Connect with us

بی بی سی پښتو

‘کورونا وېروس افغانستان کې ښځې ډېرې زیانمنې کړې’

منتشر شده

در

(Last Updated On: عقرب ۲, ۱۴۰۱)
مېرمنې

Getty Images
افغانستان کې د کورونا له امله ډیرې برخه ښځې زیانمنې شوي

د ملګرو ملتونو د ښځو اړوندې ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه سروې کې ویل شوي، چې د کورونا وېروس له پیلېدا راهیسې افغانستان کې ښځې له بې کارۍ نیولې تر روغتیايي کړاوو پورې ډېرې اغېزمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اړوند (یو اېڼ ومېن) اداره وايي، کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ ټولو افغانانو ته زیان رسولی، خو ښځې له کاره نیولې تر روغتیایي پاملرنې پورې په ښاري سیمو او ان کمپونو کې یې ترتیبات او اغېزې غیر متناسبې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو او ژغورنې نړیوالې کمېټې یوه سروې ښيي چې په افغانستان کې د کوویډ -۱۹ جندر اغېزو باندې پوهېدو لپاره د ملګرو ملتونو مېرمنو د نړیوالې ژغورنې کمېټې یا د مدني ټولنو استازو سره په ټول افغانستان کې سروې تر سره کړه.

په دې سروې کې تر ډېره پام پر مالوماتو او څېړنې د پالیسۍ پر کار ورټول شوی، چې د کورونا وېروس ناروغۍ له کبله مېرمنې او نجونې اغېزمنې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې التا مېلر ویلي: “زموږ څېړنې اقتصادي ټولنیز او سیاسي زیانونه په ګوته کوي، هغه راپور چې نن یې موږ خپروو، ښيي چې له کورونو تر کورنیو بېځایه شویو وګړو افغان مېرمنې په ځانګړي ډول د اقتصادي او ټولنیزو زیانګاللو له امله زیانمنې شوې دي.”

د کووید ۱۹ د خپرېدو راهیسې چې کومه سروې شوې، پوښتل شویو افغانانو ویلي چې کورونا وبا دوی په روان بده او منفي اغېزه کړې ده.

په دې سروې کې خلکو تر ډېره د ډاکټرانو په کتنځیو کې د ډېر وخت لپاره په تمه پاتې کېدو، د طبي توکو له کموالي او د حفظ الصحې د محصولاتو له کمښت سر ټکولی دی.

دوی وايي، سربېره پر دې د بدن د تقویې لپاره اړینو خوړو ته هم لاسرسی او وس یې نه لري.

کرونا

Getty Images
روغتیايي توکو ته د مېرمنو نه لاسرسۍ یوه بله جدي ستونزه بلل کیږي

د سروې له مخې، په دې ټولو برخو کې مېرمنې له لویو ننګونو سره مخامخې دي، ځکه چې روغتیاپالانې کمې او کلتوري ستونزو، په تېره کلیو کې یې دا ربړه لا نوره هم لویه کړې ده.

دا چې په افغانستان کې ګڼې مېرمنې په نارسمي کارونو بوختې دي، د سروې موندنې ښيي، چې د دې ناروغۍ له پیلېدا راهیسې تر اوسه ډېرې مېرمنې وزګارې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې التا مېلر وویل، افغانستان د سولې او سولې ته د رسېدو په لاره کې پیاوړی اوغوره فرصت لري مګر مېرمنې باید په دې برخه کې بدلون راوستونکې وي چې له زیان رسوونکو سره مبارزه وکړي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!