عاجل خبرونه

نړۍ

پاکستان په خپله خاوره کې له ترهګرو سره مبارزې ته خپله هوکړه اعلام کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو له سرچینو او مرکزونو سره مبارزې ته خپله هوکړه اعلام کړه. پر پاکستان له نړیوالو فشارونو وروسته اوس دې هېواد د لفظي بریدونو لپاره نوې پاڼه پرانیسته. پاکستان تورن دی، چې د حقاني شبکې او طالبانو …

نور... »

د افغانستان ۴۵ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي- راپور

د افغانستان ۴۵ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي، یا په کې د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو نښتې روانې دي. په وروستیو کې امریکایی خپرونې لانک وار ژورنال لیکلي، چې پېنځه څلویښت سلنه ولسوالۍ د وسلوالو په کنترول کې دي او یا په کې ښختې جګړې روانې …

نور... »

افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی-عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس څرګنده کړې، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی او له ګاونډیانو هم  ورته تمه لري. د کابل پر هوایي ډګر د چهارشنبې ورځې بریدونه د دې سبب شول، چې د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سفر هند ته یوه ورځ …

نور... »

له حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه د افغانستان ثبات زیانمنوي-ملګري ملتونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې له ملي وحدت حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه به د افغانستان ثبات له خطر سره مخ کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او عواقبو تر …

نور... »

ترمپ د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې

ګارډین ورځپاڼې د یوې سرچینې له خولې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له خپل افغان سیال محمد اشرف غني غوښتي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي، کوم دفتر، چې له دې لارې دوه ځله د افغان دولت پلاوي له طالبانو …

نور... »

د امریکا دفاع وزیر سبا هند ته ځي

د امریکا دفاع وزیر به سبا هند ته ولاړ شي او پر دوه اړخېزو اړیکو سربېره به د افغانستان په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي. ټاکل شوې، چې جیمز متیس په د هند له صدراعظم نرندرا مودي او د هند له نوې دفاع وزیرې سره خبرې وکړي. دا …

نور... »

د فیفا له خوا د کال غوره جایزې نوماندان او مریبان اعلام شول

تېره ورځ فیفا د نړي د فوتبال غوره جایزې نوماندان اعلام کړل، چي د لوبغاړیو په برخه کی کریستاینورونالدو له ریال مادرید، لیونل میسي له بارسلونا او نیمار له پاریسن جرمن د درې وروستیو نوماندانو څخه دی. د مریبانو په برخه کي د ریال مادرید څځه زین الدین زیدان له …

نور... »

پاکستان اوس د ترورستان نوم خپل کړی- اینم ګامبر

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند د استازې مرستیاله وایي، پاکستان د ترهګرو په پاللو او صادرولو د یوې ترهګرې جغرافیې یا ترورستان نوم خپل کړی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند د استازې مرستیاله  اینم ګامبر د ترهګرو په تړاو د پاکستان پر فعالیت …

نور... »

امریکا افغانستان ته د ۶۵۷۶ هاموی موترو جوړول اعلام کړي

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي څواکونو ته د پېنځه څلوېښت اعشاریه نهه میلیون دالرو پر ارزښت ۶۵۷۶ هاموی موترو تړون اعلام کړی دی.   دغه تړون د امریکا دفاع وزارت نوی اعلام کړی دی، چې د جوړولو کار یې په ۲۰۱۸ کې پشپړیږي. هاموی موترد سرتېرو او وسلو …

نور... »

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له خپل امریکایي سیال سره له کتنې وروسته ویلي، واشنګتن له مسکو سره د افغانستان په اړه د همکاریو غوښتنه لري؛ خو د امریکا د بندیزونو لګولو سیاست د همکاریو زمینه کمه کړې ده. په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي …

نور... »

د افغانستان او پاکستان سوله د سیمې اړتیا ده- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله د سیمې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا بولي. افغانستان په داسې حال کې د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې د سفر له کاروان سره یو ځای شوی، چې تر اوسه پورې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې کوي. ولسمشر …

نور... »

ولسمشر غني سوداګر او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني پانګوالو او تاجرانو ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني پرون ماښام په نیویارک ښار کې د اتلانتیک شورا له لوري د خصوصي شرکتونو …

نور... »

افغانستان او پاکستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړي

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره د سولې او امنيت په اړه خبرې کړې دي. افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په خپل تویتر کې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې په ورځ( د وږي ۳۰) يې د پاکستان د پوځ له مشر …

نور... »

د پاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو پېښېمانه شوی

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، چې تېره ورځ د زنبق د څلورلاري د تانکر بم چاودنې په اړه یو تریخ حقیقت څرګندکړی و؛ پښېمانه شوی او خپلې خبرې یې بېرته اخیستي دي.   د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ډاګه کړې، چې د شاهد عباسي له قوله …

نور... »

زرګونه امریکایي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي- جیمز متیس

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې څه باندې درې زره تازه دمي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي. دغه سرتېري به د افغانستان د امنیت خوندي ساتلو کې برخه ولري. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د طالبانو د پرمختګ مخنیوي ته تېره میاشت د …

نور... »

په تېره یوه میاشت کې د جګړې له کبله له۵۰ زره ډېر کسان بیځایه شوي

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي، چې په افغانستان کې د ننه د جګړې له کبله یوازې په اګست میاشت کې یو۵۰ زره ۵۰۰ کسان له پېنځه ولسوالیو، چې ډېر یې د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ دي، بیځایه شوي دي. ملګري ملتونه وايي، چې تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې …

نور... »

ایران د ناقانونه مهاجرینو د بیا ستنولو لپاره لټون پیل کړی

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال اووه سوه دېرش زره افغان کډوال له دغه هېواد وویستل شول؛ خو په دې دلیل، چې افغان حکومت پر خپلو پولو واک نه لری ډېری یې بیا ایران ته ستانه شول. د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي …

نور... »

کیدای شي د کابل د زنبق چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي- عباسي

د پاکستان لومړي وزیر منلې، چې کیدای شي د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د درندې چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي. د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسی له فایننشیل تایمز ورځپانې سره په مرکه کې ویلي؛ ممکن د زنبق په څلور …

نور... »

ولسمشراشرف غني امریکې ته په لاره دی

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په ۷۲ عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکې ته روان شوی دی. ولسمشر غني تېره ورځ ترکمنستان د آسیایي رزمي لوبو د پېنځم پړاو د پرانستې په مراسمو کې د برخه اخیستو لپاره دغه هېواد ته یو ورځنی سفر کړی و. له …

نور... »

ولسمشر غني د م. م د سازمان په ۷۲ ناسته کې د ګډون په موخه له عشق آباده امریکا ته ځي

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني ترکمنستان کې د آسیایي لوبو د رزمي هنرونو په پرانسته کې له ګډون او د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره له لیدنې  وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په دوه اویایمې ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته روانیږي. د ولسمشرۍ مرستیال …

نور... »