عاجل خبرونه

نړۍ

امریکا په افغانستان کې د حافظ سعید وژنه ومنله

د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې قومندان حافظ سعید خان د جولای په ۲۶د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د داعش ډلې ویلي، چې له بریده یې دغه مشر ژغورل شوی دی. د کابل …

نور... »

روسیه ام ای جي ۳۵ ډوله ښکاري الوتکې تولیدوي

په نږدې راتلونکې کې به د ام ای جی ۳۵ ډوله ښکاري الوتکو جوپه يي توليد پيل شي اوهوايي فضايي ځواکونه په پلان کې لري، چې ژرتر ژره دغه الوتکې وپيري. د روسيي د هوايي ځواکونو قومندان ډګرجنرال ويکتور باندريف یو روسي ټلویزیون سره په مرکه کې د دغه مطلب …

نور... »

د افغانستان ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته تیلیفون کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته تیلیفون وکړ او د کویټې د وروستي تروریستي برید په خاطر یې غمرازي څرګنده کړه. ولسمشر غني د کویټې تروریستي برید په کلکه وغانده. هغه وویل، چې ترهګري د دواړو هېوادونو له پاره ګډ ګواښ دی …

نور... »

د نړۍ د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو

د نړۍ هېوادونو د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو. په دې نوملړ کې ټولنیز مسایل د ساري په توګه؛ پاکو اوبوته لاسرسی، امنیت، سیاسي مسایل، روغتیا، ښوونه او روزنه او تفریحې ځایونه د نړۍ په یو سل و یو شپیته هېوادونو کې څېړل شوي دي. په دي …

نور... »

د ننګرهار په عملیاتو کې د داعش ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي

په ننګرهار کې د افغان او ائتلاف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا درې سوه داعش جنګیالي وژل شوي دي.  په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون، چې په هند کې دی وایي، په هغو عملیاتو کې، چې دوه اوونۍ مخکې د افغان او …

نور... »

پاکستان له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي؛ ډېر ژر به  له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړ کړي، چې د دواړو لوریو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه آسانه شي.  د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان، چې د پاکستان، مرکزي آسیا او افغانستان په سوداګریزه غونډه کې خبرې کولې وویل، …

نور... »

په کوېټه کې ځانمرګي برید ۱۰۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کویټې ښار په یوه ځانمرګي برید کې شاوخوا څلور پنځوس تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي. پولیس وايي، دغه ځانمرګی برید نن سهار د کویټې ښار د لویدیځې څنډې د یوه روغتون په دروازه کې شوی دی. په بلوچستان ایالات کې یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي، …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش نارسمي ائتلاف رامنځته کړی

د هېواد په ختیځ کې طالبانو او داعش له څه باندې یوې کلنې جګړې وروسته نارسمي ائتلاف رامنځته کړی دی. د امریکا وال ستریت ژورنال د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان زمان وزیري د وینا له مخې لیکلي، چې د داعش او طالبانو تر …

نور... »

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دوه ورځني سفر ایران ته رسیدلی

  د افغانستان د ملی امینت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ ناوخته په یو دوه ورځني سفر ایران ته زسیرلی دی. د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به له ایراني چارواکو سره د تروریزم په وړاندې پر ګډه مبارزه، مخدره مواد …

نور... »

د پاکستانۍ چورلکې عمله تحریک طالبان يرغمل کړې

د پاکستانۍ چورلکې عمله، چې په لوګر کې يې بېړنۍ ناسته وکړه د تحریک طالبان له سخت دريځي ډلې سره يرغمل دي. دا د «طالبانو » له بېلابېلو ډلو څخه جوړ شوی يو لوی سازمان دی او لوګر ته نږدې په پوله کې پرتې سيمي د دوی په ولکه کې …

نور... »

سپينې ماڼۍ د بي پیلوته الوتکو د سمې کارونې د پالیسۍ سند خپور کړ

سپينې ماڼۍ له امریکا څخهد ترهګروپه ضد د بي پیلوتهالوتکو د چټکې کارونېپه اړه د پالیسۍ سند خپور کړی دی. په دغه سند کې، چې له درې کالونو راهیسېپلیکیږي؛د ملکیانو د وژل کیدو او د اشتباهي بریدونو د مخنوي لارښوونې شاملې دي. په دې سند کې دا هم راغلي؛امریکا باید …

نور... »

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د ۷ کسانو د خوشې کولو هڅې روانې دي- شریف

  د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي، حکومت یې له رسمي او نارسمي چینلونو کار اخلي، چې؛ هغه اووه کسان په خوندي توګه خوشې شي، چې چورلکې یې د لوګر په ازره کې بېړنۍ ناسته کړې او سپاره کسان یې د ځايي طالبانو له خوا نیول شوي دي. نواز …

نور... »

په افغانستان کې د داعش د ماتولو له پاره د امریکایي ځواکونو ستره برخه پاتې کیږي

د امریکا د ملي امنیت شورا په غونډه کې له ګډون وروسته ولسمشراوبامایوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې؛ځکه د امریکایي سرتېرو د کمولو پرېکړه ونه شوه، چېداعش ماته وخوري. د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي ، په افغانستان کې مې د سرتېرو د ساتنې پرېکړه؛ځکه وکړه،چې داعش ډله …

نور... »

امریکا به له پاکستان سره پوځي مرسته ونه کړي

 امریکایي چارواکي وایي، د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته ویلي، چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې اقدام نه دی کړی؛ نو، ځکه به ۳۰۰ میلیون دالر هغه هېواد ته ورنکړشي. دوه ګونې لوبه او خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو له پاره له ترهګرو څخه  د وسایلو په توګه …

نور... »

ترهګر د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره روزل کیږي- محب

د امریکا په متحد ایالتونو کې د افغانستان سفیر د امنیتي موضوعاتو د څېړنې یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې پاکستان وسلوالو او ترورستانو ته پناهځای ورکوي. حمد الله محب په واشنګتن کې د (اسپین) په نوم امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه، چې ترهګر د …

نور... »

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې هالند ته ماته ورکړه

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د ای سي سي لويې وچې کپ سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه هېواد هالند ته په یوه اننګز او د شپږ دیرش منډو په توپير ماته ورکړه. په دې بریا  افغانستان د انترکانتیننتال کپ په سیالیو کې له ټولو لوبډلو مخکې شو. دغه لوبه …

نور... »

روسیې د شل دولتي او نادولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې جاسوسي ویروس موندلی

روسیې په ډاګه کړې؛ د شل دولتي او نا دولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې یې داسې ویروس موندلی، چې د جاسوسۍ له پاره کاریږي. د روسیې د امنیت فدرالي اداره (ایف ایس بي) وايي، چې د روسیې د شل سازمانونو، حکومتي ادارو او د دفاع  په برخې کې د …

نور... »

د پېښور په خيبر کې د واده د موتر ۲۴ سپرلۍ د سرې شګې خوړ وړي

ديورند کرښې ته نږدې په خیبر کې د ورا یو داتسن ډوله موټر د خوړ اوبو وړی، چې ۲۴سپرلۍ یې مړې شوي او درې نور ټپيان دي، چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.  د خیبر ځایي چارواکو ویلي، په مړو شویو کې ۱۸ ماشومان هم شته. …

نور... »

افغان ځواکونو له وسلوالو سره د اړیکو په تور سلګونه ماشومان نیولي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي؛ له ۲۰۱۵ کال را په دیخوا افغان ځواکونو سلګونه ماشومان ، چې د اکثرو عمرونه له اتلس کلونو ټیټ دي، له وسلوالو ډلو سره د اړیکو په تور نیولی دي. دغه سازمان دا کار د اندېښې وړ بولي. د بشري حقونو د …

نور... »

افغانستان له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ چورلکو غوښتنه وکړه

افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې روسیې ته په سفر تللی، له تروریزم سره د مبارزې له پاره له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ چورلکو غوښتنه وکړه. ښاغلي اتمر روسي خبري آژانس ایترتاس ته وویل؛ د افغانستان په خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د ځپلو له پاره جنګي …

نور... »