بی بی سی پښتو
د مارچ اتمه؛ د ښځو نړیوالې ورځې په اړه څومره پوهېږئ؟
د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځ نوم به مو ښايي بیا بیا له رسنیو او یا د ملګرو ترمنځ خبرو کې ډېر اورېدلی وي، خو ایا پوهېږئ چې دا ورځ د څه لپاره لمانځل کېږي؟ کله ده؟ د خوښۍ ورځ ده که د اعتراض؟ ایا ترڅنګ یې د سړیو نړیواله ورځ هم شته؟ او همدا راز دا چې سږکال د دې ورځې لپاره څه پروګرامونه پام کې نیول شوي دي؟
له یوې پېړۍ ډېره موده کېږي چې د نړۍ لروبر کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځ په نوم لمانځې. که غواړئ پوه شئ ولې، دا لیکنه درسره تر پایه ولولئ.
۱.څنګه پیل شوه
د ښځو نړیواله ورځ د کارګرانو له یوه غورځنګ سرچینه اخیستې او وروسته ملګرو ملتونو هم د يوې نړیوالې ورځ په توګه منلې او هر کال یې لمانځي.
د دې ورځې تُخم په ۱۹۰۸ کال نیویارک کې د ۱۵۰۰۰ ښځو د یوه اعتراضي لاریون پر مهال، چې دوی پکې د لنډو کاري ساعتونو، ښې تنخوا او مزد او دغه راز د رایې د حق غوښتنه وکړه، وکرل شو.
تر دې یو کال وروسته د امریکا سوسیالیست ګوند د ښځو لومړۍ ملي ورځ اعلان کړه.
د دې ورځې د نړیوال کېدو نظریه د کلارا زېټکېن په نوم مېرمنې لخوا رامخته شوه.
هغې دا وړاندیز په ۱۹۱۰ کال کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړیوال کنفرانس کې مطرح کړ.
په دغه کنفرانس کې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځو ګډون کړی و او په پرېګنده توګه یې دغه وړاندیز ومانه.
دا ورځ په لومړي ځل په ۱۹۱۱م کال په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلنډ کې ولمانځل شوه چې په ۲۰۱۱ کال یې پېړۍ پوره شوه.
سږکال زموږ د ښځو ۱۱۰مه نړیواله ورځ لمانځو.
چارې یې تر هغې وروسته رسمي شوې، چې ملګرو ملتونو هم په ۱۹۷۵ کال د دې ورځ لمانځل پیل کړل.
۲.د ښځو نړیواله ورځ کله وي؟
د مارچ پر اتمه.
د اغلې کلارا وړاندیز کې د ښځو نړیوالې ورځې لمانځلو لپاره کومه مشخصه ورځ نه وه یاده شوې.
دا ورځ (د مارچ ۸مه) تر ۱۹۱۷ کال پورې روسیه کې د جګړې پر مهال د “سولې او ډوډۍ” لپاره د ښځو تر اعتراض پورې نه وه رسمي شوې.
د ښځو همدې څلور ورځني اعتراض د څار (تزار) روسیې رژیم استعفاء ته اړیست او بدل کې یې رامنځته شوې لنډمهاله حکومت ښځو ته د رایې حق ورکړ.
د دغه اعتراض پیل د زیږدیز کال د مارچ له اتمې سره سمون خوړ او له همدې ځایه تر ننه د مارچ ۸مه د ښځو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي.
۳.د ښځو د نړیوالې ورځې رنګونه کوم دي؟
د ښځو د نړیوالې ورځ د ویبپاڼې له مخې ارغواني، زرغون او سپین د دې ورځې رنګونه دي.
ارغواني رنګ د عدالت او ویاړ نښه ده، زرغون د هیلې سمبول دی؛ او سپین د خلوص استازیتوب کوي.
ویل کېږي دغه رنګونه په ۱۹۰۸ کال بریتانیا کې د ښځو له اجتماعي او سیاسي ټولنې سرچینه اخلي.
۴.ایا سړي هم نړیواله ورځ لري؟
له شک پرته؛
د نومبر ۱۹مه د سړیو نړیواله ورځ ده.
خو دا ورځ له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې لمانځل کېږي او ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمیت نه ده پېژدلې.
له دې سره سره د نړۍ ۸۰ هېوادونو کې خلک د سړیو نړیواله ورځ لمانځي.
په ۲۰۲۰ کال دغه ورځ “سړیو او هلکانو لپاره ښه روغتیا” نومول شوې وه.
۵.د مارچ اتمه څنګه لمانځل کېږي؟
د روسیې په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره ملي رخصت وي.
چین کې د دولتي شورا د لارښوونې له مخې ډېرو ښځو ته د مارچ پر اتمه نېمه ورځ رخصت پام کې نیول شوی دی.
ایټالیا کې د ښځو نړیواله ورځ د میموسا غوټیو په ورکړې سره لمانځل کېږي.
د دغه دود لامل مالوم نه دی خو باور دا دی چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته له روم پیل شوی.
امریکا کې د مارچ میاشت د ښځو میاشت ده او د ولسمشرۍ اعلامیه کې د امریکايي ښځو لاسته راوړنې ستایل کېږي.
۶.د ۲۰۲۱ کال لپاره د ښځو د ورځې سرلیک څه دی؟
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال لپاره “ښځې په مشرۍ کې: د کوویډ -۱۹ نړۍ کې برابرې راتلونکې ته رسېدل” د ښځو د نړیوالې ورځې سرلیک اعلان کړی دی.
پر دې سربېره دې ورځې ته ځینې نور نومونه او سرلیکونه هم یادېږي.
د ښځو د نړیوالې ورځ وړیبپاڼې دې ورځ ته ننګونې سره د مخامخېدو #ChooseToChallenge نوم غوره کړی او وايي دغه کار به د ښځو ژوند کې د مثبت بدلون راتګ سره مرسته وکړي.
۷.د دې ورځې اړتیا څه ده؟
د ښځو د نړیوالې ورځې د کمپاین له مخې که دا ورځ نه وي، موږ به یوه بله پېړۍ کې هم جنسیتي برابري ونه لرو.
دوی دا څرکندونې د نړیوالې اقتصادي مجمعې وینا ته په اشارې کوي چې ویلي یې دي “له موږ به څوک خپل ټول عمر کې جنسیتي برابري ونه ویني، ښايي زموږ ماشومان یې هم شاهدان نه اوسي.”
سږ کال دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې امریکا کې په لومړي ځل یوه ښځه کماله هارېس مرستیاله ولسمشره ټاکل شوې ده.
۷سل ښځې
بي بي سي هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ د ۱۰۰ هغو مېرمنو نوملړ خپروي، چې الهام بښونکې او نفوذ لرونکې دي.
موږ د دغو ښځو پر ژوند مستند فلمونه او رپوټونه برابروو.
په ۲۰۲۰ کال د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو نوملړ کې دوه افغان مېرمنې هم وې.
-
ورزش3 روز ago
بازیکن موج ساحل در پیروزی ۱ – ۰ مقابل جوانان واحدی، مستقیماْ از وسط میدان گول را به ثمر رساند
-
تجارت3 روز ago
صادرات افغانستان به ترکیه از طریق خط آهن آغاز شد
-
جهان3 روز ago
برخورد دو هلیکوپتر مالیزیا با یکدیگر در هوا ۱۰ کشته بر جای گذاشت
-
رویداد های اخیر5 روز ago
علاقهمندی تاجران چینی برای سرمایهگذاری در پروژه انتقال آب پنجشیر به کابل
-
اخبار ساحوی4 روز ago
رئیس جمهور ایران برای بهبود روابط برای سفر سه روزه وارد پاکستان شد
-
تجارت4 روز ago
نمایشگاه مشترک افغانستان و قزاقستان تا چهار روز دیگر در کابل برگزار میشود
-
رویداد های اخیر5 روز ago
وزیر سرحدات پاکستان بر بازگشت «عزتمندانه» مهاجران افغان تاکید کرد
-
رویداد های اخیر3 روز ago
در نتیجه سیلابهای اخیر ۱۵۰۰ خانواده متضرر شده اند