال ملي فدراسیون ټاکنې تر سره کړي.

د آزادې مبارزې اتلانو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د ولسي جرګې د روغتیا او ورزش کمیسیون د غړیو او حکومتي چارواکو په شتوالي کې یو بل ته غېږي او لاسونه ورکړل.

د ولسي جرګې د ورزش او روغتیا کمیسیون رییس محمد نعیم لالی حمیدزی وایي، حکومت باید په ورزش کې د نامسووله  کسانو مخه ونیسي.

احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز، چې په خپلو کې د سیالۍ فکر درلود، له پخلاینې وروسته په بشپړ ډاډ څرګنده کړې، چې نور له بهرنیو حریفانو سره د سیالۍ په فکر کي دي.

د آزادو مبارزو د فدراسیون مسوول او اتل باز محمد مبارز وایي، زه به هیڅکله خپل واک و ځواک د ګران هوتک په وړاندې ونکاروم.    

د آزادې مبارزې اتل احمد ولي هوتک ډاډ څرګند کړ، دواړه به د نورو په وړاندې سیالي کوو او په خپلو کې به هیڅکله پر سیالۍ ویاړ ونه کړو.     

د یادونې وړ ده چې احمد ولي هوتک له باز محمد مبارز غوښتي وه، چې په قفس کې به د مخامخ سیالۍ لپاره نېټه وټاکي او مبارز هم د وري دېرشمه د سیالۍ ورځ ټاکلې وه .

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …