عاجل خبرونه

نړۍ

د چین په درې اړخيزه ناسته کې پر کاري ډلو او میکانیزمونو هوکړه وشوه

  د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزې خبرې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۵) د دغه هېواد په پلازمېنه بيجنګ کې پيل شوه او په کې پر کاري ډلو او یو لړ میکانیزمونو هوکړې رامنځته شوې. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، …

نور... »

لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي- کابلوف

روسیه وايي؛ لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي، چې دې کار روسیې او منځنۍ آسیا ته ګواښ رامنځته کړی دی. روسي رسنیو د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف په حواله څرګندوي، چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې او افغانستان …

نور... »

افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري

 د آریانا نیوز خبریال له آتنه په ډاګه کوي، چې افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري؛ ځینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او شپې پر سړکونو تېروي. افغان ځوانانو ټوله شتمني لیلام کړې؛ زرګونه یورو یې لګولي، چې اروپایي هېوادونو ته دننه شي،  اروپا …

نور... »

د امریکا نوې تګلارې د افغانستان په جګړه کې بندون مات کړی- ترمپ

د امریکا ولسمشر خپله نوې تګلاره، چې افغانستان او جنوبي آسیا ته یې په اګست میاشت کې اعلام کړې، بریالۍ بولي؛ ځکه د هغه په باور په جګړه کې بندون مات شوی او یاغي ډلې آرامه ندي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، چې زمونږ سرتېري نور په افغانستان کې …

نور... »

نړیوال سرتېري بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي او جګړه کوي

په افغانستان کې د جګړې شدت نړیوال سرتېري اړ کړي، چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راستانه شي او جګړه وکړي.  د امریکا کانګرس وايي، چې د سږکال په لومړنیو شپږ میاشتو کې امریکايي ځواکونو په دوه سوه یو شپیته جګړه ییزو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره …

نور... »

د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان فضا ته روان شول

د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان نن یکشنبه د قزاقستان له فضایي ستیشن څخه فضا ته روان شول. دغه درې واړه فضانوردان، چې د روسیې په سیوز فضایي راکت کې د نړیوالې فضایي اډې پر لوري لېږدول کېږي، شپږ میاشتې به په دغه فضایي اډه کې ماموریت سرته رسوي. …

نور... »

د پاکستان په کوټه کې پر کلیسا ځانمرګي برید ۸ کسه وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي

په پاکستان کې چاواکي وایي، په کوټه کې پر یوې کلیسا ځانمرګي برید لږ تر لږه ۸ کسه وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي. د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي په ډاګه کړې؛ په دغه برید کې، چې نن یکشنبه د بیتل میموریال پرکلیسا وشو، لږ تر …

نور... »

امریکا غواړي له افغان ځواکونو روسي وسلې ټولې کړي- لاوروف

د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې روسي وسلې ډېرې کارول کیږي او هر جنګیالی پرې بلد دی؛ خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نیوکه کوي او وایي، چې امریکا غواړي له افغان ځواکونو روسي وسلې ټولې کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، امریکا له …

نور... »

له امریکا سره د ترهګرۍ په وړاندې ګډې مبارزې ته چمتویم

د افغانستان په شمال کې د داعشیانو حضور او فعالیت پوتین اندېښمن کړې او په دې باور دی، چې د داعشیانو ګواښ د هرې ورځې له تېرېدو سره پراخیږي؛ نو اوس یې په افغانستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له امریکا سره همکاریو ته چمتوالی څرګند کړ. …

نور... »

پاکستان له افغانستان سره ګډو همکاریو ته چمتوالی ښودلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان پوځي استازي د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې ښه والی راغلی دی او دواړو لوریو …

نور... »

چین، هند او روسیې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې

د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې ده. نوی ډیلي د دوشنبې پر ورځ د سیمې د درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و، چې د دې ناستې اصلي محور له ترهګرۍ سره …

نور... »

عرب لیګ له امریکا څخه د شوې پرکړې د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه

د عربي ټولنې یاعرب لیګ په مصر کې له امریکا وغوښتل، چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د منلو پرېکړه بېرته واخلي؛ ځکه، چې له دې سره په سیمه کې تاوتریخوالی ډېرېږي. په قاهره کې د عربي ټولنې ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ ناسته کې وویل، …

نور... »

داعش به په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر دوزخ ته ولیږم- ترمپ

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ، چې داعش به په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر دوزخ ته ولیږي او په افغانستان کې د ناتو ماموریت اغېزمن ګڼي. ولسمشر ترمپ  د جمعې په ورځ په فلوریدا ایالت کې د افغانستان وضعیت ته په نغوته (اشاره) کې وویل، د …

نور... »

نوی ډیلی به د دوشنبې په ورځ د چین، هند او روسیه د ۱۵ ناستې کوربه وي

ټاکل شوې  دوه ورځې وروسته د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان  او سیمې په اړه په نوي ډیلي کې ۱۵ ناسته تر سره کړي. روسیه د افغانستان د شخړې د حل لپاره پر ناپوځي لارو ټینګار کوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، …

نور... »

د پاکستان لخوا افغانستان ته ۷ مخیز لیک سپارل شوی

ځینې رپوټونه وایي، چې پاکستان افغان دولت ته د سولې په تړاو هڅو کې د همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي اووه مخیز لیک سپارلی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان په چلند کې بدلون نه دی راغلی. د ولسمشر …

نور... »

فیسبوک ته د ماشومانو مسنجر وروپېژندل شو

فیسبوک شرکت خپل نوی پیام رسوونکی، چې د کال ماشوم ته ځانګړی شوی د ماشوم مسنجر په نوم  وړاندې کړی دی. فیسبوک په ډاګه کړې؛ د دغه مسنجر کاروونکي، چې Messenger Kids نومیږي؛ له ۱۳ کلونو د ټیټ عمر لرونکي دي. پلار او مور مو له دې وروسته کولی شي، …

نور... »

د نشه يي توکو د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی- جان سپکو

د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې پلټونکي ویلي، چې د نشه يي توکو د کرکیلې او تولید د له منځه وړلو پرته پر وسلوالو طالبانو بری ناشونی دی. په افغانستان کې د نشه يي توکو پر امبارونو او کارخونو د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو …

نور... »

د ترکيې څارنوالانو په پوځ کې د ٣٦٠ کسانو د نيولو حکم صادر کړ

د ترکيې څارنوالانو په پوځ کې د امريکا ميشتي مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلويانو د په نښه کولو د عملياتو په لړ کې د ٣٦٠ کسانو د نيولو حکم صادر کړ. د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو نن په دې اړه راپور ورکړ. د اژانس په حواله، د …

نور... »

مېرکل د درېيو ګوندونو جوړ ائتلاف په تشکيل کې ناکامه شوه

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل ونه‌توانېدله له درېيو ګوندونو جوړ يو ائتلاف تشکيل کړي. له دې سره په دغه هېواد کې د نويو پارلماني انتخاباتو امکان ته زمينه برابره شوه. په پام کې وه دغه ائتلاف د هغې له محافظه‌کار مسيحي ډيموکراتانو، زرغون او تجارت پلوه خپلواکو ډموکراتانو تشکيل شي. …

نور... »

په ایران کې ملي ماتم اعلان شوی

په ایران کې نن سې شنبه ملي ماتم دی. د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ ته رسېدلی دی. د دې زلزلې کچه ۷،۲ ریختر درجې ښودل شوې چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي. زلزله د …

نور... »