عاجل خبرونه

نړۍ

په خوست کې میشت وزیرستانیان دې خپلو کورونو ته راستانه شي

پاکستانيو چارواکو د وزیرستان هغو کورنیو ته، چې په افغانستان کې دي؛ تر دوشنبې يې پاکستان ته د بېرته ستنیدو له پاره نوملیکنې ته وخت ورکړی. د څو میاشتو راهیسې پاکستان هڅه کوي، چې د وزیرستان هغه اوسیدونکي، چې خوست ته اوښتي بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي. پاکستانيو چارواکو …

نور... »

په کابل کې تښتول شوې هندي میرمن ژغورل شوې

هندي چارواکو په ډاګه کړې، چې څه موده وړاندې په کابل کې تښتول شوې میرمن جوديت دي سوزا ژغورل شوې ده. د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د شنبې پر سهار له خپلې تویتر پاڼې په ډاګه کړه؛ خوشاله یم، چې جودي دي سوزا وژغورل شوه. ما له جودي …

نور... »

جان نیکلسون له پاکستان سره پر سوله بحث کړی

 په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان د پاکستان د پوځ له لوی درستیزسره د افغان دولت او طالبانو د سولې پر خبرو بحث کړی دی. جان نیکلسون له راحیل شریف سره په اسلام آباد کې خبرې کړي او د افغانستان د سولې پر بهیر یې د …

نور... »

په ترکیه کې پر حکومت د کودتا هڅه شنډه شوه

تېره شپه د ترکي ځواکونو د لوی درستیز په مشرۍ د ترکیې پر حکومت د کودتا هڅه وشوه، چې  شنډه شوې ده. کوداتاچیانو په انقره، استانبول او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر پولیسو، دولتي تاسیساتو او پارلمان بریدونه وکړل او په څو ساعتونو کې یې د ترکیې دولتي …

نور... »

د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي

د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په پام کې لري، چې افغانستان ته د هغه هېواد د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي. د پاکستان د خواراکې توکو، مالیې، تکنالوژۍ او علومو وزارتونو او د ملي عوایدو د ادارې استازي وروسته له هغې په …

نور... »

په فرانسه کې ۷۷ کسه وژل شوي او ښایي دغه شمېر نور هم لوړ شي‌

د فرانسې د نیس په ښار کې تېره شپه یو لارۍ چلوونکي۷۷ کسه وژلي او ښایي، چې دغه شمېر نور هم لوړ شي.‌  ویل کیږي، چې موتر چلوونکي په پلې لار کې نور له سل  ډېر پیاده کسان ټپیان کړي دي. نړیوالو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې د …

نور... »

افغان حکومت د کارګرو ماشومانو په تړاو قوانین پلي کړي

بشري حقونو د څارنړیوال سازمان په یوه راپورکې ویلي، چې افغا نحکومت د هغو زرګونه ماشومانو په ساتنه کې پاتې راغلی، چې په خطرناکو ځایونو کې په کار اخته دي. په یودېرش پاڼوکې دغه چمتو شوی راپور نن خپور شوی او پر افغان حکومت غږ شوی، چې د ماشومانو په …

نور... »

پاکستان تائید کړه، چې خالد خراسانی وژل شوی دی

د پاکستان پوځ تائید کړه؛عمر نری، چې د خالد خراساني په نوم مشهور و؛ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د پاکستاني پوځ دعامه اړیکو څانګې مشرعاصم باجوه په یوه تویتر پیغام کې لیکلي، چې ناتو ځواکونو د پاکستاني پوځ …

نور... »

د هند او افغانستان تبلیغاتو پاکستان ضد افکار زېږولي-سرتاج عزیز

دپاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي،چې د افغانستان او هند د تبلیغاتو له کبله په امریکا کې د ځینو روڼ اندو او نظرخاوندانو لیدلوری د پاکستان په تړاو بدل شوي دی. هغه د چهارشنبې په ورځ په ډاګه کړه؛ د امریکا یوازې یوه برخه روڼ …

نور... »

پاکستان په افغانستان کې له جنګیدونکیو ډلو ملاتړ کوي – خلیلزاد

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو جمهوریت پلوي پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې؛ پاکستان د ترهګرو پلوي کوي. امریکا په دې باورده، چې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ده او په دې کې هم شک نه شته، چې دا شبکه د پاکستان له …

نور... »

ناتو به هر کال له افغانستان سره ۵ میلیارد دالر مرسته کوي

متحده ایالتو او د ناتو نورو غړیو هېوادونو د وارسا په ناسته کې په ګډه د ۵ میلیارد دالرو ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان امنیتي ځواکونه پرې وچلوي. افغانستان دا مهال څه باندې ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، چې کلنی لګښت یې شاوخوا ۵ ميلیارددالر اټکل شوي. متحده …

نور... »

د سولې په اړه د اشرف غني خبرې د پاکستان له غبرګون سره مخ شوې

پاکستان د ولسمشر اشرف غني د هغو څرګندونو په اړه، چې د ناتو په سرمشریزه  کې  یې کړې، سخت غبرګون ښودلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس زکریا د اشرف غني هغه خبره رد کړه، چې ویلي یې دي؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې د …

نور... »

د اوباما پرېکړه د ناتو پر ماموریت اغېز نه لري- جنرال جوزیف وتل

یوه جګپوړي امریکايي جنرال کابل ته له رارسیدو مخکې ویلي: له افغانستان څخه د شاوخوا څوارلس سوه سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما پرېکړه به په دغه هېواد کې د ناتو پر ماموریت کوم اغېز ونه کړي؛ ځکه،چې ځیني کارونه له بهره هم کېږي. اوباما د چهارشنبې …

نور... »

د پاکستان ایدهي خیریه ټولنې مشر عبدالستار ایدهي ومړ

د کراچۍ ایس ای یو ټي روغتون داکتر مرلي دهرن ویلي؛ښاغلی ایدهي له ځايي وخت سره سم بیگاه ماخوستن نږدې یوولس بجې ومړ. د پاکستان دولتي تلویزیون په رپوتکې د ایدهي د زوی فیصل له قوله ویل شوي، چې عبدالستار ایدهي پهوصیت کې خپلې سترګې خیرات کړې دي. له دې …

نور... »

افغان ولسمشر نن د ناتو سرمشریزې ته وینا کوي

نن(شنبه) د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناتو د سرمشریزې په دوه یمه ورځبه افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا وکړي. د دې دوه ورځنۍ غونډې، چې تېره ورځ پیل شوې د اجنډا په سر کې د افغانستان موضوع شامله ده. په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف …

نور... »

د پولیند په وارسا ښار کې د ناتو دوه ورځنۍ ناسته د همغږۍ غوښتنه کوي

د تاتو غړي هېوادونه د پولیند په وارسا ښار کې راټول شوي، چې د افغانستان او سیمې په اړه بشپړ غور وکړي. د ناتو عمومي منشي په یوه خبري ناسته کې د دغې سرمشریزې له مشرانو وغوښتل، چې له افغانستان څخه د ملاتړ له پاره د پرېکنده ماموریت پر غزیدو، …

نور... »

اوباما د ترورزم په وړاندې د نړیوالې همغږۍ غوښتونکی شو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پولند د ناستې په څنډه کې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې همغږۍ غوښتونکی شو. د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي وویل؛ لکه څنګه، چې ناتو له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلام کړ، امریکا هم په دغه هېواد کې خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې ده. …

نور... »

د افغانستان او سیمې وضعیت پېچلی دی

د متحده ایالاتو د بانفو‌ه سناتورانو یوه ډله؛ د یو شمېر لوړپوړيو مقاماتو په ملتیا، چې تر تېرې ورځې یې په پاکستان کې د اردو له مشر جنرال راحیل شریف سره د پاکستان او افغانستان د وضعیت او د دواړو هېوادونو د سرحدي امنیت په اړه خبرې کړي، په ډاګه …

نور... »

په عراق کې له ځانمرګي بریدونو وروسته ملي ماتم اعلان شوی

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي په پلازمېنه بغداد کې له بمي بریدونو وروسته، چې په پایله کې یې له۱۲۵ کسانو ډېر وژل شوي او څه ناڅه۱۵۰ ټپیان دي، درې ورځنی ملي‌ ماتم اعلان کړی دی. داعش د بریدونو پړه په غاړه اخیستې او د سیمې خلکو د عراق لومړی …

نور... »

امریکا په ډرون بریدونو کې د ملکیانو د وژل کیدو راپور خپور کړ

په دې راپور کې، چې د خپریدو له پاره یې ډېره تمه وه؛ ویل شوی، چې د دوه زره نهم او دوه زره پېنځلسم کلونو په منځ کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کې له څلور شپیته څخه نیولې تر یو سل و شپاړس پورې ملکیان د …

نور... »