عاجل خبرونه

نړۍ

په کندز ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون بريد تېروتنه وه- جوزف ووتل

د امريکا دفاع وزارت ويلي؛ د افغانستان د کندز په ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د تېر کال تر سره شوى بريد “جنگي جنايت” نه، بلکې انساني تېروتنه وه. په دې بريد کې دوه څلویښت کسان وژل شوي وه. د دوه زره پېنځلسم کال د دې پېښې …

نور... »

د افغانستان په زندانونو کې روغتیايي شرایط مخ په ښه کیدو دي

ملګري ملتونه وايي: د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو روغتیايي شرایط د ښه کیدو په حال کې دي؛ خو اوس هم زیاتې ستونزې شته، چې باید حل شي. په زندانونو کې د بندیانو د روغتیايي شرایطو په اړه د ملګروملتونو رپوت تېره ورځ خپور شوی دی. په رپوت کې …

نور... »

د امریکا د برید ۱۵ کاله تېر شول، خو ثبات ټینګ شوی نه دی- حامد کرزی

حامد کرزي له آر تي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ناکامیو په اړه جزییات ورکړي. دی د افغانستان بې ثباتي او ناامني د ناسمو او خرابو سیاستونو پایله بولي. پخواني ولسمشرحامد کرزي په ډاګه کړې، چې نن د امریکا د برید …

نور... »

معصوم ستانکزي د روسیې له دفاع وزیر سره وکتل

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په مسکو کې د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل.  د دواړو پوځي لوړپوړیو چارواکو دغه لیدنه د نړیوالې امنیتي ناستې په څنډو کې تر سره شوې ده. د روسیې دفاع وزیر په دې لیدنه کې ویلي؛خوښ دی، چې د …

نور... »

پاکستان هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي-خواجه آصف

د پاکستان دفاع وزیر د روسیې له سپوتنیک آژانس سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان په جديت غواړي، چې طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کیني.  په مسکو کې د نړیوالې امنیتي ناستې په څنډو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل؛اسلام آباد په پام کې …

نور... »

پاکستان د طالب پلاوي له ورتګه بې خبري ښیي

طالبانو پاکستان ته د قطرد سیاسي دفتر د یوه پلاوي سفر تائید کړی او پاکستانیو رسنیو له وړاندې په دې اړه راپورونه خپاره کړي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې بې خبري ښیي.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوه خبري غونډه …

نور... »

پخواني مجاهدين له دولت غواړي چې د جهاد سپېڅلي ارزښتونه وساتي

مجاهدين له ملي يووالي د مجاهدينو د ارمانونو پوره کېدل غواړي، د ۱۳۷۱لمریز کال د غویيپه اتمه مجاهدینو د ډاکټر نجیب روسي پلوه رژیم له څوارلس کلنو جګړو وروسته نسکور کړ او واک ته ورسېدل. کابل کې د مجاهدینو تر منځ جګړې پیل شوې چې وروسته طالبان فعال شول او …

نور... »

پاکستان بیا افغانستان ته د خبرو پیلولو ډاډ ورکړی

پاکستان، افغانستان ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به ” په یوه میاشت کې ” له سره پیل شي. د دغه هېواد چارواکي هیله ښيي، چې دا ځل به د سولې بهیر بریالی  پیل شي. د افغان کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي اسلام آباد ته …

نور... »

په افغانستان کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی- نیکولاس مارتي

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی او  نړیوال دې دا کړکیچ نه هیروي. په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پخوانی رییس نیکولاس مارتي،  چې دنده یې څو ورځې مخکې پای ته رسیدلې؛رویترز ته ویلي، تر …

نور... »

د افغانستان په اړه د امریکا لومړنۍ ارزونه ناسمه وه- خلیلزاد

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په وروستیو کې وایي؛ وروسته له دې، چې پخوانی شوروي له افغانستان څخه ووت، د افغانستان په وړاندې امریکا خپل سیاست تعدیل نه کړ او له کابل سره یې له تعامل لاس واخیست، چې دې ناوړه پایله درلوده. زلمی خلیلزاد …

نور... »

امنیت شورا دې د ترهګرو د ملاتړو په ضد کلک ګام واخلي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي؛ د هغو په ضد دې کلک ګام واخلي، چې له ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده. محمود صیقل په یوه بیان کې دغه غوښتنه وروسته له دې مطرح کړه، چې …

نور... »

د اکوادور په زلزله کي ۲۶۲ تنه مړه شوي

چارواکي وايي تازه معلومات دا دي چې، د اکوادور په  زلزله کي دوه سوه دوه شپیته تنه مړه شوي  او سلګونه نور ژوبل شوي دي. په دغه هېواد کې د بېړنیو چارو مرسته کوونکي او ماموران له زورورې زلزلې وروسته ځپل شویو سیمو ته ځانونه رسوي. د امریکا د ځمکې پېژندنې د …

نور... »

چین کولی شي د سولې په بهیر کې پر پاکستان فشار راوړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دوه ورځنيسفر تېر ماښام د چین هېواد ته تلی دی. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به له لوړپوړیو چنايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او دغه راز د دوه اخیزو امنیتي، دفاعي او اقتصادي …

نور... »

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک شمېر زیاتوي- خواجه آصف

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې هېواد يې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک شمېر زیاتوي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف دا څرګندونه تېره ورځ په اسلام آباد کې د مشرانو جرگې د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړې ده.  خواجه آصف ویلي، …

نور... »

په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سرغړونې شوې

د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې له بشري حقونو پراخه سرغړونه شوې ده.  په دغه راپور کې د تاوتریخوالي پراختیا، د حکومتي کسانو وژل، د حکومتي ځواکونو لخوا له نیول شویو …

نور... »

په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس کلنۍ غونډه پیل شوې

  په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس دیارلسمه کلنۍ غونډه پیل شوې ده.  د اسلامي هېوادونو د کنفرانس غړي به له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اسرائیلو او فلسطین او په اسلامي هېوادونو کې پر روانو ستونزو او حل لارو خبرې وکړې. د اسوشیټدپرس خبري آژانس وايي، د …

نور... »

قطر ته امریکا B 52 الوتکې استولې دي

د امریکا هوايي ځواک په سوریه او عراق کې د داعش د سختدریځې دلې د ځپلو له پاره قطر ته بي دوه پنځوس الوتکې ولېږلې. د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک چارواکي وايي: دا الوتکې، چې د داعش خلاف د جګړې له …

نور... »

طالب مشران دې له امريکا سره نېغ په نېغه خبرې وکړي-ملا ذاکر

يوه لوړپوړي طالب مشر ملا عبدالقيوم ذاکر د خپلې ډلې له مشرانو غوښتي، چې له امريکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره دې نېغ په نېغه خبرې وکړي. د الجزيرې تلويزيون د راپور له مخې، چې پرون خپور شوى؛ ملا عبدالقيوم ذاکر دغه غوښتنه په هغه ١٢ ماده ييز وړانديز کې …

نور... »

په پېښور کې میشت کډوال دې تر درې ورځو ووځي

د خیبر ایجنسۍ چارواکو په پیښور کې له مېشت افغان کورنیو غوښتي، چې په درې ورځو کې ووځي. د سیمې یوه چارواکي رحیم الله مسود خبرداری ورکړی، چې که تر درې ورځو دا افغانان له دې سیمې ونه ووځي؛ نو په زوره به له تورخمه واړول شي او کورونه به …

نور... »

د افغانستان د سولې بله ناسته به په همدې میلادي میاشت کې جوړه شي

د پاکستان د لومړي  وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج  عزیز وایي، د افغانستان د سولې له پاره  به بله څلوراړخیزه ناسته د همدې  میلادي میاشتې  په اوږدو کې ترسره شي. نوموړي د خپل هېواد د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال وویل، چې د څلوراړخیزې ناستې درې نورهېوادونه هم مسوولیت …

نور... »