بی بی سی پښتو
د امریکا د سترې محکمې لوړپوړې قاضۍ روت ګینزبرګ ومړه
د امریکا د سترې محکمې یوه وتلې قاضۍ روث بیدر کینګرزبرګ د ۸۷ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه. اغلې روت ګینزبرګ د امریکا په سیاست کې د لیبرال دورې یوه وتلې قاضۍ وه، چې تېره جمعه په واشنګټن ډي سي کې خپل کور کې ومړه.
مېرمن ګینزبرګ چې د امریکا د سترې محکمې له نهو نوموتو قاضیانو څخه وه په تېرو څو کلونو کې له څو ډوله سرطان سره مخ وه.
د مېرمن ګینزبرګ مړینه به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مشرانو جرګې (سنا) ته فرصت ورکړي چې په خپله ګټه د سترې محکمې لپاره یوه نوې جمهوریپاله قاضۍ وټاکي.
اوس د سترې محکمې له نهو قاضیانو پنځه یې محافظه کاره دي، چې له دغو دوه یې ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په ورتلو ټاکلي دي.
د عالي دیوان یا سترې محکمې څوکۍ د یو قاضي لپاره دوامداره دي او په هغه صورت کې خپله دنده پرېښودای شي چې یا استعفا ورکړي او یا هم استیضاح شي.
- برتانیا کې لومړنۍ محجبه قاضۍ
- د امریکا یوه قاضي د اعدام حکمونه وځنډول
- د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي
مېرمن ګینزبرګ ته پاملرنه ځکه ډېره وه چې دا په تېرو کلونو کې د امریکا د سترې محکمې د لیبرال دورې یو سمبول بلل شوی او په ژوند یې فلمونه جوړ شوي او کتابونه لیکل شوي.
ګینزبرګ په امریکا کې د ار جي بي په نوم یادیږي، د نوم دغه لڼډیز هغه چاته په امریکا کې کارول کېږي چې ډېر شهرت ولري.
مېرمن ګینزبرګ دویمه ښځینه قاضۍ وه چې امریکا کې عالي دیوان کې یې دنده ترسره کړې ده.
ار جي بي څوک وه؟
مېرمن ګینزبرګ په ۱۹۳۳ کال کې د امریکا په نیویارک کې نړۍ ته سترګې غړولې، مور او پلار یې یهودي کډوال وو. کله چې اولس کلنه وه مور یې مړه شوه په همغه کال د کورنل په نوم یو پوهنتون ته یې لاره پیدا کړه.
له هغې وروسته یې د لومړۍ ميندوارۍ پر مهال د کار ځای ادارې له لوري کار دنده واخیستل شوه او له هغې ټیټه دنده ورته په پام کې ونیول شوه.
په دویمه ميندوارۍ کې له دې وېرې چې بیا ترې دنده وانه خیستل شي له ادارې دغه خبره پټه وساتله.
په کال ۱۹۵۶ کې د هاروارډ پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې زده کړیاله وه او په دېرو ستونزو یې دغه برخه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې.
https://twitter.com/HillaryClinton/status/1307108157408378880
له دې سره چې مېرمن ګینز برګ یوه تکړه زده کړیاله وه، خو کله چې فارغه شوه دنده یې نه شوی پیدا کولی، درې برخو کې له ستونزو سره مخ وه ښځه وه، مور وه او یهودۍ وه.
له دېرو هڅو وروسته په کال ۱۹۶۳ کې د راتګرز پوهنتون کې د حقوقو استاده شوه، په محکمه کې د مېرمنو جنسیتي مسایلو به تل موجود وو.
مېرمن ګینزبرګ په شپږو هغو قضیو کې بریالۍ وه چې د امریکا تر سترې محکمې رسېدلې وې.
غبرګونونه
د امریکا پخوانیو ولسمشرانو او اوسنیو او پخوانیو سیاستوالو د اغلې ګینزبرګ پر مړینه غمشریکي ښودلې ده.
د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر مېرمن ګینزبرګ “یوه ریښتونې لویه ښځه” بللې ده چې په وینا یې “قوي حقوقي ذهن یې درلود او د نر او ښځو د برابرښت یوه قوي مدافعه وه، تل یې عدالت ته کار کړی، ویاړم چې هغه په ۱۹۸۰ کال د امریکا استیناف محکمه کې مې ګومارلې وه”.
د امریکا یوه بل پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم هغه د عدالت او برابرښت یو سمبول بللې چې په وینا یې “د اوسني نسل ډېرو ښځو او پېغلو ته الهام وه”.
جمهوریپال سناتور لیندزي ګرېهام هم پر ټوېټر لیکلي: “د قاضي ګینزبرګ پر مړینه سخت غمجن شوم”.
د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوی اریک ټرمپ هم اغلې ګینزبرګ “د لوړو اخلاقو لرونکې ښځه” بللې ده.
د سپټمبر په ۱۸ د جمعې په شپه د روت ګینزبرګ مرګه د امریکا د رسنیو سر ټکی شو.
ډېری سیاسي لوړ پوړو چارواکو د هغې مرګ یوه ضایعه بللې او د هغې په مرګ یې خواشیني ښودلې او ډېری نورو بیا د هغې د ځای ناستې په اړه بحثونه کړي.
په ۲۰۱۶ کال کې امریکا کې د ټاکنو نوماندې او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، مېرمن ګینزبرګ په امریکا کې د دې په ګډون ډېری نورو مېرمنو ته لاره هواره کړې او هغه یې یوه تکړه فیمینسته (ښځپاله) یاده کړې.
-
رویداد های اخیر4 روز ago
حکمتیار: تفکیک قایل شدن میان مرد و زن در مساله آموزش اشتباه است
-
جهان4 روز ago
دهها فلسطینی هنگام انتظار برای کمک توسط اسراییل کشته شدند
-
جهان5 روز ago
حمله هوایی اسرائیل به یک مرکز کمک رسانی سازمان ملل پنج نفر را کشت
-
رویداد های اخیر3 روز ago
مقام هسپانیهای: اگر افغانستان خشخاش نکارد، هزاران نفر در اروپا میمیرند
-
اخبار ساحوی3 روز ago
هفت سرباز پاکستانی در حمله بر یک پوسته نظامی در وزیرستان شمالی کشته شدند
-
ورزش3 روز ago
ایرلند در اولین بازی ۲۰ آوره افغانستان را با تفاوت ۳۸ دوش شکست داد
-
رویداد های اخیر4 روز ago
آتشسوزی در یک دکان تیل فروشی در هرات جان یک نفر را گرفت
-
رویداد های اخیر2 روز ago
یک حادثه ترافیکی در هلمند ۲۱ کشته و ده ها زخمی بر جای گذاشت