نړۍ

په غزني كې څلور تښتول شوي تركي انجنيران خوشې شول

هغه څلور تركي انجنيران، چې يو كال وړاندې په پكتيا  ولايت كې وسله والو طالبانو تښتولي وه، نن غرمه مهال په غزني ولايت كې خوشي شول . حاجي ظاهر، چې د يادو انجنيرانو په خلاصون كې ځان منځگړى بولي وايي، چې: ياد انجنيران د كوچني اختر په وياړ خوشي شوي …

نور... »

د ليبيا انتقالي شورا پر ډيموكراتيكو اصلاحاتو ټينگار وكړ

د ليبيا انتقالي شورا مشرمصطفى عبدالجليل وايي، چې: دغه شورا به تر راتلونكيو څو اوونيو خپل فعاليت د ليبيا پلازمېنې طرابلس ته را وليږدوي. نوموړى، چې د پاريس له ناستې وروسته ليبيا ته ستون شوى او د بنغازي په هوايي ډگركې يې خبرې پيل كړې؛ وويل، چې ملگرو ملتونو او …

نور... »

په پاريس كې پرليبيا جوړه شوې نړيواله ناسته پاى ته ورسيده

نړۍ شا و خوا ٦٠ مشرانو د ليبيا د ملي انتقالي شورا د ملاتړژمنه څرگنده کړه. دوى د ليبيا د کنگل شويو شتمنيو د خوشې کولو او ډيموکراسۍ ته د انتقال وعده هم وکړه. ناټو خبردارى ورکوي، چې : په ليبيا كې شخړه پاى ته رسيدلې نه ده. د دغه …

نور... »

تركيې د ليبيا د مشر قذافي پنا غوښتنه رد كړه

د تركيې د بهرنيو چارو وزيرهغه خبرونه رد كړل، چې گواكې معمرالقذافي له دغه هېواد څخه  پنا غوښتنې ده. هغه له يوه تركي ټلويزيون سره په مركه كې ويلي، چې د ليبيا انتقالي شورا غړي محمود جبريل تركيه له هغه څه خبره  كړې، چې په ليبيا كې تيريږي. بل خوا …

نور... »

اسرائيلو په غزه كې د يو كوماندان په گډون څلور تنه ووژل

پرغزه د اسرائيلو په هوايي بريد كې يو لوړ پوړى فلسطينى كوماندان له خپلو درې نورو ملگرو سره ووژل شو. د فلسطين خبري منابعو پر وينا: په دې بريد كې مرگ و ژوبله رامنځته شوې او هغه كوماندان هم  ووژل شو، چې د اگست په اتلسمه يې په يو بريد …

نور... »

دليبيا مشرقذافي؛ د شهادت يا بري چغه پورته كړه

وروسته له هغې، چې د لیبیا یاغیانو په طرابلس کې د معمرالقذافي پراستوگنځي یرغل وکړ؛ قذافي وپتېیله، چې: د شهادت یا بري ترسرحده جنگیږي. یوه سیمه يېز تلویزیون ویلي: قذافی په یوه ویډیویي وینا کې ویلي، چې  په طرابلس کې له خپل استوگنځي د ده وتل تاکتیکي حرکت دى. د …

نور... »

د ليبيا مركز طرابلس دولتي ځواكونه څاري- سیف الاسلام قذافي

د لیبیا د مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام نن په مرکز طرابلس کې یوې خبرې غونډې ته خبرې وکړې. پرون، چې کله یاغي ځواکونه طرابلس ته ورننوتل؛ نو ادعاء یې وکړه، چې: سیف الاسلام یې نیولی  او په  څو ساعتونو کې به ټولې سیمې لاندې کړي. سیف الاسلام، چې …

نور... »

د قذافي مخالف ځواكونه د ناټو د چتر لاندې طرابلس ته په ننوتو بريالي شول

د ليبيا د پلازمېنې طرابلس اوسيدونكي هغه وخت په ولولو او خوشحاليو د دغه ښار سركونو ته راووتل، چې د قذافي مخالف ځواكونه طرابلس ته په ننوتو بريالي شول  او د قذافي دوه زامن يې ژوندي ونيول. په همدې حال كې  د دغه ښارخلكو د ښار په يو شمير سيمو …

نور... »

د ليبيا مرکز طرابلس ته د مخالفينو جگړه وغځيده

د ليبيا حكومت مخالف ځواكونه وايي، چې: د قذافي د ډلې څه نا څه څلويښت كسان نيول شوي، چې يو شمېر يې د افريقايي هېوادونو وگړي دي . رويټرز خبري اژانس د طرابلس د اوسېدونکيو له قوله وايي، چې: د پايتخت په څو مهمو سيمو كې  نښتې شوي او د …

نور... »

د پاكستان په كراچۍ كې پر پوليسو وسله وال بريد شوى

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك د هغو پوليسو د ليدنې پرمهال، چې د شنبې په ورځ په كراچې كې پر يو  ترهگريز بريد ټپيان شوي وويل، چې: پاكستان دولت كه په كراچۍ كې ترهگر له منځه يونسي تر هغې به د دوى پر ضد فعاليتونه ونه دروي …

نور... »

د امريكا مالي بحران به چين له ستونزو سره نه مخ كړي- جو بايډن

پداسې حال كې، چې د امريكا ولسمشر مرستيال جوبايډن د چين په پلازمينه بيجنگ كې دى، چينايي رسنيو خپلې ليكنې او خبرونه په امريكا كې د پورونو بحران ته ځانگړې كړي او د دغه هېواد اداره يې ترسختو نيوكو لاندې راوستې ده. چين د امريكا لپاره په نړۍ كې تر …

نور... »

افغانستان دې د درې گونو قواوو د توازن ساتنه غوښته وكړي – امريكا

دامريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي: امريكا هيله لري، چې د افغانستان رهبران د خپلو اختلافاتو د حل لپاره همكاري وكړي. په داسې حال كې، چې د افغانستان دپارلماني ټاكنو پرسرلانجه دوام لري او د دولت د درې گونو قواوو ترمنځ كړكېچ زيات شوى د امريكا د بهرنيو چارو …

نور... »

اسراييلو د غزې پر زيتون سيمه بمبارد كړى

پرغزې د اسراييلو له خوا د هوايي بريد په پايله كې يو تن فلسطيني وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي. د اسراييلو هوايي ځواكونو په دغه بريد كې د غزې ښار لويديځ ته  د زيتون سيمه په نښه كړې ده. اسرايلي چارواكو ادعا كړې ياد بريد يې د …

نور... »

د حسني مبارك او د هغه د دوه زامنو د محاكمې دوه يمه غونډه پيل شوه

د مصر دغه پخوانى ولسمشر د خپل رژيم پرمهال د روان عيسوي كال د جنورۍ په پاڅونونو كې د ۸۵۰ لاريونوالو پر وژنو تورن دى. د حسني مبارك، د هغه د دوه ځامنو او د هغه د رژيم د څو لوړ پوړو چارواكو محاكمه څو ورځې مخكې پيل شوه، خو …

نور... »

د عراق په بېلابيلو ولايتونو كې چاودنو مرگ و ژوبله رامنځته كړې

د رارسيدلو رپوټونو له مخې: د كربالا، نجف، كركوك، الكوت ، تكريت ، ديالي ، الرمادي او المنصور ښارونو كې د شويو چاودنو له لامله تراوسه لسگونه كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده. د عراق د نجف په ښاركې د هغو چاوديدونكيو توكو د چاوديدو له لامله، چې په …

نور... »

په ټول پاكستان كې د خپلواكۍ ملي ورځ ونمانځل شوه

په ټول پاكستان كې د دغه هېواد د خپلواكۍ كليزه د خاصو مراسمو او لوړ پوړو دولتي اوسياسي گوندونو د استازيو په گډون ونمانځل شوه . د دغه هېواد د خپلواكۍ د ورځې په وياړ په جوړو شويو مراسمو كې د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني، د دغه هېواد …

نور... »

د مكسيكو پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو پټ تونل كشف كړى

د مكسيكو چارواكو اعلام كړى، چې د دغه هېواد پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو تونل، چې درې سوه متره اوږدوالى لري كشف كړى دى. د دوى په باور: له دغه تونل څخه د انسان او نشه يې توكو د قاچاق لپاره گټه اخيستل كيده. د مكسيكو د …

نور... »

په عراق كې له دوه بمي چاودنو څلور وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي

د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د رمادي په سيمه كې د دوه بمي چاودنو له لامله لږ ترلږه څلور كسان وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي. د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د پېښې ټپيان نږدې روغتونونو ته ليږدول شوي دي. تراوسه كومې ډلې د دې پيښې …

نور... »

د انگلستان په روانو ښاري ناآراميو كې د وژنې شمېره پېنځو ته ورسيده

د انگلستان پوليسو د جمعې په ورځ اعلان وكړ، چې په دغه هېواد كې د ورستيو نا كراريو له لامله يو اته شپتنه كلن، چې وړاندې ټپي شوى و؛ د خپلو ټپونو له لامله يې ژوند له لاسه وركړ. له دې سره د دغه هېواد په پيښو شويو ناركراريو كې …

نور... »