عاجل خبرونه

نړۍ

اووه ویشت کاله وړاندې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل

نن د سلواغې شپږویشتمه نېټه ده، شوروي ځواكونه په یو زرو درې سوه اته بڼځوسم كال كې افغانستان ته راننوتل؛ خو د افغانانو د مقاومت په وړاندې يې ماته وخوړه . د دغو ځواكونو ورستى سرتېرى د یو زر و درې سوه اووه شپیتم لمريز كال په همدغې ورځې له …

نور... »

یوناما په شخړو کې د ملکي خلکو د مصونیت په اړه کلنی راپور خپور کړ

په دې راپور کې په ډاگه شوې، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي وگړی زیانمن شوي، چې ۳۵۴۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۵۷ نور یې ټپیان دي. دغه ملکي زیان د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴ سلنه ډېر والی ښیي. د ملگرو ملتونو خاص استازی وایي، …

نور... »

سیمه ییزو او نړیوالو شخړو د افغانستان په ناامني کې ستر رول ولوباوه- غني

ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په دوه پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د ترهگرو ډلو ترڅنگ داعش یوه بله ستونزه وبلله او په وړاندې یې د کلکې مبارزې غوښتنه وکړه. افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، د تېر کال په کنفرانس کې مې د (داعش) ډلې د خطر په اړه د …

نور... »

د پاکستان له پوځي مشر راحیل شریف سره د سولې په اړه خبرې شوي-زاخېلوال

د پاکستان له پاره د ولسمشر ځانگړِ استازي او پهدغه هيواد کې د افغاستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ مشر پر افغان سولې خبرې کړي. د زاخېلوال په فیسبوک پاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه تېره ورځ ترسره شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان د …

نور... »

داعش ته په افغانستان کې سخت گوزار ورکړشوی- غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د داعش وسلوالې سختدریځې ډلې ته په افغانستان کې سخت گوزار ورکړشوی دی. ولسمشر غني د جمعې په ورځ د جرمني په مونشن کې امنیتي کنفرانس ته وویل: په افغانستان کې د داعش یو سلو پنځوس غړي وژل شوي دي. ده همداراز …

نور... »

داعش ښایي په ټول افغانستان کې د زر او درې زره په شاوخوا کې جنگیالي ولري

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه له یوې خوا د هېواد د ختیځ پر وسلوالو مخالفینو بمبارد کوي او له بلې خوا په سویل کې له   طالبانو سره په جگړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي. د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند برید جنرال ویلسن شوفنر د امریکا په دفاع …

نور... »

افغان ولسمشر غني د مونشن په امنیتي ناسته کې وینا کوي

افغان ولسمشر تېره ورځ ماښام مهال د مونشن په کنفرانس کې د گډون په موخه جرمني ته رسیدلی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان د امنیت په اړه د ناستې گډونوالو ته د خپل هېواد د امنیتي حلاتو په اړه وینا …

نور... »

د افغان ځواکونو روزنه، د بهرنیو جنگي ځواکونو له میشتیدو غوره دي

د ناتو سرمنشي د بهرنیو جنګي ځواکونو د میشتېدو پر ځای د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ تر ټولو ښه لار گڼي او وایی، دا د افغانستان د تلپاتې ثبات لار ده. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي؛زه ډېر باوري یم،چې د سیمه ییزو ځواکونو روزنه د تلپاتې ثبات له …

نور... »

امنيت شورا د شمالي کوريا توغنديزه ازموینه په کلکه غندلې

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د اوږده واټن توغندي ازمويل په کلکه غندلي دي. د امریکا په نيويارک ښار کې له غونډې وروسته امنيت شورا ويلي، د دغې کړنې په ځواب کې به ډېر ژر نوي بندیزونه تصويب شي. د ملگرو ملتونو امنيت شورا د …

نور... »

په ۳۰ هېوادونو کې له۲۰۰ میلیون ډېري نجوني سنت دي- م.م

ملگرو ملتونو ویلی، چې په دېرش هېوادونو کې تر دوه سوه میلیون ډېري نجونې سنت شوې دي. ملگري ملتونه هڅه کوي، چې د نجونو د سنتۍ پرضد کار وکړي. په ټوله نړۍ کې د تېر کال په پرتله د سنت شویو نجونو شمېراویا میلیون ته لوړ شوی دی. د شمېرد …

نور... »

د داعش د رامنځته کولو په تور، جان کري د یوې خبریالې له برید سره مخ شو

د ایتالیا په روم ښار کې د امریکا بهرنیو چارو وزیرد یوې خبرې ناستې پر مهال د یو خبریالې له سخت غبرگون سره مخ شو او واشنگتن یې د داعش په رامنځته کولو تورن کړ. جان کريپه روم کې د ایتالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبري ناستې …

نور... »

د طالبانو ناراضه قوماندانان له ملامنصور سره یو ځای کیږي-ملا روف

د اسوشیتید پریس خبرې آژانس د ملا روف له قوله ویلي، چې د طالبانو ناراضه قوماندانان یو د بل پسې له ملامنصور سره یو ځای کیږي. ملا روف، چې ملا رسول ته نږدې قوماندان دی ویلي؛ د طالبانو هغه مشران، چې د ملاعمر په ځای د ملا منصور د ټاکلو …

نور... »

نن به د سولې درېیمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه درېیمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کې جوړه شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هیلې شته، چې د سولې د خبرو د لارې نقشې په وروستي کیدو د سولې د خبرو په اړه عملي گامونه پورته شي. …

نور... »

طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري- سیگار

يوه جگپوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې افغان دولت پر اویا سلنه خاوره او طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري. په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو، د دغه هيواد کانگرس ته په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان امنيتي حالت مخ …

نور... »

ممکن د افغانستان روانه بې ثباتي د اوږدو کلونو له پاره دوام وکړي

له ترهگرۍسره جدي او گډه مبارزه د امریکا ملت ته د ولسمشر باراک اوباما د کلنۍ وینا اصلي محور و. القاعده او داعش امریکا ته مستقیم گواښ دی؛خو دا، چې وایي، داعش د نړۍ د یوه ستر دین استازیتوب کوي، دروغ ده. دې ته په پاملرنهاوباما همټینګار کوي،چې د داعش …

نور... »

په تېرو ۵ کلونو کې له هوایی ځواک سره دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرمرسته شوې- سیگار

سیگار دا ځل د افغان هوایی ځواک په اړه راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي؛ امریکا تر اوسه د افغان هوایی ځواک د پیاوړتیااو پراختیا له پاره د دوه اعشاریه درې میلیارد دالرمرسته کړې ده.   د راپور له مخې؛د ۲۰۱۵کال په څلورمه ربع کې د امریکا دفاع …

نور... »

د روسیي ولسمشرله طالب مشر سره پټه لیدنه کړې

بریتانیایي ورځپاڼې سندي تایمز د یو لوړپوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې د روسیې ولسمشر پوتین د روان کال په سپتمبر کې له طالب مشر ملا اختر محمد منصور سره یوه پټه لیدنه کړې ده.   د دې لیدنې د بحث موخه له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ ښودل …

نور... »

اوباما یو ځل بیا افغانستان گواښوونکی و گاڼه

د امریکا ولسمشر د افغانستان وضعیت یو ځل بیا د انديشني وړ وگاڼه او ۶ امریکایي سرتېري یې، چې تېره اوونۍ وژل شوي؛ د غوره او زړورو افرادو په توگه وستایل.   د امریکا ولسمشر بلارک اوباما په هاوایی ایالت کې خپلو بحري ځواکونو ته په خبرو کې امریکایي ځواکونه …

نور... »

په برلین کې د چین او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یی له خپل آلماني سیال فرانک والترشتاین مایر سره په برلین کې سیاسي او امنیتي بعث کړی، چې د افغانستانروان حالات یې د خبرو سرټکی و. د دغو دیپلوماتانو د بعث او خبرو منځټکی افغانستان ته د ثبات راوستلو پر لارو چارو راڅرخېدلی …

نور... »

د م.م امنیت شورا د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي

د ملگروملتونو دامنیت شورا نن پنجشنبه د داعش په وړاندې پر جوړې شوې مسودې بحث کوي. دغه مسوده د روسیې او امریکا لخوا برابره شوې، چې د ترهگرو مالي تمویل په کې جرم بلل شوی دی. د روسیې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس ویکتور ایوانوف …

نور... »