نړۍ

ایران د ناقانونه مهاجرینو د بیا ستنولو لپاره لټون پیل کړی

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال اووه سوه دېرش زره افغان کډوال له دغه هېواد وویستل شول؛ خو په دې دلیل، چې افغان حکومت پر خپلو پولو واک نه لری ډېری یې بیا ایران ته ستانه شول. د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي …

نور... »

کیدای شي د کابل د زنبق چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي- عباسي

د پاکستان لومړي وزیر منلې، چې کیدای شي د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د درندې چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي. د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسی له فایننشیل تایمز ورځپانې سره په مرکه کې ویلي؛ ممکن د زنبق په څلور …

نور... »

ولسمشراشرف غني امریکې ته په لاره دی

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو په ۷۲ عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکې ته روان شوی دی. ولسمشر غني تېره ورځ ترکمنستان د آسیایي رزمي لوبو د پېنځم پړاو د پرانستې په مراسمو کې د برخه اخیستو لپاره دغه هېواد ته یو ورځنی سفر کړی و. له …

نور... »

ولسمشر غني د م. م د سازمان په ۷۲ ناسته کې د ګډون په موخه له عشق آباده امریکا ته ځي

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني ترکمنستان کې د آسیایي لوبو د رزمي هنرونو په پرانسته کې له ګډون او د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره له لیدنې  وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په دوه اویایمې ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته روانیږي. د ولسمشرۍ مرستیال …

نور... »

د ناتو له پرېکړې مخکې دې افغانستان ته د تلونکیو سرتېرو شمېر اعلان شي-پیتر پاول

ناتو له امریکا غوښتي، چې د سرتېرو د زیاتولو په اړه دې د دغه سازمان د تازه پرېکړې له اعلان  مخکې افغانستان ته د تلونکیو امریکايي سرتېرو شمېر اعلان کړي. امریکا د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړې؛ خو ناتو وايي؛ دوی نه پوهیږي، چې افغانستان ته …

نور... »

ولسمشر د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د آسیایي رزمي هنرونو د پېنځم پړاو لوبو د پرانستې په  مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسیدلی دی. ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ورسره پلاوی د عشق …

نور... »

ناتو د افغانستان وضعیت ننګونکی بولي

د ناتو د پوځي کمیټې رییس وایي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونکی دی؛ خو په وینا یې له دې هېواد سره د ائتلاف ژمنه کلکه ده. البانیا د ناتو د نهه ویشت غړیو هېوادونو د پوځي کمیټې کوربه دی، چې په کې د افغانستان وضعیت ننګونکی بلل کیږي؛ خو …

نور... »

په پاکستان کې د امریکا بې پلوته الوتکې درې وسلوال مخالفین وژلي

د پاکستان په تر کنترول لاندې سیمه کې د امریکا د څارګرې الوتکې پر یوه برید درې وسلوال مخالفین وژل شوي دي. دغه برید د جمعې پر ورځ پولې ته نږدې په قبایلي سیمه کې رامنځته شوی او په کرمه ایجنسۍ کې یو پاکستاني چارواکي ویلي، چې په دې برید …

نور... »

په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد شوه

د امریکا مشرانو جرګې په افغانستان او عراق کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه لیک رد کړ. د امریکا کانګریس شپاړس کاله مخکې د امریکا پوځ ته په افغانستان کې د جګړې جواز ورکړ؛ خو د دغې جګړې د اوږدیدو له کبله د مشرانو جرګې غړي رند پاول …

نور... »

په نوي ډیلي کې د افغانستان د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه جوړه شوه

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نن په نوي ډیلي کې د افغانستان د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه وکړه.   د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د دغه هېواد او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست تر منځ د …

نور... »

احسان الله بیات د رسنیو او مخابراتو د غوره اجرائيه مدیر جایزه خپله کړه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او آریانا تلویزیون عمومي ريیس انجنیر داکتر احسان الله بیات د نړیوالې مالي مجلې لخوا په دوه زره اووه لسم میلادي کال کې د رسنیو او مخابراتو د غوره  اجرائيه مدیر په توګه معرفي شوي دي.  دغه مجله وايي، چې ښاغلي بیات په افغانستان کې …

نور... »

په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو افغانستان نا امنه کړی- ریچارد اولسن

د امریکا پخواني چارواکي وايي، په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو افغانستان نا امنه کړی دی. په واشنګنن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د سیاسي حل لارې پر موادو غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د افغانستان …

نور... »

له افغان دولت سره دې مرستې مشروطې شي، چې د دیورند کرښه په رسمیت وپیژني- شرمن

د امریکا د استازیو مجلس یو غړی وایي؛ د امریکا دولت باید له افغانستان سره مرستې په دې مشروطې کړي، چې افغان دولت د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني. د افغانستان او پاکستان لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د مالي بودجې د غوښتنې لپاره د امریکا یو دموکرات سناتور وایي، …

نور... »

افغانستان ته ۳۵۰۰ تازه دمي امریکایي ځواکونه رالیږل کیږي

د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ جنګ ځپلي افغانستان ته د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره ۳۵۰۰ تازه دمي سرتېري رالیږل کیږي.   امریکایي ورځپاڼو ليکلي، چې د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس د تړلو دروازو تر شا …

نور... »

د پاک- افغان بهرنیو چارو وزیران به تر دوه اوونیو په نیویارک کې وویني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې صلاح الدین رباني او خواجه آصف تیلیفوني خبرې کړي او هوکړه شوې، چې په نیویارک کې به تر دوه اوونیو د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې وګوري.    دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې …

نور... »

د میانمار یا پخوانۍ برما د مسلمانانو کورونه سوځول شوي

د غربی رسنیو د رپوت له مځې؛ د میانمار یا پخوانۍ برما په رخاین ولایت کې، چې اکثره او سیدونکي یې مسلمانان دي؛ له ۲۶۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي، څه باندې ۴۰۰  کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ګاونډ هېواد بنګله دېش ته کډه شوي، چې دې پېښې د …

نور... »

امریکا پر شمالي کوریا د پوځي ګوزار نیت لري

د امریکا دفاع وزیر تېره ورځ په واشنګتن کې شمالي کوریا ته ګوتڅنډنه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې که شمالي کوریا خپل توغندیز ګواښونه ونه دروي؛ نو د امریکا دراندو پوځي ګوزارونو ته دې ځان ټینګ کړي. د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس له مشاورانو سره د دونلد …

نور... »

په افغانستان کې دې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي- بریکس

  د بریکس غونډې رهبرانو په چین کې خپله نهمه غونډه وکړه. د چین، روسیې، برازیل او سویلي افریقا ولسمشرانو او د هند لومړي وزیر په دې غونډه کې ګډون کړی او په افغانستان کې یې د وسلوالو طالبانو، داعش او حقاني شبکې پر وروستیو خونړیو بریدونو اندېښنه ښودلې ده. …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور کره شمېر اعلان کړ

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کره شمېر اعلان کړ، چې له پخواني شمېر څو زره ډېر دي. د امریکا د تګلارې له اعلان وروسته پنتاګون وایي، په افغانستان کې یوولس زره سرتېري لري؛ وړاندې له دې ویل کیدل، چې اته زره څلور سوه امریکایی سرتېري …

نور... »

نن حاجيان د عرفات په ډګر کې دي

سږ کال د بېلابېلو اسلامي هېوادونو دوه ميلیون کسان حج ته ورغلي؛  گڼو حاجيانو پرون په مسجد حرام کې له لمانځه وروسته منی ته مخه کړه، په منی کې له شپې تېرولو وروسته نن سهار په جوپو جوپو، پلي او سواره د تلبيې او تکبير له ويلو سره د عرفات …

نور... »