عاجل خبرونه

نړۍ

روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي – جنرال ووتل

د امریکا د مرکزي قومندې قومندان وايي؛ فکر کوم، چې روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي.  د امریکا د مرکزي قومندې قومندان جنرال  جوزف ووتل د دغه هیواد ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ښايي روسیه به له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ولري؛ خو په وینا یې …

نور... »

په افغانستان کې د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو اړتیا رامنځته شوې

په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو غوښتونکی شوی دی. په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وايي، چې په افغانستان کې سرتېري د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره یوه اړینه اړتیا ده. …

نور... »

اروپايي ټولنې له اداري فساد سره د مبارزې پر چارو نیوکه کړې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه تر ټولو فاسد دي. د وسلوالو طالبانو له واکمنۍ را پدیخوا اداري فساد د افغان حکومتونو پرلمن تور داغ پاتې شوی دی. نړیوالې څېړونکې ادارې یو پر بل پسې د افغانستان په ادارو کې د …

نور... »

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول بیا پیل شول

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول پیل شوي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په ډاګه کړې؛ کټارې به لومړی په هغو سیمو کې لګول کیږي، چې وسلوال پرې په آسانۍ تګ راتګ …

نور... »

امریکا په روسیه کې د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه

امریکا د افغانستان په اړه د روسیې په کوربتوب د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي؛ امریکا په دې غونډه کې ګډون نه کوي. روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو د …

نور... »

روسیه له طالبانو ملاتړ کوي- امریکایي جنرال

یو جګپوړی امریکایي جنرال وایي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او پر طالبانو یې په دې وروستیو کې خپل نفوذ پراخه کړی دی. په اروپا کې د امریکایي پوځ قومندان جنرال کورتیس اسکاپروتي ویلي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو تجهیز او ملاتړ کوي. نوموړی زیاتوي، زه په دې …

نور... »

ایران په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي

په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي. په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست مهدي عاطفت له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ ایران به هیڅکله له طالبانو څخه ملاتړ ته هیله من …

نور... »

د داعش د ځپلو لپاره د ۶۸ هېوادونو نړیواله غونډه تر سره شوه

په واشنګتن کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف نړیواله ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، استازیو او نړیوالو مؤسسو برخه اخیستې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تېلرسن د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه …

نور... »

افغان دولت دې د ترهګرو له ګواښونو سره مقابله وکړي- د م.م.امنیت شورا

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له افغان دولت وغوښتل، چې د ترهګرو له ګواښونو سره دې مقابله وکړي. د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د …

نور... »

انګیلا میرکل دونلد ترمپ ته د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ او د آلمان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل پرون په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی دی. دواړو مشرانو د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال همداراز پر یو شمېر نورو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سوداگرۍ خبرې کړې …

نور... »

سپینه ماڼۍ دې افغانستان ته نور سرتېري هم واستوي- جولیبرمن

یو مخکښ امریکایي سناتور له سپینې ماڼۍ غواړي، چې افغانستان ته نور سرتېري هم واستول شي. د افغانستان د ناامنیو تازه پېښې د دې سبب شوي او په امریکا کې دا غوښتنه ډېره مطرح شوې، چې دې هېواد ته دې باید نور سرتېري ولیږل شي. سناتور جولیبرمن آریانا نیوز ته …

نور... »

تورخم ته نږدې د پاکستان د پوځيانو پر پوسته برید شوی

د خیبر ايجنسۍ په اړوند سيمه کې ديورند کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ پر پوستې په بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال آصف غفور په خپل تويت کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان له خاورې پر …

نور... »

په افغانستان کې د اوباما سیاست ناکام و، نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي- جان مک کین

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس وایي، د افغانستان په تړاو د بارک اوباما سیاست ناکام و او نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي. د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس جان مک کین وایي، که څه هم اوس امریکا په افغانستان کې له …

نور... »

روسیې د سولې په خبرو کې د امریکا، هند او مرکزي آسیا هېوادونو د ګډون هیله ښودلې

روسي چارواکي هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په اړه په راتلونکیو غونډو کې امریکا او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړي. روسیه او چین د افغانستان په ګاونډ کې پراته هېوادونه؛ په افغانستان کې د داعش فعالیتونو اندېښمن کړي او په دې وروستیو کې …

نور... »

په کابل کې پر ۴۰۰ پوځي روغتون برید یوه غمیزه ده- میاک نافن

د امریکا د کانګرس مهم غړي وايي، چې په کابل کې د سردار محمد  داوودخان پر پوځي روغتون برید له یوې پېښې ور هخوا یوې غمیزې ته پاتې کیږي. په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون له برید وروسته نړیوال غبرګونه هم را پورته شول. د …

نور... »

ملګرو ملتونو د افغانستان وضعیت ترینګلی او د اندېښنې وړ ښودلی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ټينګار یې وکړ، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د سولې له لارې پای ته رسیدلی شي.   د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پېنځلس غړیو یو ځل بیا د …

نور... »

پاکستان د دیورند کرښې په اوږدو کې څلور نورې دروازې جوړوي

د پاکستان حکومت وایي، د دهشتګرو د څارنې لپاره د دیورند کرښې په اوږدو کې د څلور نویو دروازو پر جوړولو غور کوو.   د پاکستان کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمان د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، چې دا څلور دروازې به په شمالي او جنوبي وزیرستان او د …

نور... »

هند، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي- نفیس ذکریا

پاکستان د کابل او نوي ډيلي له دوستۍ بیا اندېښنه ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې نفیس ذکریا ویلي، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي. پاکستان له افغانستان سره د ديورند پر کرښه خپلې دروازې هم د همدې ادعا له مخې تړلې دي. د …

نور... »

د افغان پوځ روزنې او ملاتړ لپاره نورو امریکايي سرتېرو ته اړتیا ده- جنرال جوزف ووتل

 په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي د متحده ایالتونو پارلمان ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره په افغانستان کې له دې ډېرو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د جګړې فصل ته د …

نور... »

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په کابل کې پرروغتون برید جنګي جنایت بللی

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په کابل کې د محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون برید جنګي جنایت بللی. د محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون برید له توندو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شی دی. د بشري جقونو د څار نړیوال بنسټ څېړونکې پتریکا …

نور... »