عاجل خبرونه

نړۍ

په امريكا كې د سعودې عربستان د سفير وژنې په تور دوه ايرانيان نيول شوي

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې: د ایران پر ضد به نور اقدامات هم وکړي. دا خبره له هغې وروسته شوې، چې امریکايي چارواكو وویل: دوی د دوه کسانو هغه توطیه شنډه کړه، چې ویل کیږي د ایران له حکومت سره یې اړیکه درلوده او غوښتل یې، چې په متحد ایالاتو …

نور... »

د روسيې لومړى وزير پوتين په دوه ورځيني سفر چين ته رسيدلى

چين ته  د روسيې د لومړي وزيرولاديمير پوتين سفر په داسې حال كې تر سره كېږي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې چين او روسيې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دوه دايمې غړيو په توگه د سوريې په  وړاندې د لويديځ پرېكړه ليك رد كړه. په پام كې ده، …

نور... »

په مصر كې څه ناڅه ۲۲۴ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده

د مصرلومړي وزير د تلې په ۱۸پر خلکو غږ كړى، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د حسني مبارک  له واکمنۍ  وروسته، د  خونړيو نښتو په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي اوڅه نا څه ۲۰۰ تنه  زخمیان شوي دي. …

نور... »

هندي خوږ غږى جگجيټ سنگهـ له ورپيښې ناروغۍ مړشو

د غزل د ټنگ ټكور وتلىسندر غاړى جگجيټ سنگهـ په مغزو كې د وينې توييدنې د ناروغۍ پر لامل د دوشنبې په ورځ(د تلې په ۱۸) د هندوستان په ممبيي كې د اويا كلنۍ په عمر د ليلاواتي په روغتون كې سا وركړه. جگجيټ سنگهـ  پردې سربېره، چې د هندوستان …

نور... »

په امريكا كې د مالي بحران او جگړې د دوام پر ضد پراخ لاريون پيل

معترضينو په خپلو انټرنيت پاڼو كې ويلي، چې: په پام كې لري، چې د واشنگتن ډي سي ميدان د قاهرې د التحرير پرميدان برل كړي. د لاريون كوونكيو بله غوښتنه په افغانستان كې د جگړې درول دي . په هغه لاريون كې، چې د نيويارك په وال سټريټ سيمه كې …

نور... »

په چيلي كې د زده كوونكيو لاريون بېلابېل غبرگونونه رامنځته كړي

د چيلي له پوليسو سره د لاريون پرمهال د محصلينو د اخ و ډب له لامله د څلور پوليسو په گډون پېنځه تنه سخت ټپيان شوي او له اتلس كلونو څخه د كم عمر د ۳۳ ځوانانو په گډون شاوخوا دوه اويا تنه نيول شوي دي. د رسنيو د رپوټونو …

نور... »

له سياسي خبرو پرته د افغانستان ستونزه بله د حل لارنلري- ډيميستورا

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى سټيفن ډيميستورا وايي، چې: د سولې د عالي شورى د رييس له وژنې سره، سره اوس هم د سولې خبرو ته فرصت شته. نوموړي په نيويارك كې څرگنده كړې، چې: د سولې عالي شورى د رييس استاد برهان الدين رباني وژنه بايد …

نور... »

د معمرالقذافي مخالفو ځواكونو د سرت ښار بندر ونيولو

د نړيوالو رسنيو د رپوټونو په حواله ويل شوي، چې: د معمرالقذافي مخالف ځواكونه توانيدلي، چې د سرت ښار بندر په خپله ولكه كې راولي . دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو هوايي ځواكونو هم د ياد ښار د بندر پريو شمېر سيمو هوايي بريدونه ترسره كړي …

نور... »

امريكايي سناتور گرام پرپاكستان د پوځي بريد ارزونه غوښتې

دامريكا د مشرانو جرگې د پوځي كميټې غړى ليندسي گراهام وايي: هېواد يې بايد له پاكستان سره د مرستو په اړه فكر وكړي او هغه بندې كړي . نوموړى وايي: كه هېواد يې پر پاكستان د پوځي اقدام هوډ وكړي؛ نو د امريكا دواړه جرگې به يې ملاتړ وكړي. افغان …

نور... »

د طرابلس په جنوب کې ډله ییز قبر موندل شوی

د لیبیا ملي انتقالي شورا وايي، چې: د طرابلس په جنوبي برخه کې ابوسلیم زندان ته نژدې یې یو ډله ییز قبر موندلی، چې له ۱۷۰۰ څخه زیات مړي په کې ښخ دي. ملي انتقالی شورا وویل: دغه مړي پر ۱۹۹۶ع کال په ابوسلیم زندان کې له بلوا وروسته دلته …

نور... »

د عراق په كربلا كې څلور چاودنو ۴۲ تنو ته مرگ و ژوبله را منځته كړه

د رپوټونو له مخې ، په دې چاودنه كې دولس كسان وژل  شوي او لږ ترلږه دېرش نور ټپيان دي. ويل كيږي، چې څلور واړه چاودنې د هغو بمونو د چاوديدو له لامله رامنځته شوي، چې په بېلا بېلو موټرو كې ځاى پرځاى شوي وه. د يكشنبې په سهار(د تلې …

نور... »

د تركيې په پلازمېنه انقره كې چاودنه رامنځته شوې

د تركيې په پلازمېنه انقره كې پرون (د وږي په ۲۹) د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له لامله لږ تر لږه دوه كسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي . د تركيې پوليسو ويلي: داسي اټكل كيږي، چې د انقرې په كيزيلا ډگركې دغه چاودنه له موټر …

نور... »

د افغانستان د فوتبال ۱۶ ټيم ته پاكستان ماتې وركړه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ كلنو ملي لوبډلې تېره شپه(د وږي په ۲۹) د آسيايى سياليو په لړ كې د خپلې څلورمې لوبې په بهير كې درې د يو په مقابل كې ماتې وخوړه. افغان لوبډله به نن خپله وروستۍ سيالي د مالډيف له لوبدلې سره پاى ته رسيږي. دغه …

نور... »

پاكستانيو طالبانو په كراچۍ كې د ځانمرگي بريد مسوولت منلى

سمه ييزو طالبانو د خطونو په ليږلو او د مشكوكو ټيليفوني اړيكو په نيولو ده ته گواښ كاوه له پاكستانيو طالبانو سره اړوند يو ځانمرگي بريد كونكي د دوشنبې په ورځ(د وږي په ۲۸) په كراچې كې د پاكستان د جنايي جرمنو پر ضد  د څېړنو سازمان د سرپرست محمد …

نور... »

پاكستان له حقاني شبكې سره اړيكې لري- كمرون مونټر

په اسلام اباد كې د امريكا متحدو ايالتونو سفير كمرون مونټر وايي، چې: د پاكستان له دولت څخه غواړي، چې لدې شبكې سره خپلې اړيكې وشلوي. مونټرپه داسې حال كې پاكستان له حقاني شبكې سره په اړيكو درلودلو تورنوي، چې دا شبكه د كابل د عبدالحق په څلورلاري كې د …

نور... »

لويديځ او ناټو ځواكونو د ليبيا بېخبنايي ستنې نړولي دي- ايت الله خامنه اي

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه اي د ليبيا پاڅون كوونكيو ته خطاب كې ويلي، چې: لويديځ هڅه كوي يو ځل بيا په دغه هېواد كې خپل لاسپوڅي واكمن كړي. هغه، چې په تهران كې د اسلامي ويښتيا نړيوال كنفرانس ته خبرې كولې زياته كړه، چې: د ناټو او …

نور... »

پاكستان له حقاني شبكې سره په مبارزه كې پاتې راغلى- ليون پانيتا

پاكستاني چارواكو د امريكا د دفاع وزيرهغه څرگندونې په كلكه رد كړي، چې وايي: پاكستان له حقاني شبكې سره په مبارزه كې پاتې راغلى دى . د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د امريكا د دفاع وزيرليون پانيتا ورستۍ څرگندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاكرې او پاليسۍ خلاف بللي …

نور... »

كامرون او ساركوزى د ليبيا مركز طرابلس ته رسيدلي

د انگلستان لومړى وزير ډيويډ كامرون او د فرانسې ولسمشر نيكولاس ساركوزى د انتقالي شورى له رهبرانو سره د خبرو لپاره د ليبيا مركز طرابلس ته رسيدلي، چې د ليبيا د انتقالي شورى رييس مصطفى عبدالجليل ترې له معمرالقذافي د فاداره ځواكونو د ځپلو لپاره د وسلو او مهماتو غوښتنه …

نور... »

د پاكستان په سيند ايالت كې د سېلابونو پرلامل څه نا څه ۲۰۰ كسان مړه شوي

ويل كيږي د دغو سېلابونو له كبله د كراچۍ په اقتصادي او سوداگريزښاركې ټولې چارې په ټپه دريدلي دي. د ور كړ شويو رپوټونو له مخې په تېرو څو ورځو كې له دغو سېلابونو دوه سوه اتيا زره كورنۍ  بې كوره شوې دي. ويل كيږي د خرابې هوا له كبله …

نور... »