عاجل خبرونه

نړۍ

د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې روسیه لاس لري- ناتو

د ناتو د لویدیځو هېوادونو غړیو په روسیې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې لاس لري. د ناتو مشرانو ویلي: که روسیه له خپل دریځ څخه لاس وانخلي، نور فشار به هم پرې راوړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې …

نور... »

په بریتانیا کې د ویلز ناسته د افغانستان اقتصادی ودې ته گټوره ده

د هيواد د سوداگرۍ او صنایعو خوني چارواکي وايي، چې د ویلز په ناسته کې د افغانستان ماموریت او له امنیتي ځواکونو سره د مرستو غزول یې د خبرو لومړیتوبونه جوړوي؛ خو د افغانستان د اقتصادي نظام د ودې له پاره ډېره گټوره ده.   د ویلز ناسته د پنجشنبې …

نور... »

د پاکستان په اسلام اباد کې پرلاریون کوونکیو پلاستیکي مرمې توغول شوي

په اسلام آباد کې پولیسو د دولت پر مخالفو لارویون کوونکیو پلاستیکي مرمۍ او اوښکې بهونکی گازکارولی، چې  تر اوسه ترې له ۴۵۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ۱۰۰ نور لاریون کوونکي نیول شوي؛ خود ځینو خبري سرچینو په حواله ۲۶ پولیس هم ټپیان شوي دي. لاریون کوونکیو …

نور... »

د امریکا لسگونه اوسیدونکي د اسلامي دولت په پلوۍ په جنگ کې برخه لري

د امریکا استخباراتو ویلي، چې د امریکا لسگونه اوسیدونکي سوریې ته رسیدلي، چې د اسلامي دولت په پلوۍ په جنگ کې برخه واخلي. اسلامي دولت د څو میاشتو راپدیخوا د جگړې په ډگر کې دي او پراخې جغرافیايي سیمې یې نیولي هم دي. اروپایي او امریکایي چارواکو څرگندهکړې، چې د …

نور... »

خلک دې حکومت ته د ماليې او برښنا د لگښت له ورکړې ډډه وکړي- عمران خان

د پاکستان د (تحريک انصاف)مشر عمران خان له خلکو غوښتي، چې د واکمن گوند په وړاندې د احتجاج په توگه دې جکومت ته د ماليو له ورکړې ډډه وکړي او د برښنا د لگښت بيه دې نه ورسپاري. د عمران خان پلويانو د لومړي وزير د دفتر په لوري د …

نور... »

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي

د عراق کردي چارواکي وايي، د عراق د شمال په یو کلي کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي دي. یو لوړ پوړي کردي چارواکي ویلي، چې په عراق کې د اسلامي دولت اورپکي تېره ورځ غرمه مهال یاد کلي ته ورننوتي او د ایزدیانو پر عاموژنه یې …

نور... »

که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ به پر داعش برید وکړي- اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د امریکا هوایي ځواک د عراق کډوالو ته بشردوستانه مرستې پیل کړي دي؛ که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ اجازه لري، چې په عراق کې د داعش پر مرکزونو برید وکړي. د ملگرو ملتونو امنیت شورا د جهادي …

نور... »

په غزه کې امنیت شوار د اوربند غوښتنه وکړه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ( دزمري۶ ) خپله بېړنۍ غونډه په غزه کې د اوربند غوښتنې ته ځانگړې کړه. په دې بېړنۍ ناسته کې د کوچني اختر په منسبت د اوربند پر غوښتنه ټینگار شوی دی امنیت شورا له اسرائیلو او حماس غوښتنه کړې، چې په …

نور... »

روسیه عراقي حکومت ته پوځي چورلکې او جنگي الوتکې ورکوي

د روسیې دفاع وزیر له خپل سیال سره په کتنه کې نه یوازې عراقي حکومت ته پر پوځی تجهیزاتو او د وسلو په برابرولو هوکړې ته رسیدلي، بلکې عراقي سرتېرو ته به پوځي روزنه هم ورکوي. د فرانسې خبري آژانس د روسیې د یوې پوځي سرچینې پربنسټ وايي: روسیې اوسمهال …

نور... »

امنیت شوری په غزه کې د اوربند بېړنې غوښتنه وکړه

د ملگرو ملتون امنیت شوری د تړلو دروازو تر شاه د غزې پر امنیتي حالت  او په کې د اوربند پر ځرنگوالي خبرې وکړې. دې شوری د یکشنبې د شپې د بېړنۍ ناستې پر مهال په ډاگه کړې، چېپه غزه کي د تلفاتو پر ډېریدوژوره اندېښنه وښوده. این شورا در …

نور... »

په تېرو دولس ورځو کې څه باندې۳۳۰فلسطینیان وژل شوي دی

فلسطینيچارواکيوايي،پهتېرودولسورځوکېپرغزه د داسرائیليځواکونوپههوايي بریدونو کېڅهباندې۳۳۰تنهوژلشويدي. اسرائیلودجولایپهاتمهدحماسدوسلوالودراکټي بریدونو پهځوابکېپرغزههواييعملیاتپيلکړل. زرگونهپيادهاسرائیليعسکردجمعېپهورځدحماسدوسلوالودپټوځایونواوراکټویشتونکیودویجاړولولپارهغزېتهننوتل. داسرائیلپوځوايي،چېدجمعېپهورځې يې دوهعسکر،داسرائیلو خاورېتهدحماسدیوشمېروسلوالودننوتلودمخنیويپرمهالپهنښتهکېووژل شول. لهدېسرهداسرائیلوتلفاتپېنځه تنوتهرسیږي. په دې عملیاتوکېدوهملکياسرائیلاویوعسکرچېظاهراپهتېروتنهویشتلشوی و،وژلشويدي. ټاکل شوې د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي. له دیارلس ورڅو را پدیخوا اسرائیلو پر غزې بریدونه پیل …

نور... »

اسرائيلي پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي

د رپوټونو له مخي د اسرائيلو پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس په وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي.د اسرایيل لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو ویلي: له دغو عملیاتو موخه د هغو بنسټونو له منځه وړل دي،چې په اسرائيلو راکټي بریدونه کوي. عیني شاهدان وايي، چې شاوخوا لس ټانکونه له اسرائيله …

نور... »

اسرائیلو او حماس په ۵ ساعته اوربند هوکړه وکړه

اسرائیلو او حماس په غزه کې وروسته له نهه ورځو نښتو په ۵ ساعته اوربند هوکړه وکړه. دغه اوربند په محلي وخت نن لس بجې پیل شوي او تردرې بجو به روان وي.     حماس او اسرائیلو ویلي دغه انسان دوستانه اوربند د ملگرو ملتو لخوا وړاندیز شوی، چې …

نور... »

په عراق کې به د امریکا هوایي ځواکونه د خبلو پوځیانو ساتنه کوي

د نوري المالکي په مشرۍ عراقي حکومت له امريکا څخه پر داعش د هوايي بريدونو د کولو غوښتنه کړې وه؛ خو امريکا وايي، په مخامخ جگړه کې به برخه وانخلي. د پنتاگون د خپرپاڼې له مخې د امریکا بې بلوته الوتکې به یوازې د خپلو پوځي ځواکونو د ساتنې لپاره …

نور... »

د پاكستان لومړى وزير دې په ۲۴ ساعتونو كې ونيول شي

د پاکستان سترې محکمې د برېښنا په یوه تړون کې راجا پروېز اشرف په درغلۍ تورن كړ او هغه د نیولو امر شوی دی. د پاكستان سترې محکمې ویلي، چې دغه تړون په ۲۰۱۰ م کال کې هغه مهال، چې اشرف د اوبو او برېښنا وزیر و تر سره شوى …

نور... »

د تركيې په يو پوځي مركز كې وسله والو۴۲ پوځيانو ته مرگ و ژوبله اړولې

په هغه بريد كې، چې وسله والو د تركيې او عراق د سرحدي پولې پر يو پوځي مركز تر سره كړى؛ ۲۴ پوځيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. د تركيې دولت د كردانو پي كا كا كارگري گوند تورن كړى، خو دغه گوند د بريد پړه منلې نه …

نور... »

ستړي طالبان د کويټې په خروټ اباد کې دمه کوي- اکسپريس ټريبيون ورځپاڼه

د پاکستان چاپ اکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې(د تلې ۲۵) په گڼه کې د طالبانو د جلب و جذب اوسېدو، درملنې او افغانستان ته پرموټر سايکلونو د لېږنې په اړه يو مفصل راپور چاپ کړی. په دې راپور کې ويل شوي، چې : د کوټې د خروټ آباد …

نور... »

په امريكا كې د اقتصادي سيټم پر ضد پيل شويو نيوكو نړيواله بڼه خپله كړه

د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې د اقتصادي سيسټمونو پرخلاف نيوكې مخ په زياتېدو دي. د دغو اعتراضونو په دوه يمه ورځ  د امريكا په نيويارك، د كاناډا په تورنټو، د انگلستان په لندن او د نيو زيلانډ په اوكلنډ ښارونو كې د اقتصادي سيسټمونو پر خلاف اعتراضونه شوي …

نور... »

فیلیپ هامونډ د انگلستان د دفاع وزير په توگه غوره شو

د انگلستان لومړي وزير د دغه هېوا د ټرانسپورت پخوانى وزيرفیلیپ هامونډ د ليام فاکس پرځای د بریټانیا د دفاع  وزير په توگه وټاكه. دا په داسې حال كې ده، چې دانگلستان د فاع وزيرليام فاكس پرون له خپلې دندې استعفا وركړه. د بریټانیا دفاع وزیرلیام فاکس څرگنده کړې، چې …

نور... »

په امريكا كې د سعودې عربستان د سفير وژنې په تور دوه ايرانيان نيول شوي

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې: د ایران پر ضد به نور اقدامات هم وکړي. دا خبره له هغې وروسته شوې، چې امریکايي چارواكو وویل: دوی د دوه کسانو هغه توطیه شنډه کړه، چې ویل کیږي د ایران له حکومت سره یې اړیکه درلوده او غوښتل یې، چې په متحد ایالاتو …

نور... »