Connect with us

بی بی سی پښتو

د امریکا تاریخ کې مالیې وزارت ته پېژندل شوې لومړنۍ مېرمن څوک ده؟

منتشر شده

در

(Last Updated On: عقرب ۲, ۱۴۰۱)
کماله

Reuters
جنت یلین د بارک اوباما وخت کې د مرکزي بانک مشره وه.

د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد په تاریخ کې اول ځل یوه مېرمن جنت یلین د مالیې وزارت لپاره معرفي کړه.

۷۴ کلنه جنت یلین اقتصاده پوهه او د امریکا د مرکزي بانک مشره پاتې شوې ده.

مېرمن یلین په څو هغو مېرمنو کې ده چې ښاغلی بایډن یې مهم دولتي دندو ته معرفي کوي.

د ټاکلي ولسمشر دفتر د مېرمن یلین د غوره کولو لامل داسې وباله: “هغه به د اقتصادي ځوړ په لور تلونکي هېواد بېرته ستنولو او اقتصاد بهتر رغولو کې له نوي حکومت سره یو ځای شي.”

د نوموړي واک لېږدوونکې ډله وايي، په دا ډول ګومارنو سره په لوړو دولتي دندو کې د ښځو په مخ کې تاریخي بندونه ماتول غواړي.

د سپینې ماڼۍ رسنیزه ډله

سپینه ماڼۍ

Getty Images

جو بایډن او د هغه مرستیالې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ویانده او د بارک اوباما حکومت کې د سپینې ماڼۍ د اړیکو ادارې مشره جېن ساکي د جو بایډن ویانده غوره شوه.

د دې ماڼۍ د رسنیو او عامه اړیکو ټول مهم غړي مېرمنې غوره کړل.

اوس د دې ادارې ټول غړي مېرمنې دي چې دا هم د امریکا په تاریخ کې بې مخینې کار دی.

د دې ادارې مشره کیټ بدینګفلیډ وي چې د بایډن مرستیال ولسمشرۍ کې د نوموړي مطبوعاتي سلاکاره وه.

د مرستیال ولسمشرې کماله هرېس او د جو بایډن د مېرمنې رسنیز مرستیالان هم مېرمنې دي.

دوی به خپل کار د جنورۍ پر ۲۰ پیلوي.

جنت یلین څوک ده؟

مېرمن یلین مخکښه اقتصادپوهه ده او د بارک اوباما – بایډن ولسمشرۍ کې د امریکا د مرکزي بانک مشره وه او له هغه مخکې هم په ۹۰ لسیزه کې د بېل کلېنټن اقتصادي سلاکاره وه.

مېرمن یلین د ۲۰۰۷ کال اقتصادي ځوړ پای ته رسولو کې مهمه څېره بلل کېږي.

نوموړې د امریکا د خزانې مشره هم پاتې شوې او رپوټونه وايي، پام یې د کارګرو پر ژوند د بانکي سیاست د اغېز د څرنګوالي په ارځولو او د طبقاتي واټن زیاتېدو پر پیدا کېدونکو اقتصادي مسلو ټول یا متمرکز دی.

نور څوک انتخاب شوي؟

که تاندن کانګرس کې تایيد شي، نو لومړنۍ اسیايي توکمه به وي چې دا دنده ترلاسوي.

Reuters
که تاندن کانګرس کې تایيد شي، نو لومړنۍ اسیايي توکمه به وي چې دا دنده ترلاسوي.

د ښاغلي بایډن ډلې د دوشنبې په ورځ وویل، د کابینې اقتصادي ډله کې څو مهمې څوک ۍداسې کسانو ته ورکوي چې زړو، مخکښ او د ستر بدلون ایجادولو ته تیار دي.

په دې کسانو کې یو هم ولي ادیامو دی چې ښايي د ماليې مرستیال وزیر معرفي شي.

ښاغلی ادیامو نایجېریا کې زېږېدلی او اوس د بارک اوباما د بنسټ مشر دی.

سیسیلیا روز هم د اقتصادي سلاکارانو جرګې سرمنشيتوب ته غوره شوی دی.

که مشرانو جرګه یې تایید کړي، نو دواړه به لومړني افریقايي توکمه وي چې امریکا کې دا ډول دندې ترلاسوي.

ښاغلی بایډن غواړي نییرا تاندن چې د بارک اوباما حکومت کې د اوباماکر بېمې طراحه وه د بودیجې او پلان ریسه معرفي کړي.

که نییرا تاندن په مشرانو جرګه کې تایيد شي، نو د سوېلي اسیا د توکم لومړنۍ مېرمن به وي چې دغې دولتي دندې ته رسېږي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!