Connect with us

بی بی سی پښتو

په افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې کمې شوي

منتشر شده

در

(Last Updated On: عقرب ۳, ۱۴۰۱)
.

Getty Images

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، د دویمې پرله پسې ورځې ثبت شوي پېښې ښيې چې په کورونا اخته کسانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت له خوا خپرې شوې وروستۍ شمېرې ښيي چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ازمويل شویو شاوخوا ۱۵۰۰ مشکوکو ناروغانو ۵۴۶ تنه يې په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته دي.

وزارت دا شمېر د تېرې اونۍ پرتله کم او هیله بښونکی بولي چې له اخېستل شویو معاینو به يې سم نیمايي یا ډېر په کورونا ناروغۍ اخته بلل کېدل.

په تازه پېښو کې يې ډېرې یعنې ۱۷۳ په کابل او ۱۳۲ نورې په لویدیځ هرات ولایت کې ثبت شوي دي، خو دا یوازې ثبتي شمېرې دي، وزارت په دې باور دی چې د هغو کسانو شمېره له دې ډېره ده چې روغتونونو ته نه ځي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۰ تنه نور له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ رغیدلي هم دي چې ورسره د ټولو رغیدلو کسانو شمېر ۸۳۰۰ تنه لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان په لویدیځ او شمالي ولایتونو هرات او مزارشریف کې له شاوخوا یوې اونۍ ځنډ وروسته د کورونا د تشخیص او معاینو لړۍ پیل شوې. دا بهیر هلته د امکاناتو او روغتیايي وسایلو د کمښت له کبله دریدلی و.

.

Getty Images

په دواړو ولایتونو کې دا لړۍ لا هم محدوده ده، په مزارشریف کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یوازې ۱۶ کسان معاینه شوي چې د ۶ کورونا معاینې مثبت وې اودا ولایتونه د ډېرو مثبتو پېښو په کتار کې په دویم او څلورم ځای کې دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، هلته یوازې د ډېرو عاجلو ناروغانو د کورونا معاینې کېږي او د نورو ډېرو تشخیص د نښو نښانو پر بنسټ او کلینکي وضعیت ته په کتو کېږي:

“معاینې لږ محدودې شوي، هغو ناروغانو ته چې په روغتونونو کې بستر دي یا په بد روغتیايي وضعیت کې دي او یا مېندوارې مېرمنې دي، د ټېسټ امکانات لرو له دوی نمونې اخلو او نتیجې يې اعلانیږي، د نورو ناروغانو عمومي وضعیت ته کتل کېږي او له معاینې پرته د معالج ډاکټر تر درملنې لاندې نیول کېږي.”

د عامې روغتیا سرپرست وزیر تېره ورځ هرات ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې د هرات په ګډون په ټولو ولایتونو کې به د کورونا د تشخیص یا کیټونو ستونزه ژر تر ژره حل شي له دې وړاندې په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ورته ستونزو راپورونه ورکړل شوي چې له کبله يې په دې هېواد کې کره شمېرې هم په سختۍ موندلې شي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!