نړۍ

اوباما: افغانستان یو خطرناک ځای دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما لاهم افغانستان د خطرناکو سیمو په توګه پیژني. هغه په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو د درناوي او یادښت په مراسمو کې وویل چې امریکايي کورني پوهیږي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیري ژوند په خطر کې دی. ده ټینکار وکړ چې په …

نور... »

ولسمشر په دوه ورځني سفر ایران ته روان شو

ولسمشر اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ايران پلازمېنې تهران ته روان شو. له ارگڅخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې به ولسمشرد ايران له ولسمشر حسن روحاني او د هغه …

نور... »

ملګري ملتونه او مدني ټولنې د فرخندې د وژونکو او سوزونکو د سزا غوښتنه کوي

ملګرو ملتونو په کابل کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د قهریدلو کسانو له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو پیښه غندلې او د پیښې عاملینو ته یې د سزا په ورکړې ټینګار کړی. بلخوا ځینې مدني فعالانو هم د فرخندې د قتل د پیښې د جدي تعقیب غوښتنه …

نور... »

د نوروز جشن په امریکا کې ولمانځل شو

د نوروز جشن چې د اریانا لرغونی جشن بلل کیږي او پخوا په یوازې په هیوادونو کې لمانځل کیده، اوس یې نړیوالې بڼه غوره کړې ده. د نوروز جشن په واشنګټن کې د د افغانستان د سفارت د استازو په ګډون د سیمې د شلو هیوادونو د استازو لخوا ولمانځل …

نور... »

د امریکا نوی دفاع وزیر آشتون کارتر کابل ته راورسید

د امریکا دفاع وزیر آشتون کارتر د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۳۰) د هیگل ځایناستی شو. له ټاکل کیدو دوه ورځې وروسته دا دی نن سهار وختي(د کب ۲) کابل ته راورسید او په هوایي ډ گر کې یې جنرال کیمپبل تود هرکلي وکړ. ښاغلی کارتر به په دې سفر کې …

نور... »

د افغانستان سوله او ثبات د انقرې او اسلام آباد په ګټه ده – ترکي چارواکي

ترکي چارواکي وایي چې د افغانستان سوله او ثبات د انقرې او اسلام آباد په ګټه ده. نوموړی وایي چې د درې واړو هیوادونو د همکاریو د همغږۍ لپاره د یوې منظمې تګلارې جوړول اړین دي. د ترکیې د لومړي وزیر په وینا؛ په راتلونکې میاشت کې به د افغانستان …

نور... »

د افغانستان جگړه پیچلې او د نړیوال ائتلاف په تاریخ کې یوه اوږده جگړه ده

د امریکا دفاع وزیر چک هیگل د خپل ماموریت په وروستیو ورځو کې  د بلجیم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو په ناستې کې څرگند شو. هیگل وایي، افغانستان له دیارلس کاله مخکې وضعیت نه اوس بدل شوی دی. چک هیگل وایي، په افغانستان کې یوازې یوه میاشت مخکې د …

نور... »

امریکایي ځواکونو د القاعده یو لوړپوړی غړی وژلی دی

د پاکستان پوځ رسنیو ته په ډاگه کړې، چې د القاعدې یو لوړ پوړی غړی، چې په نیویارک او لندن کې پر بمي چاودنو تورن پېژندل کیږي؛ د امریکا له لوري په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی. د پاکستان د پوځ په وینا: عدنان الشکري جمعه د پاکستان په …

نور... »

د داعش مشر ابوبکر البغدادي مړ شوی دی- روسي رسنۍ

روسي رسنيو ويلي،داسي خبرونه ترلاسه شوي، چې د داعش مشرابوبکرالبغدادي مړ شوی دی. د روسیې رادیو له سوریې څخه  د داعش له قول وايي، چې البغدادي وژل شوی دی. د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ(د لړم۱۷) امریکايي چارواکو ویلي وه، چې موصل ته نژدې د دوی د الوتکو په …

نور... »

د سوریې په شمال کې اسلامي دولت د کردانو ۱۶ کلي نیولي

د تر لاسه شویو گزارشونو له مخې د سوریې په شمال کې د داعش جنگیالیو د کردانو څو نوري سیمې هم نیولي دي. د کردانو د یوې ډلې قومندان اوجلان ایسو رویترز خبري سرچینې ته ویلي: د اسلامي دولت جنگیالیو د ترکیې پولې ته نږدې په عین العرب سیمه کې …

نور... »

د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې روسیه لاس لري- ناتو

د ناتو د لویدیځو هېوادونو غړیو په روسیې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې لاس لري. د ناتو مشرانو ویلي: که روسیه له خپل دریځ څخه لاس وانخلي، نور فشار به هم پرې راوړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې …

نور... »

په بریتانیا کې د ویلز ناسته د افغانستان اقتصادی ودې ته گټوره ده

د هيواد د سوداگرۍ او صنایعو خوني چارواکي وايي، چې د ویلز په ناسته کې د افغانستان ماموریت او له امنیتي ځواکونو سره د مرستو غزول یې د خبرو لومړیتوبونه جوړوي؛ خو د افغانستان د اقتصادي نظام د ودې له پاره ډېره گټوره ده.   د ویلز ناسته د پنجشنبې …

نور... »

د پاکستان په اسلام اباد کې پرلاریون کوونکیو پلاستیکي مرمې توغول شوي

په اسلام آباد کې پولیسو د دولت پر مخالفو لارویون کوونکیو پلاستیکي مرمۍ او اوښکې بهونکی گازکارولی، چې  تر اوسه ترې له ۴۵۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ۱۰۰ نور لاریون کوونکي نیول شوي؛ خود ځینو خبري سرچینو په حواله ۲۶ پولیس هم ټپیان شوي دي. لاریون کوونکیو …

نور... »

د امریکا لسگونه اوسیدونکي د اسلامي دولت په پلوۍ په جنگ کې برخه لري

د امریکا استخباراتو ویلي، چې د امریکا لسگونه اوسیدونکي سوریې ته رسیدلي، چې د اسلامي دولت په پلوۍ په جنگ کې برخه واخلي. اسلامي دولت د څو میاشتو راپدیخوا د جگړې په ډگر کې دي او پراخې جغرافیايي سیمې یې نیولي هم دي. اروپایي او امریکایي چارواکو څرگندهکړې، چې د …

نور... »

خلک دې حکومت ته د ماليې او برښنا د لگښت له ورکړې ډډه وکړي- عمران خان

د پاکستان د (تحريک انصاف)مشر عمران خان له خلکو غوښتي، چې د واکمن گوند په وړاندې د احتجاج په توگه دې جکومت ته د ماليو له ورکړې ډډه وکړي او د برښنا د لگښت بيه دې نه ورسپاري. د عمران خان پلويانو د لومړي وزير د دفتر په لوري د …

نور... »

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي

د عراق کردي چارواکي وايي، د عراق د شمال په یو کلي کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي دي. یو لوړ پوړي کردي چارواکي ویلي، چې په عراق کې د اسلامي دولت اورپکي تېره ورځ غرمه مهال یاد کلي ته ورننوتي او د ایزدیانو پر عاموژنه یې …

نور... »

که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ به پر داعش برید وکړي- اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د امریکا هوایي ځواک د عراق کډوالو ته بشردوستانه مرستې پیل کړي دي؛ که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ اجازه لري، چې په عراق کې د داعش پر مرکزونو برید وکړي. د ملگرو ملتونو امنیت شورا د جهادي …

نور... »

په غزه کې امنیت شوار د اوربند غوښتنه وکړه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ( دزمري۶ ) خپله بېړنۍ غونډه په غزه کې د اوربند غوښتنې ته ځانگړې کړه. په دې بېړنۍ ناسته کې د کوچني اختر په منسبت د اوربند پر غوښتنه ټینگار شوی دی امنیت شورا له اسرائیلو او حماس غوښتنه کړې، چې په …

نور... »

روسیه عراقي حکومت ته پوځي چورلکې او جنگي الوتکې ورکوي

د روسیې دفاع وزیر له خپل سیال سره په کتنه کې نه یوازې عراقي حکومت ته پر پوځی تجهیزاتو او د وسلو په برابرولو هوکړې ته رسیدلي، بلکې عراقي سرتېرو ته به پوځي روزنه هم ورکوي. د فرانسې خبري آژانس د روسیې د یوې پوځي سرچینې پربنسټ وايي: روسیې اوسمهال …

نور... »

امنیت شوری په غزه کې د اوربند بېړنې غوښتنه وکړه

د ملگرو ملتون امنیت شوری د تړلو دروازو تر شاه د غزې پر امنیتي حالت  او په کې د اوربند پر ځرنگوالي خبرې وکړې. دې شوری د یکشنبې د شپې د بېړنۍ ناستې پر مهال په ډاگه کړې، چېپه غزه کي د تلفاتو پر ډېریدوژوره اندېښنه وښوده. این شورا در …

نور... »