نړۍ

د هزارګانو نړیوالې شورا په بروکسل کې خپل پلویان لاریون ته وهڅول

د هزارګانو نړیوالې شورا له خپلو پلویانوغوښتي،چې د اکتوبر په ۴او ۵مه په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس پرمهال د افغانستان د حکومت پر ضد په لاریون کې ګډون وکړي.  د هزاره ګانو د نړیوالې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې زرګونه …

نور... »

داعش د افغانستان له لارې منځني آسيا ته د رسیدو هڅه کوي-مالوتف

د داعش ترهګره ډله له افغانستان سره چندان زړه راکښون نه لري؛ هغوی غواړي، چې د منځني آسيا هېوادونو ته نفوذ وکړي. د روسيي د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اليګ سير مالوتف وایي، چې داعش ډله هڅه کوي، چې په افغانستان کې نفوذ وکړي؛ خو افغانستان د دوی د علاقې …

نور... »

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن یوه بجه وروستۍ لوبه کوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه نن له غرمې وروسته ترسره شي. دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه بجه پيل شي. په تېره لوبه کې د افغانستان كركت ملي لوبډلې …

نور... »

د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر غړي د چین هېواد ته تللي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وا يي، چین ته مو د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سوداګرۍ  پرا ختیا ده. د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي؛ د هېواد نږدې  پنځوس تنو سوداګرو د چین  په بلنه  هغه هېواد ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د …

نور... »

په بروکسل کې د افغانستان په اړه مقدماتي غونډه وشوه

د بلجیم  په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو او اروپايي اتحادیې یو شمېر استازیو له افغانستان سره د مالي مرستو د څرنګوالي په اړه مقدماتي غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو، د افغانستان په اړه په را روان نړیوال کنفرانس کې له کابله د سیاسي ملاتړ د زیاتیدو پر بېلابېلو اړخونو …

نور... »

جګړه په جګړو پای ته نه رسیږي- پتریک کندي

د ملي وحدتحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه لیک دلاسلیک په بهیر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له اریانا نیوز سره په ځانګړو خبرو کې لهدغه هوکړه لیک هرکلی وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پتریک کندي ویلي، افغان ځواکونه اوس …

نور... »

د افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په نه ویلود سارک سرمشریزه وځنډول شوه

افغانستان، هند، بنګله دیش او بوتان په اسلام آباد کې د نوامبر میاشتې پلان شوې سارک نولسمه سرمشریزه بایکاټ او پاکستان هم د دې سرمشریزې د ځنډېدو پرېکړه وکړه. د پاکستان چارواکي وايي،د څلور غړیو هېوادونو له لوري په سرمشریزه غونډه کې له انکار وروسته د سویلي آسیا هېوادونو د …

نور... »

پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تړون هرکلی وکړ

په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ د سولې له رښتيني بهیر ملاتړ کوي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک سولې ته اړتيا لري. د پاکستان سفارت ويلي، هېواد يې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی؛ ځکه، …

نور... »

نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ له دوام خبر ورکړ

د افغانستان په اړه د بروکسل د کنفرانس په درشل کې نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ د دوام خبر ورکوي. په افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې په یوه بیان کې، چې پرون خپور شو د نړیوال بانک د مرستیال مشر کایل پیترز له قوله لیکي؛ نړیوال بانک …

نور... »

بنګله دېش کرکت لوبډلې افغان لوبډلې ته په اووه منډو ماته ورکړې

د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش په اوو منډو وګټله. دا لوبه، چې پرون د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه، پچه يې بنګله دېش ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې …

نور... »

د هند لومړي وزیر د پاکستان د منزوي کولو ژمنه کړې

د هند لومړي وزیرپرپاکستان تورلګولی،چې دغه هېواد د آسیا د بې ثباته کولو هڅې کوي. د هند لومړي وزیرنریندرا مودي دغه خبره پرون د هند د جنوب په کاليکوټ  ښار کې د خپل ګوند بهاراتیا جناتیا د غونډې پر مهال  کړې، چې په ژوندې بڼه خپریده. دا د هند پرپوځي …

نور... »

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن نړیواله سیالي کوي

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي وکړي. د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي وایي؛ دغه سیالۍ، چې د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې ترسره کېږي د افغانستان لوبډلې ته مهمي دي. ښاغلی فضلي …

نور... »

داعش په افغانستان کې ۱۳۰۰ جنګیالي لري، چې زیاتره یې پاکستانیان دي-جنرال نیکلسون

په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ماموریت قوماندان وایي؛ داعش دا مهال په افغانستان کې یو زر و درې سوه جنګیالي لري، چې زیاتره یې پاکستانیان او د اورکزیو اوسیدونکي دي. په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندانجنرال جان نیکلسون په ډاګه کړې، چې په نړۍ …

نور... »

د حامد کرزي او نورو پخوانیو دولتي چارواکو شتمني ناقصه راجستر شوې-سیګر

د افغانستان په بیارغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره سیګر وایي، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو پخوانیو دولتي چارواکو شتمني په ناقص ډول راجستر شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې عالې اداره په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي. سیګر …

نور... »

هند د پاکستان د منزوي ساتلوغوښتنه کړې

د پاکستاني او هندي کشمیر کرښې ته څیرمه د هند پر پوځي اډې د ترهګرو له برید وروسته هند؛ پاکستان یو تروریست هېواد وباله او له نړیوالو یې وغوښتل، چې دا هېواد منزوي کړي. د هند پوځ وایي، مشکوکو یاغیانو تېره ورځ په اوري ښارګوټي کې د پوځ پر یوه …

نور... »

په نیویارک کې چاودنې ۲۹کسان ټیان کړي

د نیویارک ښار د منهاتن په سیمه کې تېره شپه(په ځایي وخت ۹ بجې)چاودنه شوې،چې په کې ۲۹ کسان سرسري ټپیان شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د اسوشیتید پریس خبرې آژانس د څرګندونو له مخې،پېښه د منهاتن د چلسي په سیمه کې رامنځته شوې ده. له …

نور... »

په هندي کشمير کې ګرځبندیز لګول شوی

د هندۍ غاړې کشمير په نژدې ټولو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی دی. دا ګام وروسته له هغې واخیستل شو، چې په سرینګر کې د ښوونځي د یوه زدکوونکي جسد د مرميو له ټپونو سره وموندل شو. د ناصر شفيع په نامه دغه ماشوم د تېرې جمعې په ورځ لادرکه …

نور... »

ملي پخلاینه د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده- چین

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ملي پخلاینه د پرمختګ لپاره اړینه وبلله او پر نړیوالې ټولنې یې ږغ وکړ، چې د دغه بهیر ملاتړ وکړي.  د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ په ملګروملتو کې د چین د دایمي استازي مرستیال دا خبره د افغانستان پر …

نور... »

د اساسي قانون د لویی جرگې د جوړیدو لپاره شرایط ستونزمن دي- ریچارد اولسن

په داسې حال کې، چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د حل کولو او په اساسي قانون کې د حکومت د جوړښت په اړه د لویی جرگې د جوړیدو لپاره د افغانستان دننه بحثونه روان دي؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو …

نور... »

فساد، شر اچوونکیو ته مادي امکانات وړاندې کړي- سیګار

سیګار په ډاګه کړې، چې فساد له دولته د خلکو د ناخوښۍ لامل شوی او مادي امکانات یې شر اچوونکیو ته وړاندې کړي دي. دغه څرګندونه؛ په هغه ګزارش کې، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د عمومي پلټنې ادارې (سیګار) خپورکړی په ډاګه شوې ده. دې …

نور... »