عاجل خبرونه

نړۍ

په ګرجستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي

په ګرجستان کې نن یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوي، چې ۳ نیم ميلیون وګړي په کې د رای ورکولو پر شرایطو برابر ګڼل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ ګرجستان به ممکن د قفقاز لومړی هېواد وي، چې یوه ښځه د ولسمشرۍ چوکۍ ته ټاکي. په ګرجستان کې د …

نور... »

پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز، امریکا ته سزا ورکول دي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز به دا معنی ولري، چې امریکا ځان ته سزا ورکوي. دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: نورې زورورې لارې هم شته، چې امریکا يې خپلولی شي؛ خو د جزئیاتو له ورکولو …

نور... »

زلمي خلیلزاد ۵ هېوادونو ته لس ورځنی سفر پیل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د افغانستان د سولې لپاره د د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په هڅو کې د همغږۍ لپاره افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په …

نور... »

له طالبانو مو د ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی- پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې پاکستانيو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي؛ اوس طالبان پوهیږي، چې په افغانستان کې شرایط بدل شوي او که ورته کافي انګېزه او قناعت …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې خپله پوځي کړنلاره بدلوي

د امریکا دفاع وزارت وایي، اوس هم د طالبانو کړنلاره د جګړې پر دوام ولاړه ده؛ له همدې کبله د دې ډلې پر وړاندې نوې جنګي تګلاره کارول کیږي او په هغو سیمو کې به د امریکایي ځواکونو حضور پراخ شي، چې تر ګواښ لاندې دي. په افغانستان کې جګړه …

نور... »

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ، روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې مشري هم وکړي، چې بحث به تر ډېره د ایران پر مسئلې راوڅرخي. دونالد ترمپ نیویارک …

نور... »

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. نن د شنبې په ورځ( دوږي ۳۱) په ایران کې له عراق سره د شوې جګړې …

نور... »

پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی- امریکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی او په هغه هېواد کې خوندي پټنځایونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي؛ د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د افغانستان د سولې له بهیره به …

نور... »

په پاکستان کې زیږیدلیو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي- عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د وینا پر مهال ویلي؛ هغو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي، چې په پاکستان کې زیږیدلي او هلته لوی شوي وي. پاکستان د دوه اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو کوربه دی، چې یو اعشاریه څلورمیلیون یې هلته د …

نور... »

د فلورانس توفان د وژل شویو شمېر اوو تنو ته ورسید

امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د توپان له کمزوري کیدو سره سره بیا هم تر راتلونکیو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې به د امریکا ختیځو ایالاتونو اوسیدونکیو ته یو ګواښ وي. د امریکا متحده ایالاتونو په ختیځو برخو کې د فلورانس مرګونی توپان اوس هم دوام لري او تر اوسه …

نور... »

په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوه

په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوې، چې سملاسي وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو افغانستان ته مخه کړه او په دې اووه لس کلونو کې یې له پراخ حضور سره سره ناامني ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده. القاعدې شبکې د دوه الوتکو …

نور... »

عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

د پاکستان پارلمان د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳/ د سپتمبر ۴) عارف علوی د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه غوره کړ. د راپورونو له مخې؛ نوموړی د عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند تحریک انصان لخوا نوماند شوی و. عارف علوي بریالی شو، چې پر …

نور... »

په امریکا کې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره ناندریزه شوه

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ دا تګلاره اغېزمنه ګڼي؛ خو   استخبارات یې د افغانستان د جګړې د وضعیت په بدلون کې بی پایلې بولي. د افغانستان لپاره د امریکا له تګلارې څه باندې یو کال تېریږي او د دغې تګلارې پر بنسټ په …

نور... »

روسیې د مسکو ناسته وځنډوله

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنې پر ورځ( د وږي ۵) مازیګر مهال د روسیې فدراتیف د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تیلیفوني خبرې وکړې، چې په کې د مسکو ناستې له ځنډولو خبر ورکړ شوی دی.  د خبرپاڼې له مخې؛ په دې تیلیفوني …

نور... »

عمران خان د لومړي وزارت لوړه ترسره کړه

د ايس سي پي ار ډي د خبرله مخې؛ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د لومړي وزارت لوړه ترسره کړه. په دې اړه د پاکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه وه، چې په کې کورنيو او بهرنيو ميلمنو گډون کړی و. دغه غونډه …

نور... »

د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه

په قزاقستان کې د ایران او د پخواني شوروي اتحاد د څلورو جمهوریتونو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه. د کسپین سمندرګی، چې د تېلو او ګازو پراخې زیرمې لري د پخواني شوروي اتحاد …

نور... »

د ایران شورای نګهبان د پيسو سپینولو ضد مصوبه تائید کړه

د ایران دولت غواړي، چې په دې هېواد کې د پيسو سپینولو پرضد اقدامات په نړیوالو معیارونو برابر شي. د شورای نګهبان ویاند علي کدخدايي پرون شنبه خبریالانو ته وویل، چې له تروریزم سره د مبارزې د تمویل په قانون کې تعدیل شوي موارد یې هم تائید کړي دي. پر …

نور... »

په رومانیا کې زرګونه کسانو د خپل حکومت پرضد مظاهره کړې

زرګونه لاریونکوونکي، چې پرون شنبه د بوخارست ښار په مرکزي څلور لاري کې د خپل هېواد بېرغونه لېږدول؛ د حکومت بدلولو غوښتونکي شول. هغوي وايي، چې حکومت په قوانینو کې داسې بدلون راوستی، چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي. په …

نور... »

له بندیزونو څخه د امریکا موخه د ایرانیانو وېشل دي- حسن روحاني

د ایران ولسمشر د دغه هېواد پرضد د امریکا د بندیزونو بیا پیلېدل؛ رواني جګړه ونوموله، چې موخه یې د ایرانیانو وېشل دي.  حسن روحاني په خپله تلویزیوني وینا کې وویل، امریکا له یوې خوا د اتومي خبرو له پیلولو غږیږي او له بلې خوا بندیزونه لګوي. نوموړي وویل: ترمپ …

نور... »

عمران خان د لومړي وزیر په توګه د پارلماني غړیو د رایو خپلولو ته اړ شوی

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پرون عمران خان د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه نومولی؛ خو عمران خان اړ دى، چې د دغه مقام د خپلولو لپاره د پارلمان د غړيو رايې ترلاسه او د اپوزیسيون نوماند ته ماتې ورکړي.  د عمران خان لپاره به د شنبې پر …

نور... »