عاجل خبرونه

نړۍ

د ایران شورای نګهبان د پيسو سپینولو ضد مصوبه تائید کړه

د ایران دولت غواړي، چې په دې هېواد کې د پيسو سپینولو پرضد اقدامات په نړیوالو معیارونو برابر شي. د شورای نګهبان ویاند علي کدخدايي پرون شنبه خبریالانو ته وویل، چې له تروریزم سره د مبارزې د تمویل په قانون کې تعدیل شوي موارد یې هم تائید کړي دي. پر …

نور... »

په رومانیا کې زرګونه کسانو د خپل حکومت پرضد مظاهره کړې

زرګونه لاریونکوونکي، چې پرون شنبه د بوخارست ښار په مرکزي څلور لاري کې د خپل هېواد بېرغونه لېږدول؛ د حکومت بدلولو غوښتونکي شول. هغوي وايي، چې حکومت په قوانینو کې داسې بدلون راوستی، چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي. په …

نور... »

له بندیزونو څخه د امریکا موخه د ایرانیانو وېشل دي- حسن روحاني

د ایران ولسمشر د دغه هېواد پرضد د امریکا د بندیزونو بیا پیلېدل؛ رواني جګړه ونوموله، چې موخه یې د ایرانیانو وېشل دي.  حسن روحاني په خپله تلویزیوني وینا کې وویل، امریکا له یوې خوا د اتومي خبرو له پیلولو غږیږي او له بلې خوا بندیزونه لګوي. نوموړي وویل: ترمپ …

نور... »

عمران خان د لومړي وزیر په توګه د پارلماني غړیو د رایو خپلولو ته اړ شوی

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پرون عمران خان د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه نومولی؛ خو عمران خان اړ دى، چې د دغه مقام د خپلولو لپاره د پارلمان د غړيو رايې ترلاسه او د اپوزیسيون نوماند ته ماتې ورکړي.  د عمران خان لپاره به د شنبې پر …

نور... »

د انډونیزیا په زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي

د انډونیزیا چارواکو په ډاګه کړې، چې د تېرې ورځې په سهارنۍ زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي. په اندونیزیا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي: دغه زلزله، چې ژوروالی یې په ځمکه کې لس کیلومتره ښودل شوی؛ ځواک یې …

نور... »

په بنګله دېش کې چارواکو پر مبایلونو انترنیت بند کړی دی

بنګله دېشي چارواکو ویلي: اړوند ادارو؛ ځکه دا کار کړی، چې په دغه هېواد کې د ځوانانو پيل شویو مظاهرو زور اخیستی دی. د دې کار موخه تر ډېره دا ښودل شوې، چې ځوانان راټول نشي. په ډاکه کې مظاهرې پر تاوتریخوالو اوښتي او د شاهدانو په خبره څه باندې …

نور... »

ایران له هرمز تنګي څخه د تېلو لیږد بندولی شي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای له فارس خلیج څخه د تېلو د لیږدولو د مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني له خبرداري ملاتړ څرګند کړی دی. نوموړي د ایران بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د ولسمشر روحاني خبرداری د …

نور... »

امریکایي دیپلوماتان دې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي- ترمپ

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛  د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ خپلو ديپلوماتانو ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو سره دې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. ورځپاڼه د امريکا په پاليسۍ کې دا يو ارزښتمن بدلون ښيي او لیکي؛ افغان او امریکایي چارواکو درک کړې، چې  طالبان …

نور... »

په پاکستان کې ځانمرګي ۲۷۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بلوچستان داخله وزیر ویلي، چې د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید ځاني زیان نور هم پورته شوی دی.   د بلوچستان داخله وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته څرګنده کړې، چې په دې برید کې ۱۲۸ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي. چاودنه هغه …

نور... »

پر ایران له لګیدلیو بندیزونو سرغړوونکي اروپایي شرکتونه به مجازات شي- ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې پر ایران د امریکا له لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي. نوموړي له فاکس خبري آژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اروپايي شرکتونه پر ایران له لګول …

نور... »

امریکا د چابهار بندر له پراختیا سره مخالفت نه کوي-امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هند ته په خپل سفر کې ویلي، چابهار پروژه تر سره کیدوونکې ده او امریکا یې په اړه له هند سره همکاري کوي. نیکي هیلي د هند له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې واشنګټن په اصولي توګه د …

نور... »

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان بریالی شو

د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر اعلام کړه، چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ترکیې د ټاکنو مرکز مشر سعدي ګوون اعلام کړه، چې ښاغلی اردوغان د ولسمشریزو ټاکنو په …

نور... »

د ترکیې ولس په هېواد کې د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي

د ترکیې خلک او په تېره ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د خپل هېواد د برخلیک ټاکونکیو ټاکنو شاهدان دي. ځینې کتونکي دا ټاکنې په تېرو نوي کلونو کې کله، چې مصطفی کمال اتاتورک عثماني خلافت ړنګ کړ؛ تر ټولو مهمې او برخلیک ټاکونکې بولي. د نننیو ټاکنو ارزښت په …

نور... »

روسیې او امریکا د اتومي سروکو کمولو هوکړه کړې

د نړۍ لویو قدرتونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو کړنو په پایله کې، د اتومي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایله ‌یې شمېر۱۴ زره او ۴۶۵ ته رسیده؛ خو له دې سره سره د دغو وسلو پرمختللي …

نور... »

په سینګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو ولیدل

په سینګاپور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره ځانګړې لیدنه تر سره کړې ده. دواړو مشرانو له لنډو خبرو وروسته د څو شېبو لپاره د رسنیو کمرو ته څرګند شول او بیا د بندو دروازو تر شاه په داسې …

نور... »

د افغانستان لپاره د ناتو رول او ماموریت له ستر اهمیته برخمن دی- د امریکا استازې

په ناتو کې د متحده ایالاتو استازې ویلي، چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د ناتو ماموریت او رول له ډېر ستر اهمیته برخمن دی. د سولې او پرمختګ لپاره افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښوونه، مشوره او ملاتړ هم زمونږ اړتیا ده.    د امریکا د …

نور... »

نورو هېوادونو ته له سوریې او عراق څخه د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي- فلیکس ګیدني

په عراق کې د بریتانوي ځواکونو یوه قومندان ویلي، چې له سوریې او عراق څخه افغانستان او نورو هېوادونو ته د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي. په عراق کې د ګډو بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ بریتانوي مرستیال فلیکس ګیډني وایي: دا سخته ده، چې ووایو داعش چېرته خپل وروستۍ هدف …

نور... »

کوریاګانو په لنډمهاله توګه د پروپاګند لودسپیکرونه بند کړي

د جنوبي کوریا حکومت وايي، په لنډمهاله توګه د دواړو کوریاګانو سرحد ته نږدې هغه لودسپیکرونه بند دي، چې د پروپاګند خپرولو لپاره لګول شوي. د جنوبي کوریا دفاع وزیر نن دوشنبه وویل، چې دا کار یې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د پوځي کړکیچ د کمولو او د خبرو لپاره …

نور... »

پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي- توماس شانون

د امریکا د بهرینو چارو وزارت مرستیال له امریکا غږ تلویزیون سره په مرکه کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیزونه ستایلي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي. هغه د سیمې په ثبات کې د پاکستان رول ډېر اړین بللی …

نور... »

امریکا او ملګرو یې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر مرکزونو کروز توغولي

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته په ډاګه کړې، چې امریکا له برتانیا او فرانسې سره په ګډه د بشار اسد د حکومت د کیمیاوي وسلو پر مرکزونو بریدونه کړي؛ ایران او روسیه یې هم وګواښل، چې د دمشق د حکومت له ملاتړه دې لاس واخلي. د …

نور... »