بی بی سی پښتو
ایا سعودۍ ښځې خپل ځان پخپله ودولی شي؟
د سعودي د یوې چارواکې اقبال درندري تر ټویټ وروسته چې له وکیل پرته یې د مېرمنو د ودېدو په اړه د خپل ځان د ودولو د حق په اړه بحث غوښتی و، پر خواله رسنیو د سعودي ښځو بحثونه تاوده شوي دي.
اقبال په خپل ټویټ کې د شرعي علومو څېړونکې او حقوقپوهې سهیله زین العابدین حماد د مقالې ځینې برخې راخیستې او دا حدیث یې هم ذکر کړی چې “له وکیل پرته نکاح نه شته”.
هغې په خپله مقاله کې د پوهنتونونو پر نصاب هم نیوکه کړې ده او وايي چې “د ښځې ځان ودول د زنا دودول” دي.
- سعودي کې له دې وروسته ښځې او نارینه ګډ رسټورانټونو ته تللی شي
- ‘د سعودي زندانونو کې ښځې له جنسي پلوه ځورول شوې’
اقبال په تېره مې میاشت کې د سعودي یوې شورا ته په تېره مې میاشت کې سپارښتنه وکړه چې یوې بالغې نجلۍ ته د وکیل له اجازې پرته د ځان ودولو حق ورکړل شي، خو د دې شورا قضايي جرګګۍ “ددغې سپارښتنې له نه منلو بخښنه وغوښته؛ ځکه چې له شرعي متنونو سره په ټکر کې ده او په نکاح کې د وکیل حضور یو شرط دی.”
“شرعي متن روښانه دی”
د سعودي د شورا د غړې دې ټویټ سعودي عربستان کې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه جوړ کړي او بیا یې دا لانجمن بحث پیل کړی چې “ایا ښځه د خپل ځان ودولو حق لري”.
تر ډېره پر خواله رسنیو لیکل شوي غبرګونونه او تبصرې د اقبال د نظر مخالفې دي.
د ټوېټر یو کارن عبدالمجید په دې اند دی چې “اسلامي شریعت سوپر مارکېټ نه دی” چې د خلکو په خوښه او رغبت دې هرڅه بدل شي.
ډېرو نورو بیا ویلي چې “شرعي متن روښانه دی، چې د ښځې خپل ځان ودول باطل دي.”
محمد الطویلعي بیا د اقبال د دغه نظر په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې هغه “د ټول ولس او د سړو استازیتوب نه کوي.”
“ودېدل د ښځو لومړنی حق دی”
په مقابل کې ګڼو ښځو د اقبال دروندري نظر تایید کړی او د ښځو ودېدل یې د ښځو لومړنی حق بللی دی.
جاهان ویلي: “د بالغو او عاقلو مسلمانو ښځو په توګه دا زموږ حق دی چې د قانون په چوکاټ کې خپل ځان پخپله واده کړو.”
https://twitter.com/toto22930t/status/1303646892807663616
د (سعودي) په نامه یوه بل ټویټر کارن لیکلي: “د وکیل له موافقې پرته پخپله ښځه د ځان ودول او قاضۍ یا وزیره کېدل هغه مسله ده چې وخت ته اړتیا لري.”
ځینو د مصر د مفتي ډاکټر شوقي علام هغه وېديويي کلیپ لاس په لاس کړی چې وايي، که څه هم په دې مسله کې د علماوو اختلاف شته، خو د حنفي مذهب پر بنسټ ښځه یو مخ خپل ځان ودولی شي.
-
رویداد های اخیر4 روز ago
حکمتیار: تفکیک قایل شدن میان مرد و زن در مساله آموزش اشتباه است
-
جهان4 روز ago
دهها فلسطینی هنگام انتظار برای کمک توسط اسراییل کشته شدند
-
رویداد های اخیر3 روز ago
مقام هسپانیهای: اگر افغانستان خشخاش نکارد، هزاران نفر در اروپا میمیرند
-
اخبار ساحوی3 روز ago
هفت سرباز پاکستانی در حمله بر یک پوسته نظامی در وزیرستان شمالی کشته شدند
-
ورزش3 روز ago
ایرلند در اولین بازی ۲۰ آوره افغانستان را با تفاوت ۳۸ دوش شکست داد
-
رویداد های اخیر2 روز ago
یک حادثه ترافیکی در هلمند ۲۱ کشته و ده ها زخمی بر جای گذاشت
-
رویداد های اخیر2 روز ago
یک افغان و چهار تن دیگر بهدلیل ادای نماز در لیلیه پوهنتون در هند مورد حمله قرار گرفتند
-
رویداد های اخیر4 روز ago
آتشسوزی در یک دکان تیل فروشی در هرات جان یک نفر را گرفت