عاجل خبرونه

نړۍ

نن به د سولې درېیمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه درېیمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کې جوړه شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هیلې شته، چې د سولې د خبرو د لارې نقشې په وروستي کیدو د سولې د خبرو په اړه عملي گامونه پورته شي. …

نور... »

طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري- سیگار

يوه جگپوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې افغان دولت پر اویا سلنه خاوره او طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري. په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو، د دغه هيواد کانگرس ته په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان امنيتي حالت مخ …

نور... »

ممکن د افغانستان روانه بې ثباتي د اوږدو کلونو له پاره دوام وکړي

له ترهگرۍسره جدي او گډه مبارزه د امریکا ملت ته د ولسمشر باراک اوباما د کلنۍ وینا اصلي محور و. القاعده او داعش امریکا ته مستقیم گواښ دی؛خو دا، چې وایي، داعش د نړۍ د یوه ستر دین استازیتوب کوي، دروغ ده. دې ته په پاملرنهاوباما همټینګار کوي،چې د داعش …

نور... »

په تېرو ۵ کلونو کې له هوایی ځواک سره دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرمرسته شوې- سیگار

سیگار دا ځل د افغان هوایی ځواک په اړه راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي؛ امریکا تر اوسه د افغان هوایی ځواک د پیاوړتیااو پراختیا له پاره د دوه اعشاریه درې میلیارد دالرمرسته کړې ده.   د راپور له مخې؛د ۲۰۱۵کال په څلورمه ربع کې د امریکا دفاع …

نور... »

د روسیي ولسمشرله طالب مشر سره پټه لیدنه کړې

بریتانیایي ورځپاڼې سندي تایمز د یو لوړپوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې د روسیې ولسمشر پوتین د روان کال په سپتمبر کې له طالب مشر ملا اختر محمد منصور سره یوه پټه لیدنه کړې ده.   د دې لیدنې د بحث موخه له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ ښودل …

نور... »

اوباما یو ځل بیا افغانستان گواښوونکی و گاڼه

د امریکا ولسمشر د افغانستان وضعیت یو ځل بیا د انديشني وړ وگاڼه او ۶ امریکایي سرتېري یې، چې تېره اوونۍ وژل شوي؛ د غوره او زړورو افرادو په توگه وستایل.   د امریکا ولسمشر بلارک اوباما په هاوایی ایالت کې خپلو بحري ځواکونو ته په خبرو کې امریکایي ځواکونه …

نور... »

په برلین کې د چین او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یی له خپل آلماني سیال فرانک والترشتاین مایر سره په برلین کې سیاسي او امنیتي بعث کړی، چې د افغانستانروان حالات یې د خبرو سرټکی و. د دغو دیپلوماتانو د بعث او خبرو منځټکی افغانستان ته د ثبات راوستلو پر لارو چارو راڅرخېدلی …

نور... »

د م.م امنیت شورا د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي

د ملگروملتونو دامنیت شورا نن پنجشنبه د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي. دغه مسوده د روسیې او امریکا لخوا برابره شوې، چې د ترهگرو مالي تمویل په کې جرم بلل شوی دی. د روسیې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس ویکتور ایوانوف …

نور... »

یو شمېر هېوادونو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف نه دی منلی

د څو هېوادونو چارواکي حیران شوي، چې په بې خبري کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهگرۍ ضد ائتلاف غړي شول. د پاکستان، مالیزیا، او اندونیزیا چارواکو ویلي؛ په رسمي توگه یې نه ده منلې، چې غواړي د دغه ډول ائتلاف غړي شي. سعودي عربستان د سې شنبې په …

نور... »

په ترکمنستان کې د تاپي پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

نن په ترکمنستان کې د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د مشرانو له خوا د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د گازو د لیږد پروژه پرانستل شوه. د پرانستې په دې مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزیر او د هند مرستیال ولسمشر گډون …

نور... »

بې پولې داکترانو یو ځل بیا د کندز پر روغتون د امریکا د هوایی برید څېړنه غوښتې

د بې پولې داکترانو سازمان یو ځل بیا په کندز کې د دغه بنسټ پر اړوند روغتون د امریکایی ځواکونو د هوایی برید په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.   د دغه نړیوال سازمان غړیو دا ځل د سپینې ماڼۍ د لافلایت پارک په ډگر کې لاریون …

نور... »

افغان اقتصادي پناه غوښتونکي به ونه منل شي- انگلا مرکل

د جرمني لومړۍ وزیره وایي،چې هغه افغانان به په جرمني کې ونه منل شي،چې د اقتصادي ستونزو له کبله دغه هېواد ته ورغلي دي.   د جرمني لومړۍ وزیرېانگلا مرکل دا خبره په برلین کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یو گډ خبري کنفرانس کې کړې ده. …

نور... »

په سعودي عربستان کې ښځو ته د رای ورکولو او اخیستلو حق ورکړ شو

د لومړي ځل له پاره په سعودي عربستان کې ښځو ته حق ورکړ شو، چې خپلې رایې صندوقونو ته واچوي. د سعودي عربستان ښځو ته نه یوازې اجازه ورکړ شوه، چې د ښاروالیو یا د ښاري شورا نوماندانوته رایې ورکړي، بلکې دا حق هم ورکړ شوی، چې ځانونه نوماندې کړي. …

نور... »

د افغانستان هوايي ځواک ته د ۷۰ میلیون دالرو په ارزښت د بې پیلوته الوتکو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک ته د پېنځه شپیتهبې پیلوته الوتکو د ورکولو په لومړي گام کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د اویامیلیون دالرو په ارزښت د اتهسکن ایگلبې پیلوته الوتکو قرارداد لاسلیک شو. د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د افغانستان د حکومت …

نور... »

په سوریه کې جگړه مذهبي شوې

د سوریي جنگ اوس مذهبي رنگ اخیستی او ورسره بهرني شیعه گانو او په خاص ډول افغان شیعه گانو سوريې ته مخه کړې ده؛ ویل کیږي، چې دغه جگړه ماران د بشارالاسد له وفادارو سرتېرو سره اوږه په اوږه د داعش او نورو مخالفو وسلوالو سره جنگیږي. یو شمېر لویدیځ …

نور... »

امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

د پاکستان دان ورځپانې د دغه هېواد د یو دیپلومات له قوله لیکلي، چې امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې ده. دغه هوکړه له امریکایي چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د لیدني پر مهال تر سره شوې ده. اسلام آباد او …

نور... »

په فرانسه کې بریدگرو څه نا څه ۱۵۲ تنه وژلي

په فرانسې کې پولیس وایي، چې پرون ناوخته لږ تر لږه ۱۵۲ کسان د پاریس د ښار په شاوخوا کې په ډزو او  بمي چاودنو کې وژل شویدي. د وژل شویو کسانو شمېر ښایي زیات شي. پولیس وایي؛ وسلوالو کسانو گڼ شمېر کسان په یوه هال کې، چې امریکایي سندرغاړیو …

نور... »

روسیه د افغانستان په شمال كې په ناامنيو انديښمنه ده

د روسيې دفاع وزارت مرستيال انتوني انتونوف د ماليزيا په پلازمېنه كولالامپور كې  د سويل ختيځې آسيا د دفاع وزيرانو په غونډه كې وويل، چې د افغانستان په شمال كې له تاجكيستان او تركمنستان سره په پوله كې امنيتي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي. هغه وويل؛ روسيه په افغانستان كې د …

نور... »

امریکا او د مرکزي آسیا پېنځه هېوادونوله افغانستان څخه گډ ملاتړ اعلام کړ

د امریکا او مرکزي آسیا پېنځه هېوادونو په یوه گډه خبرپاڼه کې له یو پرمختللي، خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه د ملاتړ اعلام کړی دی. همدارنگه دوی ویلي، چې یو سوله ییز افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات له پاره هم د ټینگار وړ هېواد دی. دغه راز …

نور... »

اسلام کریموف او جان کري په تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري تېره ورځ ناوخته په تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت د افغانستان د اغېزو په اړه خبرې وکړې. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ جان کري دغه هېواد ته د …

نور... »