عاجل خبرونه

نړۍ

طالبانو د مسکو له غونډې تود هرکلی کړی

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند په یوه خبرپانه کې د مسکو له غونډې تود هرکلی کړی دی. د مسکو په ناسته کې روسې، چین او پاکستان پرېکړه کړې، چې چین او روسیه به د امنیت شورا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو له لیرې کولو ملاتړ وکړي. محمد …

نور... »

په افغانستان کې د کاناډایي کورنۍ د آزادیدو پر پوځي ځواک کارکیږي- جک رید

امریکا په افغانستان کې د یوې امریکایي- کاناډایي کورنۍ د آزادیدو لپاره د پوځي ځواک د کارولو غوراوی څېړي. امریکایي میرمن کیتلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې له خپل میړه جوشوا بویل سره په افغانستان کې تريتم شوې وه. اوس د دوی یوه ویدیو خپره شوې، چې ښیي د طالبانو …

نور... »

په افغانستان کې باید د فساد او جنګ په وړاندې هڅې بېلې نشي-ساپکو

سیګار وايي، په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې له یوه او بله سره تړلي دي. د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې عمومي ادارې ‘سیګار’ څارونکی جان ساپکو رسنیو ته ویلي، چې دا دوه هڅې له یوه بله نه شي بېلېدلی. سیګارپه ډاګه کړې؛ …

نور... »

د سارک غړیو هېوادونو صنعتي پارک ته د ځمکې غو ښتنه کړې

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي،د سارک غړیو هېوادونو له افغان دولت څخه د یو صنعتي پارک د جوړښت او ځمکي غو ښتنه کړې. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي؛هڅي پیل شوي،چې د سارک سازمان غړي هېوادونه د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره په افغانستان کې پانګو …

نور... »

په افغانستان کې یو شمېر کړیو د سولې په برخه کې شکونه را منځته کړي-سرتاج عزیز

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وایي؛  هېواد یي هڅې چټکې کړي، چې له افغانستان سره د سولي خبري پیل کړي. سرتاج عزیر زیاته کړې؛  په افغانستان کې یو شمېر کړۍ نه غواړي،چې له پاکستان سره د سولې خبرې تر سره شي. نوموړی دا کار ناهیلي کوونکی …

نور... »

په ترکیه کې چاودنو ۱۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ترکیې په استانبول ښار کې ددوه پرلپسې چاودنو له کبله ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۶۶نور ټپيان دي. لومړۍ چاودنه یو ځانمرګی برید و، چې د پولیسو له یوه بس سره نږدې رامنځته شوې، چې ډېر قربانیان یې پولیس دي. د راپورونو له مخې؛ چاودنه په استانبول ښار کې …

نور... »

په افغانستان کې اقتصادي سمونونه او له فساد سره مبارزه اړینه ده- اشتون کارتر

د امریکا دفاع وزیر د بګرام په خبرو کې په ډاګه کړې، چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په افغانستان کې د سیاسي یووالي د ارزښت، د سمونونو د تر سره کولو پر اړتیا او له فساد سره پر مبارزې بحث کړی دی. د امریکا دفاع وزیراشتون کارتر …

نور... »

ایران منلې، چې له طالبانو سره اړیکې لري

له مسکو وروسته اوس تهران ومنله، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي. په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي له طالبانو سره د تهران د اړیکو موخه د اطلاعاتو تر لاسه کول بولي. تر  اوسه پورې پاکستان د طالبانو ملاتړی بلل کیده؛ خو  اوس طالبانو د …

نور... »

د امریکا دفاع وزیر په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر نن سهار په یو ناڅاپي سفر د بګرام هوایي ډګر کې راکښته شوی او بیا ارګ ته په سفر راغلی دی. اشتون کارتر په دې سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د حکومت له نورو مشرانو سره …

نور... »

د طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو ستراتیژي دې جوړه شي

د امریکا د پوځ یو پخوانی چارواکی وايي؛  د طالبانو پناهځایونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ هغو ته استخباراتي معلومات، روزنه او لوژیستیکي مرستې برابروي. متقاعد جنرال جان کین،  چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې د ګټلو لپاره پکارده، چې د پاکستان په خاوره کې …

نور... »

د ناتو مرستې د نړۍ د هېوادونو امنیت او ټیکاو ته پانګونه شمېرل کیږي-رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې په افغانستان کې د ناتو او د متحدو هېوادونو مرستې په حقیقت کې د نړۍ د هېوادونو امنیت او ټیکاو ته پانګونه شمېرل کیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو …

نور... »

ناتو بیا هم له افغان ځواکونو سره ژمنه شوې مرستې مشروطې کړي

په بروکسل کې د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ناتو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو له افغان حکومته وغوښتل، چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي؛ د بشري حقونو په برخه کې هڅې زیاتې کړي او د دولت له …

نور... »

ایران د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. د افغانستان د ولسمشرۍ رسنیز دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې د آسیا زړهشپږم …

نور... »

په هندوستان کې د آسیا زړه د مشرانو ۶ ناسته پرانستل شوه

نن د هندوستان په امرتسر ښار کې د ۴۰ هېوادونو د استازیو په ګډون د آسیا زړه کنفرانس د اشرف غني او نرېندرا مودي له خوا رسماً پرانيستل شو. د کنفرانس د غړيو هېوادونو بنسټیزې غوښتنې په افغانستان کې پر اقتصادي همکاریو او د ترهګرۍ  پر واندې پر مبارزه راڅرخي. …

نور... »

ترمپ او غني تیلیفوني غږیدلي

د امریکا د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر تېره ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره تیلیفوني خبرې کړي دي. د رویتر خبري سرچینې د ترمپ د لیږد ډلې د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دواړو خواوو د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه،  چې دواړه دولتونه ور سره …

نور... »

ولسمشر غني نن د اماراتو په نړیوال فرهنګي کنفرانس کې ګډون کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په(تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ) کنفرانس کې د ګډون د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلی دی. دا نړیوال کنفرانس د ابوظبی حاکم د شیخ محمد بن زیاد او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر نوښت او د ملګرو …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نړیوالو مرستو دریدلی بهیر دې بیا پیل شي-صیاد

د دري نوییم کال لانجمنې ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې نړیوال د افغانستان د ټاکنو له بهیر سره مرستې ودروي. اوس، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو کار پیل کړی له نړیوالو غواړي، چې دغه بهیر له سره پیل کړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند گلاجان …

نور... »

له پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري دوام لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسلام آباد د واشنګتن پر هغې اندېښنې خبر دی، چې د پاکستان په خاوره کې یې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو په اړه لري. پر پاکستان اوس هم نیوکې کیږي، چې په خاوره کې یې د ترهګرو خوندي پناه ځایونه شتون …

نور... »

د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم خپل سیال وهلی او ډبولی دی

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د پرونۍ ګڼې د یوې لیکنې له مخې؛د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې یو قومي مشر احمد ایشچي وهلی او ډبولی او بیا یې په خپل موتر کې ناڅرګندلوريته بېولی دی. د احمد ایشچي پلویانو له دې پېښې وروسته په شبرغان …

نور... »

د افغانستان او ترکمنستان مشرانو د لاجورد اوسپنیزه کرښه ونښلوله

د افغانستان او افغانستان ولسمشرانو نن د ترکمنستان له اتا مراد څخه د افغانستان تر آقینې بندر پورې اوسپنیزه کرښه رسماً پرانسته. د لاجورد اوسپنیزې کرښې د لومړي پړاو د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر وویل: په وچه کې د پرتو هېوادونو د تلپاتې سوداګرۍ پیل ډاډمن شو …

نور... »