Connect with us

بی بی سی پښتو

پولیسو هغه سړی نیولی چې پاکستانۍ نجلۍ یې ‘تښتولې’ وه

منتشر شده

در

(Last Updated On: عقرب ۲, ۱۴۰۱)

پاکستاني چارواکي وايي، هغه ۱۳ کلنه عیسوي نجلۍ ژغورل شوې، چې د ادعا له مخې تښتول شوې وه او د مذهب له بدلولو وروسته له یوه مسلمان سړي سره واده کولو ته اړایستل کېده.

یوه میاشت مخکې د دغې نجلۍ مور، پلار ادعا وکړه، چې لور یې ۴۴ کلن علي اظهر نومي سړي تښتولې ده. محکمې ځکه دغه پرېکړه وځنډوله چې مخکې نجلۍ په یوه بیان کې ویلي و، چې ۱۸ کلنه ده او په خپله خوښه واده کوي.

خو د مدني فعالانو او ولس له فشار وروسته تازه پرېکړه مخې ته راغلې.

مدني فعالانو او په پاکستان کې د کاتولیک کلیسا مشرتابه غوښتنه کوله، چې دغه نجلۍ په زوره د کم عمرۍ واده او مخکینیو څرګندونو ته اړایستل شوې او محکمه باید پر خپله مخکینۍ پرېکړه له سره غور وکړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځینې خلک د دې پېښې پر ضد د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته هم وتلي وو.

د دوشنبې پر ورځ سند ایالت عالي محکمې پولیسو ته امر وکړ، چې دغه پېغله ومومي. وروسته پولیسو نجلۍ موندلې او رپوټونو کې ویل شوي، د نومبر میاشتې پر پنځمې نېټې به چې محکمه د دې قضیې پرېکړه کوي، په یوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

هغسې چې ادعا کېږي، د نجلۍ تښتونکی هم پر همدې شپه نیول شوی او پر پنجشنبه به محکمې ته وړاندې شي.

د نجلۍ کورنۍ د اکتوبر پر ۱۳ مه لومړی ځل د هغې تري تم کېدو رپوټ ثبت کړی و.

د پاکستان عیسوي قانوني مرستو مرکز ادارې (سي ایل اې اې) مسوولینو دوې ورځې مخکې د نجلې پلار ته ویلي و، چې ښاغلي علي یو نکاح خط چمتو کړی، چې ښيي نجلۍ ۱۸ کلنه ده او د اسلام دین یې منلی دی.

پاکستان

BBC

محکمې ته د نجلۍ خپلوانو له تلو وروسته د اکتوبر پر ۲۷ محکمې نه یوازې نجلۍ هغه سړي ته وسپارله چې د تښتولو تور یې پرې پورې شوی و، بلکې د نجلۍ له کورنۍ یې د خوندیتوب لارښوونه هم وکړه.

مدني فعالانو او مذهبي مشرانو هغه مهال دغه پرېکړه وغندله.

د عیسویانو یوه مذهبي مشر جوزف ارشاد هغه مهال کروکس نو خبري شبکې ته هغه مهال وویل:

دا د دولت مسوولیت دی، چې د هېواد د اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د ماشومو نجونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو په یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي، د سویلي اسیا په لر او بر کې د ماشومانو ودونه اوس هم عام دي.

دغه رپوټ کې راغلي د پاکستان ۲۰ کلنۍ پورې عمر لرونکو ښځو ۲۵ سلنه له اتلس کلنۍ مخکې واده شوې دي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!