نړۍ

په پاکستان کې د ترهګرو هڅې د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ دی-اتمر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي، چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو هڅې د سیمې او افغانستان لپاره ګواښ دی. د هند په پلازمېنه نوي ډيلې کې د دوشنبې په ورځ د آسیايي هېوادونو د امنیت په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه. په دې …

نور... »

د پاکستان د لاهور قذافي ستیدیم ته نږدې ټول جوماتونه وتړل شول

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په مشهور ښار لاهور کې د پاکستان سوپرلیګ(پي ایس ایل) د پایلوبو په ویاړ په سیمه کې ټول جوماتونه تر درې ورځو پورې بند او وتړل. د پاکستان اردو پواینت ورځپاڼې په ډاګه کړې؛ د قذافي سټیدیم، چې دا لوبې په کې تر سره …

نور... »

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی- امریکا

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او ویلي یې دي، چې له مجازاتو د فاسدینو او بشري حقونو د سرغړونکیو بښنه(معافیت)، له قضا پرته وژنې او د افغان ځواکونو لخوا ربړول، د طالبانو لخوا په ملکي …

نور... »

ترمپ دې د افغانستان امنیتي حالت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي- جان مک کین

د امریکا یوه مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان امنیتي حالت ته دې بېړۍ پاملرنه وکړي. په کابل کې تر تازه بریدونو وروسته چې دوه ویشت تنه یې ووژل او له سلو ډېر یې ټپیان کړل، د امریکا د …

نور... »

پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره له افغان چارواکو سره شریکه کړې-سرتاخ عزیز

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وايي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره مو له افغان حکومت سره شریکه کړې ده. د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې تروریزم د کابل او اسلام آباد دواړو ګډ دښمن دی. نوموړی زیاتوي؛ …

نور... »

په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه کوو- سرتاج عزیز

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې هېواد به يې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ونه کړي. ده د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسلوالو طالبانو د چارواکو پرخلاف …

نور... »

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو په مشروط توګه د خپلو همکاریو د دوام ژمنه کړې

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړیو، چې له افغانستان څخه لیدنه کوې؛ وايي، چې افغان حکومت باید له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي، د سولې لپاره غښتلي ګامونه اوچت کړي او پارلماني ټاکنې تر سره کړي. د اروپايي ټولنې د پارلمان درې غړي له افغانستان څخه لیدنه …

نور... »

د پاکستان په لاهور ښار کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د پاکستان د لاهور په چاودنه کې ۷ کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. چاودنه په یوه رستورانت کې رامنځته شوې ده. یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې، چې دغه مرګ و ژوبله د یوه جنراتور په چاودیدو رامنځته شوې ده. پاکستانیو چارواکو تر دې دمه د چاودنې …

نور... »

ترمپ د افغانستان په اړه د جنرال متیس ارزونه غواړي

د امریکا دفاع وزیر په ډاګه کړې؛ ولسمشر ترمپ د ده د ارزونو پایلو ته په تمه دی او له هغه وروسته به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. د امریکا دفاع وزیر جنرال متیس، چې په افغانستان کې یې د ناتو د غوڅ …

نور... »

چین په افغانستان کې د طبیعی پېښو له زیانمنو سره مرسته وکړه

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د دولت وزارت وایي؛ چین  په افغانستان کې د  طبیعی پېښو له  زیانمنو سره مرسته وکړه، چې یوه برخه به یې په بدخشان کې د واورې له کبله زیانمنو شویو خلکو ته واستول شي. دې وزارت په ډاګه کړې؛ په دې …

نور... »

د وسیلې په توګه د ترهګرو کارول تر ټولو لویه ستونزه ده- اشرف غني

  افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د یو شمېر هېوادونو له لوري د وسیلې په توګه د ترهګرو ډلو کارول تر ټولو لویه ستونزه ده. په مونیښ نړیواله غونډه کې افغان او پاکستاني چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپل دریځونه روښانه کړل.  هغه د مونیخ …

نور... »

افغانستان د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د آلمان په مونیښ ښار کې له قطره غوښتنه کړې؛ که د راتلونکي کال تر پسرلي او دوبي د طالبانو په کړنو کې بدلون څرګند نشو، باید د دوی د قطر سیباسي دفتر وتړل شي. د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په ډاګه …

نور... »

پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي- ریچارد میک پنس

د امریکا د ولسمشر مرستیال وایي، چې پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي. ریچارډ پنس د مونشن(مونیښ) په امنیتي غونډه کې وویل، له ترهګرو څخه د خپل هېواد د ژغورلو لپاره افغان ځواکونو ډېر تلفات ګاللي دي. د مونیخ دريپنځوسم کلنی نړیوال امنیتي کنفرانس، درې …

نور... »

پاکستان خپلې ترانزیتي لارې له افغانستان سره وتړلې

پاکستان د امنيتي گواښونو پر لامل له افغانستان سره خپلې ټولې ترانزیتي لارې تر نامعلوم وخته وتړلې. پاکستانيو چارواکو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تورخم په ګډون ټولې سرحدي دروازې  به د عامو خلکو، سوداگريزو چارو او هر ډول تلو راتلو تر نا معلوم وخته تړلې وې پاکستان …

نور... »

د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په پیل کې ځنډیدلی- ینس ستولتنبرګ

د ناتو سرمنشي وایي، چې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په پیل کې ځنډیدلی او دې تړون باید وختي دغه ماموریت پیل کړی وای.  د ناتو سرمنشي د دې تړون د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې له ترهګرۍ سره د پیاوړې …

نور... »

ولسمشر غني د اماراتو چارواکو ته د کندهار د پېښې اسناد وړاندې کوي

  ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته په سفر کې د اماراتو چارواکو ته داسې اسناد وړاندې کوي، چې د کندهار په برید کې افغان حکومت لاس نه درلود. کارپوهان د دغه مطلب سربیره وايي چې ولسمشر به هڅه وکړي، اماراتي چارواکو ته داسې کره استخباراتي شواهد وړاندې …

نور... »

روسیه د افغانستان په اړه له امریکا او ناتو سره همکارۍ ته چمتو ده- کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، چې هېواد یې چمتو دی له امریکا او ناتو هېوادونو سره د افغانستان په اړه همکاري وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو چمتو دی، چې له واشنګتن او د ناتو له نورو غړیو  هېوادونو سره د …

نور... »

ترمپ په افغانستان کې د سرتېرو په اړه مشوره نه ده کړې- سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په تړاو له خپلو لوړپوړیو پوځي چارواکو سره سلا مشوره نه ده کړې. د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه ټکنی ګڼلې او ویلي یې دي، چې …

نور... »

غني او ترمپ د سیمې د امنیت او اقتصاد په اړه د نظر څرګندونه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د سیمې د امنیتي او اقتصادي حالاتو په اړه تیلیفوني خبرې کړي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپر شوې خبر پاڼه کې په ډاګه کړې، چې دواړو مشرانو د سیمې او افغانستان د امنیت، اقتصاد ، د ترهګرۍ په …

نور... »

حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کویټي ښار کې خوندي پناهځایونه لري- جنرال نیکلسون

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ مأموریت او په دغه هېواد کې د میشتو امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي،حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کویټي ښار کې خوندي پناهځایونه لري. جنرال جان نیکلسون د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د مشرانو جرګېد پوځي خدماتو کمیتې ته …

نور... »