عاجل خبرونه

نړۍ

ریال مادرید په یوولسم ځل د اروپا اتلولي خپله کړه

تېره  شپه ریال مادرید په پنالتۍ کې اتلاتیکو مادرید ته په  ماته ورکولو د یوولسم ځل له پاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله او ریالان په دې لوبه کې خوښ او بریالي کور ته ستانه شول. د لومړۍ نیمايي لوبې په پاتې شېبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول وهلو فرصت پیدا نکړ؛ خو  ریال مادرید …

نور... »

پاکستان د ټولو شناختي کارتونو د تصدیق امر کړ

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان خپلو اړوند  ادارو ته امر کړی، چې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې دې ټول کمپیوتري شناختي کارتونه تصدیق کړي. پاکستان دا کار وروسته له هغې کوي، چې د افغان طالبانو له پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره پاکستانی پاسپورت او شناختي …

نور... »

برتانوي ځواکونه بیا افغانستان ته لیږل کیږي

د برتانيې حکومت وايي، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې به افغانستان ته یو شمېر نور ځواکونه ولیږل شي او  افغان ځواکونو ته د روزنې ورکولو وخت به هم یو کال نور تمدید یږي. د غه هېواد  دفاع وزارت سرچېنو ویلي، چې برتانیا له نورو هېوادونو سره بحث ته ننوتې …

نور... »

ايران له افغانستان سره پر پوله حايله سيمه جوړول غواړي

افغانستان ته د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي ويلي؛ ايران له افغانستان سره پر پوله حايله سيمه جوړول غواړي، چې د داعش مخه ونيسي او د دې کار له پاره له طالبانو او جګړه مارانو سره يوځای کار کوي. ايران تل طالبانو ته د يوه مستقيم تهديد په سترګه کتل؛ خو …

نور... »

اووه سترو صنعتي هېوادونو له افغانستان څخه د ملاتړ اعلان کړی

د اووه سترو صنعتي هېوادونومشرانو تېره ورځ په خپله سرمشریزه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ په داسي حال کې اعلان کړ، چې دا حکومت د تروریزم پر ضد جګړې او همداراز اصلاحاتو ته دوام ورکوي.  د امریکا، بریتانیا، ایتالیا، فرانسې، جرمني، کانادا او جاپان مشرانو په هیروشیما کې د …

نور... »

روسیې د اسلامي هېوادونو له فعال موقف څخه ملاتړ وکړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، چې اسلامي نړۍ به تل وکولی شي روسيه د يوهباور وړ متحد په توګه د خپلو عاجلو ستونزو په حل کې خپله کړي. نوموړي دغه مطلبپه سوچي کې د ستراتيژيک لرليد ګروپ ترسرلیک لاندې جوړې شوې ناستې تهپه ډاګه کړ. پوتین تینګار وکړ، چې …

نور... »

په نږدې راتلونکي کې ښایي طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په جاپان کې د جی شپږ هېوادونو په ناسته کې ويلي، چې طالبان پر نوي مشرتابه سربېره ښايي په نږدې راتلونکي کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي. اوباما خبريالانو ته د جاپان په ايس شیما کې وويل، ګومان دا …

نور... »

پاکستان د ملا منصور وژنه تائید کړه

د پاکستان حکومت د بلوچستان په ایالت کې دامریکایي بې پیلوته الوتکې په برید کې د طالبانو د پخواني مشر ملااختر محمد منصور وژنه تائید کړه.  په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي؛ مدارک تائیدوي، چې په دې برید کې وژل شوی شخص د …

نور... »

هیله ده، چې د طالبانو نوی مشر به سوله ییز ګامونه واخلي- مارک تونر

د امریکا حکومت  وایي؛ هیله  ده، چې د طالبانو نوی مشر مولوي هبت الله اخندزاده به په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل لور ته ګامونه واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر د چهارشنبې په ورځ ناوخته دا خبره وروسته له دې وکړه، چې …

نور... »

افغان ولسمشر اشرف غني ایران ته رسیدلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې ایران ته رسیدلی او غواړي له هند او ایران سره د چابهار بندر سوداګریز او ترانسپورتي هوکړه لیک لاسلیک کړي. ټاکل شوې، چې د افغانستان او ایران ولسمشران د هند له لومړي وزیر سره یوځای د چابهار بندر د بشپړې …

نور... »

بانکي مون له حزب اسلامي سره د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ

د افغانستان ولسمشر د دوحې د ثبات او هوساینې  د نړیوالې ناستې په څنډو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره ولیدل. په دې لیدنه کې بانکي مون په بېلابېلو برخو کې د ملي وحدت حکومت له لاسته راوړنو او په ځانګړي توګه له حزب اسلامي سره د …

نور... »

بارک اوباما د طالب مشر ملا محمد اختر منصور وژل تائید کړل

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په رسمي توګه د ملا اختر محمد منصور وژل کیدل تائید کړل. اوباما، چې څو شېبې وړاندې یې په ویتنام کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله؛ دغه خبر تائید کړی دی. له اوقیانوسیې سیمې سره د اړیکو د پیاوړتیا له پاره د امریکا هڅې …

نور... »

نن به په ایران کې د چابهار بندر درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شي

د افغانستان ، ایران او هند مشران به نن په ایران کې د چابهار بندر د یو لړ تاسیساتو  په اړه  درې اړخیزه  سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړي. دغه هوکړه به افغانستان ته د سیمې د ترانزیت د څلور لاري  حیثیت وروبښي. چابهار بندر د ایران په بلوچستان او سیستان ولایتونو …

نور... »

ولسمشر غني نن په دوحه کې له بان کي مون سره کاري لیدنه لري

تمه ده، چې نن د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره د قطر په مرکز دوحه کې وګوري. اشرف غني پرون قطر ته ولاړ د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال رسنیو ته له بان کي مون سره د اشرف غني د لیدنې کتنې …

نور... »

له پاکستان سره په سرحدي سیمه کې پر ملا منصور هوایي برید شوی

د امريکا دفاع وزارت وايي، د پاکستان او افغانستان د پولې په لیرې پرتو سيمې کې د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور يو لړ هوایي بريدونه ترسره شوي دي. د امريکا دفاع وزارت د دې بريدونو د تائيد پرمهال ويلي، چې اوس هم د برید د پايلو ارزونه …

نور... »

په ګوانتانامو زندان کې د افغان زنداني عبیدالله د خوشي کیدو سپارښتنه شوې

په ګوانتانامو زندان کې د عفوې او ارزونې کمیتې د افغان زنداني عبیدالله، چې له ۲۰۰۲ کا راهیسې د جنګي جنایاتو په تور ساتل شوی و؛ د خلاصیدو سپارښتنه کړې ده. د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ د یاد زندان د عفوې او …

نور... »

افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه دي- سرتاج عزیز

د پاکستان د لومړي وزیر مشاور وايي، طالبان تر دې دمه د سولې خبرو اترو ته چمتو نه دي. د دغه هېواد د لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې افغان طالبانو تر اوسه د همغږۍ ډلې څلور اړخیزو هڅو ته مثبت …

نور... »

پر طالبانو د بندیزونو د نرمولو له لارې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شو-روسیه

 روسیه، چې په تېرو څوارلس کلونو کې غلې وه اوس یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې همکاریو ته تیاری ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا وایي، د افغانستان په ځانګړي توګه د شمال سیمو وضعیت د اندېښنې وړ …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د زرګونه سرتېرو ساتنې ته ژمنه ده- کري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا پر خپلې هغې ژمنې، چې واشنګتن به افغانستان یوازې نه پریږدي، ټینګار کوي. له ۲۰۱۶ کال وروسته د ناتو د پریکنده ملاتړ د ماموریت دوام او تر دوه زره شلم کال پورې له افغان ځواکونو مالي ملاتړ د ناټو تړون د …

نور... »

د ناټو په افغانستان کې د ځواک ساتلو لیوالتیا لري

مخکې له دې، چې د افغانستان د مالي او پوځي ملاتړ له پاره د بروکسل غونډه پیل شي، په افغانستان کې د ناټو پریکنده ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د تړلو دروازو تر شا د دغه هېواد د امنیتي وضعیت په اړهخپلې څیړنې د ناټو تړون د غړو …

نور... »