نړۍ

په پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ يو ساتونکي افغان ډيپلوماټ وواژه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفير پر خپل فيسبوک ليکلي، چې نن غرمه پر ځايي وخت ۱۲:۳۰ بجې د افغان قونسلګرۍ یو ساتونکي یو افغان دیپلومات پر ډزو وواژه. په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پېښې لامل د دواړو غاړو لفظي …

نور... »

ملګرو ملتونو د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شوراتېره ورځ( د سلواغې ۱۵کال ۱۳۹۵، چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ له ۳   سره برابره ده) په عمومي ناسته کې  د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ. د ملگرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار نوم د ۲۰۰۳ …

نور... »

پاکستان دې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې توندې هڅې وکړي- بردشییر

 د امریکا د پارلمان ځینو غړیو له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، امریکا له پاکستان سره ډېرې مرستې کړي؛ خو اوس هم په دې هېواد کې د ترهګرو ملاتړ کیږي. دغه قانون جوړونکي ټینګار کوي چې د امریکا نوی دولت به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره …

نور... »

د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي- د هند سفیر

په کابل کې د هند سفیر د سیمې له ټولو هېوادنو غواړي، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې د تامین او جګړو د پای لپاره هڅه وکړي. څه باندې یوه لسیزه کیږي، چې  افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او تر اوسه د دې خونړۍ جګړې د پای ته …

نور... »

واشنګتن دې افغانستان د ترهګرو پر ځاله له بدلیدو وژغوري-متقاعد جنرال پتریوس

له دوه میاشتو لږه موده پاتې ده، چې په افغانستان کې د جګړې موسم پیل شي او دا وېره هم شته، چې دا جګړه ځپلی هېواد بیا د ترهګرو خوندي ځاله شي. د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال وایي، چې واشنګتن باید اوس هم پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو …

نور... »

افغان دولت د هېواد له نیمایي لږ ډېره برخه تر ولکې لاندې لري-سیګار

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره سیګار څرګنده کړې، چې افغان دولت د هېواد له نیمایي لږ ډېره برخه تر ولکې لاندې لري. دې ادارې د امریکا کانګریس ته په خپل درې میاشتني رپوټ کې ویلي، چې افغان دولت تېرو څو میاشتو …

نور... »

په بانکونو کې پانګه شوې پیسې څېړل کیږي- سیګار

د افغانستان په بیارغونې کې د امریکا پر مرستو د څار ځانکړې ادارې په ډاګه کړې، چې په بانکونو کې د هغو پیسو په اړه، چې د فساد له کبله پانګه شوې څېړنه کوي. جان ساپکو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د دغو پیسو په اړه رپوت ورکړی …

نور... »

دونالد ترمپ له خپل اجرائیوي فرمان دفاع وکړه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ لهخپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه،چې له مخې يې په لنډ مهاله توګهامريکا ته د اووههېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي. د دغو اووههېوادونو اکثريت اوسېدونکي مسلمانان دي، خو ښاغلي ټرمپ ټينګار وکړ،چې دا پر مسلمانانو بنديز نه‎دى. ولسمشر ترمپ په يوه رسمي …

نور... »

سیاستوال نه پوهیږي، چې د افغانستان په اړه به د ترمپ سیاست څه وي-جولي برمن

یو امریکايي سناتور وايي؛د امریکا د نوي ولسمشر دونالدترمپ له ټاکل کیدو وروسته سیاستوال نه پوهیږي، چې د افغانستان په اړه به د امریکا راتلونکی سیاست څه ډول وي. امریکايي سناتور جولي برمن له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛پوهیدل پرې ډېر ګران دي،چې د افغانستان په اړه  به …

نور... »

په کابل کې د جرمني سفیر له احمد ایشچي قانوني ملاتړ څرګند کړ

څه موده وړاندې د جنش ملي ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي ادعا وکړه،چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وهلی او جنسي تېری پرې شویدي. له دې پېښې څو میاشتې تېرې او د لویې څارنوالۍ پرپرله پسې جلبونو سربېره د ولسمشر لومړیمرستیال حاضر نه شو،چې عدلي او قضايي ارګانونو …

نور... »

په کابل کې د بریتانیا سفیر د نړیوالو مرستو له ضایع کیدو اندېښمن شو

په کابل کې د بریتانیا سفیراندېښمن شوی، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو یوه برخه د اداري فساد له کبله ضایع کیږي. په کابل کې د بریتانیا سفیر دومنیک جرمي پر افغان چارواکو غږ وکړ، چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي کار وکړي او په فساد …

نور... »

د امریکا یو فدرالي قاضي د ترمپ فرمان په لنډ مهاله توګه ځنډولی

د ترمپ هغه فرمان، چې د اووه مسلمانو هېوادونو وګړي تر دوه یم فرمان پورې امریکا ته له تګه منع کوي؛ یوه فدرالي قاضي په لنډمهاله توګه ځنډولی دی. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ  د ترهګریزو بریدونو په وړاندې په مبارزه کېد امریکا پر خوندیتوب ټینګار …

نور... »

افغانان به په امریکا کې تر جدي پلټنې لاندې وي-ترمپ

افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې نه دی، چې د امریکا نوي ولسمشر پرې ویزې بندې کړي؛ خو  افغانان به له دې وروسته  په امریکا کې تر جدي پلټنې لاندې وي. د امریکا ولسمشر ترمپ د اې بي سي تلویزیون د خبریال پوښتنې ته په ځواب ویلي؛ تاسې به …

نور... »

ترمپ پر ایرانیانو ویزې بندې کړې

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایراني اتباعو د دېرش ورځو لپاره د امریکا هر ډول ویزې بندې کړې او د بیا پیل لپاره یې پرغور کولو ټینګار هم کړی دی. رسنیو ته دا هم په ډاګه شوې، چې ترمپ د کډوالۍ او گرځندوی ویزې پر ایراني اتباعو تر دېرش …

نور... »

د برتانيې هېواد سلطنتي افتخاري توره، افغان سرتېري ته ډالۍ شوه

  د برېتانیا د دفاع وزیر مایک پننګ د خپل هېواد د سلطنتي اکاډمۍ افتخاري توره په کابل کې یوه افغان افسر ته ډالۍ کړه. د افغانستان د پوځ لوی درستیز دا د افغان پوځ له پاره ستر ویاړ ګڼي چې د بریتانیا د اکاډمۍ توره یې تر لاسه کړې …

نور... »

ترمپ له داعش او سخت دریځو څخه د ځان ژغورنې ډاډ څرګند کړ

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دندې په لومړیو ورځو کې ټينګارکړی، چې له داعش او سخت دریځو اسلامپالو ډلو به ځان خلاصوي. ترمپ، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو په مرکز کې خبرې کولې وویل: د واشنګتن په بهرني سیاست کې له داعش او سخت دریځو سره مبارزه لومړیتوب …

نور... »

امريکا به د افغانستان په اړه مشخص سياست ولري

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وایي، د امریکا نوی دولت به د افغانستان په هکله مشخص سیاست تعقیب کړي.  ده وویل چې د امریکا ولسي جرګه به د افغانستان پر حالت ډېر تمرکز ولري، څو دې هېواد کې د خلکو حالت ښه شي. په …

نور... »

ټرمپ د اسلامي توندلاريتوب په وړاندې مبارزه کړي

د امریکا نوی ولسمشر وایي چې نړۍ به د اسلامي توندلاریتوب په وړاندې یو موټی کړي. ډونالد ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا به د بنسټ پالنې د رېښو د وچولو له پاره نوي اېتلافونه جوړ کړي. له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ټرمپ د افغانستان په هکله د نوو پروګرامونو …

نور... »

د افغانستان په جنګ کې واشنګتن بریالی کیږي- ترمپ

د امریکا ولسمشر وایي، د افغانستان په جنګ کې واشنګتن بریالی کیږي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د کار په لومړۍ ورځ له لوړې وروسته په افغانستان کې له میشتو سرتېرو سره انځوریزې خبرې اترې لرلې. ترمپ ډاډمن کړل او ورته یې په ډاګه کړه، چې هڅې او مبارزه دې …

نور... »

مشرانو جرګې د ولسمشر ترمپ دفاع وزیر ته د باور رایه ورکړه

په امريکا کې د نوي ولسمشر دونلدترمپ د تېرې شپې له ژمنې وروسته د دغه هېواد مشرانو جرگې (سنا) د هغه له لوري دفاع وزارت ته نوماند وزير متقاعد جنرال جيمز ماتيزته د باور رايه ورکړه. متقاعد جنرال ماتيز د امريکا په پوځ کې له ۴۱ کلن چوپړ وروسته څلور …

نور... »