Connect with us

بی بی سی پښتو

چین: د اویغور مسلمانانو د ټولوژنې تورونه “بې منطقه” دي

منتشر شده

در

(Last Updated On: عقرب ۲, ۱۴۰۱)
Chinese Foreign Minister Wang Yi is seen on a screen as he speaks to reporters during an online press conference, in Beijing

EPA

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر حکومت یې د اویغور مسلمانانو د ټولوژنې تورونه بې منطقه او درواغ دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دا څرګندونې یکشنبه خپل کلني خبري کنفرانس کې وکړې.

د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي حکومت پر چلن نیوکې کړې دي او د “ټولوژنې” نوم یې ورکړی دی.

خو ښاغلي وانګ یي یکشنبه خبریالانو ته وویل، لویدیځ سیاستوال په دې تړاو هر ډول درواغ حقیقت بولي.

نوموړي وویل، چین د هر هغه چا هرکلی کوي چې غواړي شینجیانګ سیمې ته راشي او له نږدې وضعیت وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا تورونه په داسې حال کې ردوي چې د دې هېواد په شینجیانګ ایالت کې د ایغور مسلمانانو لپاره جوړو شویو “تعلمي کمپونو” کې له بشري حقونو د سرغړونو تازه ثبوتونه ترلاسه شوي دي.

پر چین تور لګېدلی چې د اویغور مسلمانانو ښځې په اجباري توګه پېچکاري کوي چې د اولاد زېږولو او د مسلمانانو د نفوس ډېرېدو مخه ونیسي.

پر بیجنګ همدا راز تور دی چې د اویغور مسلمانانو ماشومان یې له خپلو کورنیو جلا کړي دي.

File photo taken on September 11, 2019 shows a woman walking in an ethnic Uighur neighbourhood in Aksu in China's northwest Xinjiang region.

AFP
پر چین تور دی چې اویغور مسلمان ماشومان یې له خپلو کورنیو جلا کړي

د بي بي سي پلټونو هم موندلې ده چې له اویغور مسلمانانو د “کاري ځواک” په توګه ګټه اخیستل کېږي او له جنسي تېري او شکنجې سره مخ دي.

د چین حکومت څه موده وړاندې د اویغور مسلمانانو موضوع او د کورونا وېروس وضعیت د پوښښ له کبله د بي بي سي نړیوال سروس پر تلویزیوني خپرونو بندیز ولګولو.

ملګري ملتونه وایي، کابو یو میلیون مسلمانان د چین حکومت لخوا په اجباري توګه په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي.

خو چین وایي، دا کمپونه په اصل کې تعملي مرکزونه دي او موخه یې “د سخت دریځۍ مخنیوی” دی.

د امریکا د بهرنیو چارو اوسني او پخواني وزیر چین کې له اویغورمسلمانانو سره کېدونکی چلن ټولوژنه بللې ده.

همدا راز د کاناډا او هالنډ پارلمانونو هم د چین حکومت تګلارې ته د ټولوژنې نوم ورکړی دی.

د “ټولوژنې د مخنیوي او سزا ورکولو” په تړاو د ملګري ملتونو کانوینسیون وایي، په قصدي توګه د یو ملت، توکمیزې یا مذهبي ډلې له منځه وړل ټولوژنه ده.

پر چین د دې تورونه له کبله ځینو هېوادونو وړاندیز کړی دی چې په ۲۰۲۲ کال کې چین کې کېدونکو ژمنیو اولمپک لوبو سره دې پرېکون وشي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!