نړۍ

د افغانستان هوايي ځواک ته د ۷۰ میلیون دالرو په ارزښت د بې پیلوته الوتکو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک ته د پېنځه شپیتهبې پیلوته الوتکو د ورکولو په لومړي گام کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د اویامیلیون دالرو په ارزښت د اتهسکن ایگلبې پیلوته الوتکو قرارداد لاسلیک شو. د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د افغانستان د حکومت …

نور... »

په سوریه کې جگړه مذهبي شوې

د سوریي جنگ اوس مذهبي رنگ اخیستی او ورسره بهرني شیعه گانو او په خاص ډول افغان شیعه گانو سوريې ته مخه کړې ده؛ ویل کیږي، چې دغه جگړه ماران د بشارالاسد له وفادارو سرتېرو سره اوږه په اوږه د داعش او نورو مخالفو وسلوالو سره جنگیږي. یو شمېر لویدیځ …

نور... »

امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

د پاکستان دان ورځپانې د دغه هېواد د یو دیپلومات له قوله لیکلي، چې امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې ده. دغه هوکړه له امریکایي چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د لیدني پر مهال تر سره شوې ده. اسلام آباد او …

نور... »

په فرانسه کې بریدگرو څه نا څه ۱۵۲ تنه وژلي

په فرانسې کې پولیس وایي، چې پرون ناوخته لږ تر لږه ۱۵۲ کسان د پاریس د ښار په شاوخوا کې په ډزو او  بمي چاودنو کې وژل شویدي. د وژل شویو کسانو شمېر ښایي زیات شي. پولیس وایي؛ وسلوالو کسانو گڼ شمېر کسان په یوه هال کې، چې امریکایي سندرغاړیو …

نور... »

روسیه د افغانستان په شمال كې په ناامنيو انديښمنه ده

د روسيې دفاع وزارت مرستيال انتوني انتونوف د ماليزيا په پلازمېنه كولالامپور كې  د سويل ختيځې آسيا د دفاع وزيرانو په غونډه كې وويل، چې د افغانستان په شمال كې له تاجكيستان او تركمنستان سره په پوله كې امنيتي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي. هغه وويل؛ روسيه په افغانستان كې د …

نور... »

امریکا او د مرکزي آسیا پېنځه هېوادونوله افغانستان څخه گډ ملاتړ اعلام کړ

د امریکا او مرکزي آسیا پېنځه هېوادونو په یوه گډه خبرپاڼه کې له یو پرمختللي، خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه د ملاتړ اعلام کړی دی. همدارنگه دوی ویلي، چې یو سوله ییز افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات له پاره هم د ټینگار وړ هېواد دی. دغه راز …

نور... »

اسلام کریموف او جان کري په تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري تېره ورځ ناوخته په تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت د افغانستان د اغېزو په اړه خبرې وکړې. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ جان کري دغه هېواد ته د …

نور... »

په جرمني کې دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په جرمني کې دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي. هغه د افغانانو د بېرته لېږلو دلیل دا وباله، چې د افغانستان ډېرې برخې امن او خوندي دي او افغانان د ده په وینا هلته تللی شي. د …

نور... »

ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ستایلي

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وایی، هېواد یې چمتو دی د افغانستان د سولې په پروسه کې غوره رول ولوبوي. عزیزپه اسلام آباد کې د ایران د ملي امنیت شورا له رییس علي شمخاني یو گډ خبري کنفرانس ته وویل، چې تر اوسه افغان …

نور... »

روسیې د طالبانو او داعش په وړاندې له تیاریو خبر ورکړ

د روسیې استخباراتو پرون د طالبانو او داعش له لوري پر منځنۍ آسیا د یرغل د خطر په وړاندې له تیاریو خبرداری ورکړ. د اسوشیتید پریس خبري آژانس د رپوت له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ آسیا …

نور... »

جان مک کین په افغانستان کې د اوباما پالیسي ناکامه بولي

یو مخکښ امریکایی سناتور جان مک کین د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پالیسي ناکامه بولي. د جمهوري غوښتونکیو دغه سناتور وایي، په افغانستان کې د امن او ثبات په راوستلو او له ترهگرو څخه د دغه هېواد په ساتلو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر …

نور... »

د کندز د روغتیایي مرکز د حقیقت موندونکي تیم څېړنې ډاډمنې دي

په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د غوڅ ملاتړ ماموریت د بې پولې داکترانو د روغتیايي مرکز د هوايي برید د پېښې تر څنگ د اکتوبر د درییمې پېښې په اړه د حقیقت موندونکي تیم څېړنې ډاډمنې بللي دي.  د دغه ماموریت په یوه بیان کې، چې تېره ورځ یې …

نور... »

مونږ نه شو کولی هم طالبانو ووژنو او هم يې د سولې مېز ته کښېنوو

د پاکستان لومړی وزیر وايي؛ افغان ولسمشر ته يې ويلي، چې اسلام آباد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پيلولو ته تیار دی. دغه راز نواز شريف وويل، دوی نه شي کولی پر يوه وخت هم طالبانو ووژني او هم يې د سولې مېز ته کښېنوي. …

نور... »

په ایران کې شل افغانان مړه او لس نور ټپیان شوي

د ایران دولتي تلویزیون وايي، چې د دغه هېواد د موترو په ټکر کې شل افغانان، چی قانوني اسناد یې نه لرل مړه او لس تنه نور ټپیان دي. په راپور کې ویل شوي، چې یو ملي بس او یوه لارۍ د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په …

نور... »

له بشپړ ډاډ پرته په کندوز کې بیا فعاليت نه پيلوو- گيليم موليني

د بې پولې داکترانو نړيوال تنظيم وايي؛ تر هغې، چې د امريکا او افغان حکومت له خوا د امنيتي خونديتوب سشپړ ډاډ تر لاسه نه کړو، بيا په کندوز کې فعاليت نه پيلوو. امريکا وايي، چې هوايي ځواک مو د افغان حکومت په غوښتنه د روان لمريز کال د تلې …

نور... »

په پاکستان کې پر میشتو کډوالو د ملگرو مالتونو مرستې لږ شوي

په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي؛ په دې وروستيو کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستې لږ شوي، چې د کډوالو پر ژوند یې په ځانگړي توگه د دوى روزنیز بهير ته يې سخت زيان اړولى دى. دوى اندېښمن دي، چې د مرستو د …

نور... »

ښایي د ایتالیایي پوځيانو د ماموریت موده وغزیږي

ایټالیايي چارواکو اعلان کړی، چې ښایي په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځيانو د ماموریت موده وغزیږي. د ایټالیا لومړی وزیر میتو رنزي وایي؛ دغه هېواد دا مهال غورکوي، چې د یو کال له پاره د خپلو سرتېرو ماموریت په افغانستان کې وغزوي. رنزي دا اعلام له هغې وروسته …

نور... »

په افغانستان کې مېشتو سلواکي پوځیانو ته نوی ماموریت سپارل کیږي

په افغانستان کې مېشتو سلواکي پوځیانو ته به، چې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، یو نوی ماموریت وسپارل شي. د سلواکیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې دېره سلواکي پوځیان به په خپل دغه نوي ماموریت کې د افغانستان د ملي اردو تخنیکي …

نور... »

په کندز کې وسلوالو طالبانو، روغتون د بريدونو د همږغۍ له پاره کاراوه

د امريکا عملياتي متخصصان وايي، په کندز کې پر يوه روغتون د حملې پرمهال يوه پاکستاني پوځي هلته حضور درلود. دوى په دې باور دي، چې دغه پاکستاني د ای اس ای له پاره کار کاوه او په کندوز کې يې د وسلوالو طالبانو د بريدونو د همږغۍ لپاره له …

نور... »

په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکایي سرتېرو په پلان کې باید سمون راشي- کارتر

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وایي، چې له دوه زره شپاړسم کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکایي سرتېرو په پلان کې باید سمون راشي. د مخکیني پلان له مخې، ټاکل شوې له دوه زره شپاړسم کال وروسته د امریکایی سرتېرو شمېر، چې دا مهال نږدې لس …

نور... »