عاجل خبرونه

نړۍ

په ټول پاكستان كې د خپلواكۍ ملي ورځ ونمانځل شوه

په ټول پاكستان كې د دغه هېواد د خپلواكۍ كليزه د خاصو مراسمو او لوړ پوړو دولتي اوسياسي گوندونو د استازيو په گډون ونمانځل شوه . د دغه هېواد د خپلواكۍ د ورځې په وياړ په جوړو شويو مراسمو كې د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني، د دغه هېواد …

نور... »

د مكسيكو پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو پټ تونل كشف كړى

د مكسيكو چارواكو اعلام كړى، چې د دغه هېواد پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو تونل، چې درې سوه متره اوږدوالى لري كشف كړى دى. د دوى په باور: له دغه تونل څخه د انسان او نشه يې توكو د قاچاق لپاره گټه اخيستل كيده. د مكسيكو د …

نور... »

په عراق كې له دوه بمي چاودنو څلور وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي

د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د رمادي په سيمه كې د دوه بمي چاودنو له لامله لږ ترلږه څلور كسان وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي. د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د پېښې ټپيان نږدې روغتونونو ته ليږدول شوي دي. تراوسه كومې ډلې د دې پيښې …

نور... »

د انگلستان په روانو ښاري ناآراميو كې د وژنې شمېره پېنځو ته ورسيده

د انگلستان پوليسو د جمعې په ورځ اعلان وكړ، چې په دغه هېواد كې د ورستيو نا كراريو له لامله يو اته شپتنه كلن، چې وړاندې ټپي شوى و؛ د خپلو ټپونو له لامله يې ژوند له لاسه وركړ. له دې سره د دغه هېواد په پيښو شويو ناركراريو كې …

نور... »

د پېښور په لاهورۍ سيمه كې ځانمرگو مرگ و ژوبله رامنځته كړه

د پېښورپه ننيو ځانمرگو بریدونو او بمي چاودنه کې د اووه پولیسو په گډون ۳۵ ته مرگ و ژوبله  اوښتې ده. دا چاودنې نن سهارد پېښور ښار په لاهورۍ سیمه کې وشوې. ويل كيږي،چې دغه بريدونه ځانمرگي وه او يوې ميرمنې هم ځانمرگى بريد ترسره كړى دى. د نړيوالو رپوټونو …

نور... »

پاكستان بايد طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي- مک گاورن

يو امريكايي قانونپوه وايي: د افغانستان جگړه پوځي حل لار نه لري؛ دا كار د يوې ډيپلوماټيكې لارې پرانستې ته اړتيا لري. نوموړى دغه راز ټينگار كوي، چې: پاكستان بايد وسله والو طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي. د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريالې نذيرې عظيم كريمي ته …

نور... »

د ليبيا پلازمېنه بيا ناټو بمبارد كړه

د ليبيا دولتي تلويزيون اعلام وكړ، چې: د جمعې ورځې په سهاريو ځل بيا ناټو پرطرابلس او زلتين ښارونو هوايي بريدونه كړي دي. په دې بريدونو كې ۳۳ تنه وژل شوي هم دي. د معمرالقذافي مخالفينو ويلي، چې په دې بريدونو كې د معمرالقذافي يو بل زوى خميس هم وژل …

نور... »

په پاكستان كې د بندري ښاركراچۍ پر امنيت ساتنې ټينگار څرگند شو

د پاكستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې: د پاكستان په بندري ښاركراچۍ كې  به د امن راوستو لپاره د ترهگرو په وړاندې له جدي چلند  كار واخلي؛ ځكه په كراچې كې د قومي او حزبي ورستيو تاوتريخوالو له كبله ۴۵ كسان وژل شوي دي. د پاكستان د كورنيو چارو …

نور... »

د مصرد پلازمېنې قاهرې په پوځي اكاډمۍ كې د حسنى مبارك محاكمه پيل شوه

د مصرد پخواني ولسمشر حسنى مبارك، د هغه د دوه زامنو، د مصرد كورنيو چارو د پخواني وزير او يوولس نورو يارانو محكمه د دغه هېواد د پلازمېنې قاهرې په يوه پوځي ودانۍ كې پيل شوه. د مصر پخوانى ولسمشر حسنى مبارك په دغه هېواد كې د ده د حكومت …

نور... »